1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او کولمبیا د نشيي توکو له پاره لوړه تقاضا

۱۳۹۶ تیر ۲, جمعه

د ملګرو ملتونو په حواله په نړۍ کې ۳۰ میلیونه انسانان په مخدره توکو روږدي دي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د مخدره توکو له تجارت څخه تر ټولو ډیره ګټه جرمي او ترهګرې ډلې ترلاسه کوي.

https://p.dw.com/p/2fG6r
Symbolbild Kokain, Drogen
انځور: picture-alliance/Geisler-Fotopress

په ویانا کې د نشيي توکو او جرمونو له پاره د ملګرو ملتونو د آژانس یا «UNODC» د پنجشنبې په ورځ په خپاره شوي تازه رپوټ کې راغلي چې په نړیواله کچه د نشيي توکو او کوکاینو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې له امله یې مجرمې او ترهګرې ډلې ډیره ګټه ترلاسه کوي.

د ملګرو ملتونو د یادې ادارې مشر یوري فیدوتوف، په دې هکله وايي: «د نړۍ په هره سیمه او برخه کې روغتیا، پرمختګ، سولې او امنیت ته د نشيي توکو د زیانونو د مخنیوي له پاره لا هم ډیر کار ته اړتیا ده.»

په دې تازه رپوټ کې همدا راز راغلي چې په کولمبیا کې د کوکا په نامه د بوټي د ډیرې کرنې له امله شمالي امریکا او اروپا ته د کوکاینو په لیږد کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

طالبان هم ګټه ترلاسه کوي

په ۲۰۱۶م کال کې په نړیواله کچه د تریاکو تولید کوم چې د هیروینو له پاره اساس ګڼل کیږي، تر پخواني فصل څخه ۳۰ سلنه له دې امله لوړ شوی چې په افغانستان کې یې کرکیله او حاصلات ډیر وو.

Afghanistan Opiumproduktion
په ننګرهار کې د تریاکو د شیرې د ټولولو بهیرانځور: Imago/Omid Khanzada

رپوټ وايي چې دغه تجارت د طالبانو له خوا اداره کیږي او زیاتوي چې په کلني ډول طالبان د نشيي توکو له قاچاقبرانو او بزګرانو څخه د ۱۵۰ او ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پیسې راټولوي.

د ملګرو ملتونو یاده اداره همدا راز زیاتوي، دا چې د نشيي توکو د انتقال له پاره افریقا د افغانستان او اروپا نښلونکې ده، نو په افریقايي هیوادونو کې د هیروینو په کاروونه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. په رپوټ کې راغلي چې د افریقايي هیوادونو په ډله کې کینیا، تانزانیا، موزمبیق، زامبیا، ناجیریا او ایوري ساحلي هیوادونه شامل دي.

په نړیواله کچه د د چرسو یا ماریوانا له امله رامنځته شوې زیات شمیر روغتیايي ستونزې تر ډیره په شمالي او جنوبي امریکا او شمالي افریقا کې رامنځته شوي دي. په اروپايي هیوادونو کې بیا دغه څه په البانیا او هالند کې تر ډیره ترسترګو کیږي. د ملګرو ملتونو د نشيي توکو او جرمونو له پاره دغه دفتر اټکل کوي چې په نړۍ کې اوس مهال کا بو ۱۸۳ میلیونه انسانان چرس یا ماریوانا کاروي.