1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو جنگ کړی

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۱۰, چهارشنبه

افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو د دواړو هيوادونو په سرحدي سيمه کي يو بر بل باندي فيرونه کړي او يو تن وژل سوی دئ. اوس داسي اندېښنې موجودي دي چي د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکو ته زيان و نه رسیږي.

https://p.dw.com/p/1FrOe
انځور: Reuters

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي دي چي د چهارشنبې ورځي په سهار د «انگور اډې» په سيمه کي د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته رامنځ ته سوې او يو افغان سرحدي ساتونکی وژل سوی دئ.

پاکستاني ځواکونو پېښه تائيد کړې ده او ويلي ئې دي چي دوه عسکره ټپيان سوي دي خو څوک وژل سوي نه دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چي پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي پاکستانيانو تلاښ کاوه د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدي سيمه کي يوه غير قانوني ودانۍ جوړه کړي.

صديقي ويلي دي: «افغان سرحدي پوليسو مداخله وکړه او د فيرونو تبادله وسوه. په يايله کي د افغانستان د سرحدي ځواک يو عسکر ووژل سو.»

Graben an der Grenze von Afghanistan nach Pakistan
انځور: DW/A.G. Kakar

د پاکستان پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي فيرونه لومړی د افغانستان له اړخه سوي دي. په دغه اعلاميه کي راغلي دي چي د افغان سرحدي ځواک فيرونو ته جواب ورکړل سو: «د افغانستان له اړخه پر انگور اډه باندي د اوږې د سر راکټ يو فير او د سپکو وسلو فيرونه وسول چي په پايله کي ئې زموږ دوه پوځيان ټپيان سول.»

په سيمه کي عيني شاهدانو رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي افغان او پاکستاني ځواکونه تر ناوخته پوري يو بل ته په موچلو کي ناست ول او سرحد تړل سوی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب