1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ترینګلتیا ګټې او تاوانونه

۱۳۹۵ تیر ۲۳, چهارشنبه

د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې تر بل هر وخت ډیرې تریګلې دي. افغان مشران، په روښانه توګه په نړیوالو غوڼډو کې پاکستان له ترهګرو څخه په ملاتړ تورنوي.

https://p.dw.com/p/1JOIJ
Kombobild Flaggen Afghanistan Pakistan
انځور: Getty Images

افغان ولسمشر اشرف غني، په وروستیو اوونیو کې پاکستان له ترهګرو څخه په ملاتړ تورن کړ. غني ویلي دي چې نور د هغو ډلو له خوا چې پاکستان یې ملاتړ کوي د افغانانو وژنه نه شي زغملی. له بلې خوا بیا د پاکستان له خوا د ترهګرو ډلو احتمالي ملاتړ د امریکا متحده ایالاتو په سیاسي محافلو کې هم تاوده بحثونه راپارولي دي.

افغان حکومت په وروستیو کلونو کې تل پر پاکستان باندې طالبانو ته د پټنځایونو برابرولو، د هغوی د تجهیز او تمویلولو تور لګولی دی. پاکستان بیا تل دغه تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی دی چې په افغانستان کې د هند مخ په ډیریدونکی نفوذ د اسلام آباد امنیت له ګواښ سره مخامخوي.

غني تیره اوونۍ په وارسا کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال وویل چې له پاکستان پرته د سیمې ټول هیوادونه له افغان څخه د سولې په بهیر کې ملاتړ کوي. هغه له وارسا څخه تر ستنیدو وروسته وویل چې په افغانستان کې به د ګاونډیو هیوادونو لاسوهنه و نه مني: «هر هغه څوک چې زموږ په امنیتي مسایلو کې لاس وهنه کوي او یاغي ډلې په غیږ کې نیسې، دغو کسانو ته زموږ پیام واضیحه دی: دا ملت له تاسو څخه نفرت پیدا کوي. افغان ملت تر کومه وخته پورې چوپ پاتې شي ترڅو زموږ اولادونه په لسم ریاست او یا پولیس کې ووژل شي.»

نا اعلان شوې جګړه

پر پاکستان باندې نیوکې په داسې حال کې ډیرې شوې دي، چې طالبان له خپل ټول ځواک سره هڅه کوي د افغانستان په جګړه کې لاس ته راوړنې ولري. یو شمیر کارپوهان طالبان د پاکستان «غیر رسمي پوځ» بولي او په دې باور دي چې دغه ډله په افغانستان کې د پاکستان د استخباراتي سازمان یا «ای ایس ای» د مالي او استخباراتي امکاناتو په مټ جګړه کوي.

ولسمشر غني ټینګار کړی دی چې پاکستان له افغانستان سره په یوې نا اعلان شوې جګړه کې ښکیل دی او دغه وضعیت باید پای ومومي. غني له نړیوالو څخه غوښتې دي چې په دې اړه له پاکستان څخه وضاحت وغواړي: «د افغانستان پر وړاندې د پاکستان نا اعلان شوې جګړه مې ورته په وضاحت تشریح کړې ده. دا جګړه باید ختمه شي. تروریزم پلار او مور نه پیژني. تروریزم هیواد، ژبه، ښځه او نارینه هم نه پیژني.»

د حکومت له موقف څخه ملاتړ

له پاکستان څخه د افغان حکومت واضیح او سختې نیوکې په افغانستان کې د کارپوهانو او د پارلمان د استازو له هرکلي سره مخامخ شوې دي. کارپوهان په دې اند دي چې افغانستان باید نړیوالو ته په څرگند ډول ووایي چې د ترهګرۍ اډې په پاکستان کې دي او دغه ستونزه باید حل شي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي، په دې اړه وویل: «په وارسا کې د ولسمشر موقف، د پاکستان د لاسوهنې او له ترهګرو څخه د دې هیواد د ملاتړ په اړه دومره روښانه خبرې، د ستاینې وړ دي.»

نړیوال فشار

په عین حال کې د امریکا متحده ایالاتو په کانگرس کې په پاکستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه تاوده بحثونه راپاریدلي دي. یو شمیر استازو ټینګار کړی دی چې که څه هم پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه له امریکا متحده ایالاتو څخه په میلیاردونو ډالر ترلاسه کوي، خو بیا یې هم په دې برخه کې ډیر څه نه دي کړي.

امریکا له ۲۰۰۱ کال راهیسې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف پاکستان ته له ۳۳ میلیارده ډالرو ډیرې پیسې ورکړې دي. په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پخواني سفیر زلمي خلیلزاد، د امریکا د کانګرس د نړیوالو اړیکو کمیټې ته ویلي دي چې اسلام آباد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. هغه روښانه کړې ده چې له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان ملاتړ نه یوازې دا چې په افغانستان کې جګړه اوږدوي، بلکه په نړیواله کچه هم د ترهګرې د غځیدو لامل کیږي.

د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس یو شمیر غړو له پاکستان سره د خپل هیواد د پوځي مرستو د قطع کیدو او پر دغه هیواد باندې د اقتصادي بندیزونو د لگولووړاندیز هم کړی دی.

پایلې

د نړیوالو اړیکو کارپوهان وایی چې د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې ترینګلتیا، د افغانستان له پاره ګټې او تاوانونه لري. خو دغه کارپوهان ټینګار کوي چې افغانستان د خپلو نیوکو له لارې نړیوالو ته د پاکستان اصلي څیره ښوولې ده.

د کابل پوهنتون استاد او د نړیوالو چارو کارپوه سید مهدي منادي، وایي چې افغانستان کیدای شي د نړیوالو له پاره د پاکستان په بدیل واوړي او په پایله کې یې له افغانستان څخه نړیوال ملاتړ لا هم ډیر شي.

خو دغه کارپوه ګواښ کوي چې د کابل او پاکستان د اړیکو له خرابیدو سره به په افغانستان کې جګړه لا پسې توده شي ځکه د هغه په خبره پاکستان به د طالبانو او حقاني شبکې په مټ له افغانستان څخه د غچ اخیستلو هڅه وکړي: «د دغو ډلو له لارې کیدای شي چې د افغانستان پر شرایطو باندې منفي تاثیر رامنځ ته شي.»

له بلې خوا د کابل او اسلام آباد تر منځ جنجالونه کیدای شي چې په سیمه کې اقتصادي ګټې له ګواښ سره مخامخ کړي. همدا اوس پر دوو لویو اقتصادي پروژو کار روان دی چې په ترڅ کې یې د مرکزي اسیا انرژي دافغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته رسیږي. په همدې حال کې پاکستان د افغانستان له پاره په سیمه کې د تجارتي اموالو تر ټولو لویه منبع ده.

افغانستان د خپلو اړتیاو د پوره کولو له پاره پاکستان پورې تړلی دی او پاکستان هم په افغانستان کې د خپلو تجارتي توکو له پاره لوی بازار لري. د دواړو هیوادونو تر منځ د ستونزو له ډیریدو سره کیدای شي په سیمه کې سوداګرۍ ته هم لوی تاوان واوړي.