1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او پاکستان وروستۍ امنیتي پېښې

سید ریاض (دوچه ویله، آژانسونه)۱۳۹۱ بهمن ۷, شنبه

په غزني کې د پولیسو د یوې پوستې مخې ته د چاودنې په پایله کې دوه تنه ملکي وگړي وژل شوي دي. له بلې خوا په بلخ ولایت کې یوې ترافیکي پېښې د دوو ملکيانو ژوند اخیستی دی. په پاکستان کې هم بیلابیلو امنیتي پېښو ۲۶ تنه وژلي دي.

https://p.dw.com/p/17Ryw
epa03047484 An Afghan Police stands guard at Hairatan Rail station which is the first phase of a proposed national rail network across Afghanistan, linking Afghanistan's city of Hairatan bordering Uzbekistan with Mazar-e-Sharif, Afghanistan, 02 January 2012. The Hairatan to Mazar-e-Sharif railway link is part of the Central Asia Regional Economic Cooperation (CAREC) Program. It fits with Transport Corridors 3 and 6, which connect Central Asia to South Asia and the region to the Caucasus and the Middle East. EPA/MIRWICE SAHEL +++(c) dpa - Bildfunk+++
Eisenbahnstrecke zwischen dem usbekischen Hairatan und Masar-i-Scharifانځور: picture-alliance/dpa

د غزني ولایت د امنیې قوماندان محمد حسن، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «په غزني ولایت کې د پولیسو د یوې پوستې مخې ته په چاودنه کې دوه تنه ولسي کسان وژل شوي دي او پنځه تنه نور ټپیان دي.»

ښاغلي حسن زیاته کړې ده چې برید کوونکی پر بایسکل باندې سپور وو. د غزني د روغتون مشر باز محمد همت، د وژل شویو کسانو شمیر تائید کړی دی، خو زیاته کړې یې ده چې روغتون ته د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ټپیان راوړل شوي دي. لا تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستي.

بلخ: په ترافیکي پېښه کې دوه تنه ووژل شول

له بلې خوا د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې بیا په یوې ترافیکي پېښې کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د ایساف ځواکونو یو موټر پر یوه موټرسایکل باندې وخوت. د دویچه ویله د ځایي خبریال د رپوټ په حواله په دغه پېښه کې یو پلار او د هغه اووه کلن زوی وژل شوي دي. پېښه د شنبې په سهار د مزارشریف ښار د شهید ذبیح الله په څلور لاري کې رامنځ ته شوې ده.

د بلخ ولایت د امینې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري، د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې دغه پیښه د بهرنیو ځواکونو د بې غورۍ له کبله رامنځ ته شوې ده. هغه زیاته کړه چې د بهرنیو ځواکونو د قطار دوه موټر هم د پولیسو له لوري توقیف شوي دي.

په پاکستان کې بیلا بیلې امنیتي پېښې

د پاکستاني چارواکو په وینا د افغانستان پولې ته څیرمه د خیبر په قبایلي سیمه کې د دوو اسلامپالو ډلو تر منځ په نښته کې ۲۴ تنه وژل شوي دي.

له خیبر قبایلي سیمې څخه د ارشد خان په نوم یوه تن د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې نښته د یوې سیمې د کنترول په سر پیل شوې ده. نوموړي زیاته کړې ده چې دغه وسله واله نښته د جمعې په ورځ «د ۲۰۱۳م کال د جنوري ۲۵مه» هغه وخت پیل شوه، چې د تحریک طالبان په نوم ډلې د تیراه په دره کې د انصارالاسلام د ډلې یو مرکز ولکه کړ.

د ارشد خان په خبره د انصارالاسلام ډلې هڅه وکړه چې دغه مرکز بیرته ونیسي او له همدې کبله نښتې بلې ورځې پورې دوام وکړ. یوه پوځي چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې زیاتره وژل شوي کسان له وسله والو ډلو سره تړاو لري. خو د فرانسې خبري آژانس د همدې وګړي په حواله ویلي دي چې په نښته کې یو شمیر ځایي اوسیدونکي هم وژل شوي دي.

په یوه بله پېښه کې د بلوچستان په ایالت کې د حکومت پلوو ملیشو پر یوې پوستې باندې برید شوی دی چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او پنځه تنه نور یرغمل نیول شوي دي. دغه خبر ځایي دولتي چارواکو ورکړی دی. دغه پیښه د ایالت له مرکز کوټې څخه ۴۰۰ کیلو متره وړاندې د ډیره بگټي، په ولسوالۍ رامنځ ته شوې ده.

د بلوچستان ایالت یوه لوړپوړي دولتي چارواکي اکبر دراني، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې وسلوال کسان، چې گمان کیږي شمیر یې لسگونو تنو ته رسیده ، پر پوستې باندې برید کړی او د قبایلي ملیشې پنځه تنه یې له ځانه سره بیولي دي. هغه زیاته کړې ده یو تن چې مقاومت یې کړی د برید کوونکو له خوا وژل شوی دی.

د سید فیصل شاه په نوم یوه تن سیمه ییز چارواکي د پزښې پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي او د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي. لا تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستي.