1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او پاکستان تر منځ لار خلاصه سوه

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ شهریور ۱۱, پنجشنبه

د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ لاره تر دوو اونيو تړلو وروسته پرانيستله سوه. دغه لار د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ د پاکستان له خوا تړل سوې وه.

https://p.dw.com/p/1JtOm
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د پاکستان د مليشو يوه افسر صفدر خان، ويلي دي چي د پنجشنبې ورځي په سهار (۲۰۱۶م کال د سپتمبر اوله) لاره خلاصه او دواړو خواوو ته په سونو بندو لارۍ موټرو حرکت پيل سو.

خان، ويلي دي چي په سپين بولدک کي د پاکستان چمن ته لار هغه مهال بنده سوه چي يو شمېر ځوانانو د اگست مياشتي پر ۱۸ نېټه (د افغانستان د خپلواکۍ) په ورځ د پاکستاني ملېشو پوستې ته نژدې د پاکستان بيرغ ته اور اچولی وو.

چمن د پاکستان په جنوب لوېديځ کي د بلوچستان ايالت يو ښار دی چي له افغانستان څخه پاکستان او له پاکستان څخه افغانستان ته لار پکښې تيره سوې ده.

صفدر خان ويلي دي چي د لاري د پرانيستلو پريکړه د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د اگست ۳۱مه) له هغه وروسته وسوه چي افغان چارواکو د پاکستان بيرغ د سوځېدو په اړه بخښنه وغوښتله.

د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ترينگلتيا هر وخت ددې سبب سوې ده چي د دواړو هيوادونو ترمنځ لاري بندي سي او مسافر او سوداگر له سختو ستونزو سره مخامخ سي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ بله ستره لار تورخم هم څو اونۍ تړلی وو. تورخم له هغه وروسته د مسافر او سوداگر پرمخ بند سو، چي د افغان چارواکو په خبره پاکستان غوښتل په صفر سرحدي ساحه کي يوه دروازه جوړه کړي خو افغان ځواکونو ئې ممانعت وکړ.

دابه هم درته جالب وي