1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا نوې پاليسې

۱۳۸۸ فروردین ۲۵, سه‌شنبه

په ملګرو ملتونو کې د امريکا پخوانۍ سفير او د آسيا ټولنې د افغانستان او پاکستان څانګې مرستيال شاغلی توماس پېکرينګ سره د آلمان غږ راديو مرکه:

https://p.dw.com/p/HWfA
د افغانستان پاکستان سرحد ته نږدی يو امريکايی عسکرانځور: AP

س ١: تاسې په خپل رپوټ کې راوړئ، چې د پاکستان او امريکې د متحده ايالتونو تر منځ اړيکې کار نه ورکوي. دا ولې او څوک پکې ملامت دي؟

ج ١: لومړی د اهميت ټکی چې زموږ په رپوټ کې راغلی، هغه دادئ چې، موږ او حکومتي اداره باور لرو، پاکستان او افغانستان يو شريک مشکل سره لري.

دوهم دا چې، زموږ له نظره پاکستان ډېر زيات اهميت لري او دا ځکه چې د هغه هېواد په سرحدي او قبايلي سيمو کې د القاعدې د پاره خوندي او د پټې ځای شته.

دريم دا چې، موږ يقين لرو دا اړيکې کار نه ورکوي، ځکه د پاکستان دموکرات حکومت په دې نه دئ توانېدلی او يا د دې وس نه لري، چې له بنسټ پالو سره د مبارزې وړ ځواکونه او سرچينې په خوځښت راولي. او موږ دا باور هم لرو، چې دا موضوع د پاکستان په راتلونکې باندې اغېزه لري. بالاخره د پاکستان پوځ د افغانستان پر لانجه برسېره له هندوستان سره په کشاله کې ښکېل دئ. او هم دې ته نه دئ روزل شوی، چې په خپلو سرحدي سيمو کې د القاعدې غوندې غورزنگ ته اوږه ورکړی شي.

س ٢: څرنگه غواړئ د پاکستان مشران يعنی سياستمداران، نظامي جنرالان، ملکي مخور کسان او رسنۍ پر دې باندې قانع کړئ، چې د طالبانو پر ضد مبارزه ښايي دوی ته د لومړيتوب ځای ولري، په داسې حال کې چې اوس ورته هغومره د اهميت وړ نه ښکاري؟

ج ٢: دا د ريچارډ هولبروک او پطروس د پاره يوه لويه دنده ده او دوی هم په دې اړوند يوه لړۍ خبرې اترې پيل کړې. البته دا به يو څه وخت نيسي، تر څو پاکستان په دې باندې مطمئن شي، چې ورته امنيتي خطر موجود دئ. په همدې خاطر دوی له هندوستان سره هم اړيکې نيولې. همدا شان امريکې پاکستان ته د يوې اندازې پيسو ورکولو پرېکړه هم کړېده، چې د نورو نړيوالو مرستو ته څنگ به هغه هېواد ته ورکول کيږي. هيله ده پاکستان پر دې باندې قانع شي، چې خپل امنيت د پاره لاس په کار شي، د کوم سره چې اوس په لانجه کې ښکېل دئ.

س ٣: يو شمير امريکايي جنرالانو او سياستمدارانو په دې کې شک څرگند کړی، چې گويا د پاکستان استخباراتي څانگې ISI د له طالبانو څخه لاس اخيستی وي او خپلې اړيکې يې ورسره شکولې. ستاسې له نظره په دې ارتباط څه اقدام لازم دئ؟

ج ٣: زه له دې رپوټونو څخه خبر يم او په رښتيا سره چې د اندېښنې وړ دي. موږ پوهېږو چې د پاکستان ملي ستراتيژي، په افغانستان کې د دوی پر اړيکو پورې تړلې ده. او پاکستان بايد خپلې گټې هم په نظر کې وساتي.

س ٤: د پاکستان او امريکې د متحده ايالتونو په اړيکو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI موضوع او نقش د څومره اهميت وړ دئ؟

ج ٤: زما په خيال د ډېر اهميت وړ دئ. حکومت ته لازم ده چې په دې برخه کې خپله پرېکړه وکوي. خو زموږ اندېښنه دا ده، چې ISI داسې يو ميکانيرم دئ، چې له هغو کسانو څخه ملاتړ کوي، کوم چې د يوه راتلونکي دموکرات پاکستاني حکومت د جوړېدنې مخالف دي. او دا خلک به په افغانستان کې د القاعدې د پاره بيا خوندي سيمه جوړوي. همدا ده د امريکې د ادارې د پاره يوه غټه ربړه، په تېره بيا د اولسمشر بارک اوباما د پاليسۍ په لاره کې.

س ٥: د امريکې او پاکستان تر منځ د متقابله باور موضوع به په يوه يا بله بڼه سره منځ ته راځي. که دواړه خواوې په دې ارتباط يو د بل په تمايل او غوښتنه باندې باور سره ونه لري، نو بيا به څرنگه شريک کار سره کوي؟

ج ٥: له چلنجونو څخه لاس اخيستنه د سياست يو دايمي مشکل دئ. زه پوهېږم چې د پاکستان لخوا چلنج ډېر لوی دئ، او زه ستاسې له دې نظر سره موافق يم، چې دا باور ډېر کم دئ او حتی نشته.

دا به د حکومت دنده وي، چې له پاکستان سره گډ کار وکوي او هيله ده چې پاکستان د هغه په خپله گټه باندې قانع کړی شي، نو بيا به ورسره چلنجونه هم له منځه ځي.

س ٦: تاسې له افغانستان او هندوستان سره د پاکستان د اړيکو له دوه اړخيزه ستراتيژي گټو څخه يادون وکړ. آيا امريکه د پاکستان پوځ ته دا ډاډ ورکولی شي، چې په دواړو نوموړو هېوادونو کې له بنسټ پالو څخه پلوي ورته هغومره گټوره نه ده؟

ج ٦: دا هم ډېره مهمه پوښتنه ده. داسې رپوټونه شته چې د امريکې مخکيني حکومت د پاکستان پوځ ته تر لسو مليارډو ډالرو پورې مرسته ورکړېده. دا هم معلومه ده، چې پاکستان له هغه پيسو نه له هند سره په خپلو لانجو او يو څه هم افغانستان سره شريکو پولو کې موجودو کشالو کې گټه اخيستې. دا کافي نه وه چې پاکستان يواځې په نظامي مرسته سره قانع کړی شي.

س ٧: تاسې ځينو ټاکلو ټکو او معلوماتو ته اشاره وکوله. دا کار په څه ډول سره سر ته رسېدلی او کنترول کېدلی شي؟

ج ٧: هو مرستې او پيسې بايد کنترول شي او په ځينو خاصو برخو کې ولگول شي. د امريکې حکومت ته بايد دا فعاليتونه روښانه وي.

Thomas Bärthlein/ عارف وردگ

کتونکی: يحيي وردک