1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان بانک څخه ۵۸ ميلیونه افغانۍ غلا سوي

۱۳۸۹ بهمن ۱۰, یکشنبه

د افغانستان بانک د خوست ولايت څانګه د تيري اونۍ راهيسي تړل سوي وه او تيره ورځ معلومه سوه ، چي د دغه بانک څخه ٥٨ ميليونه افغانۍ غلا سوي او د افغانستان بانک د خوست څانګي مشر سيدولي او د بانک حزانه دار هم تښتېدلي.

https://p.dw.com/p/QwkD
د افغانستان بانک مشر عبدالقدير فطرت
د افغانستان بانک مشر عبدالقدير فطرتانځور: DW

د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ دويچه ويله المان ږغ راډيو ته وويل ، چي جدي پلټني يي پيل کړي او په پايله کي يې يو شمير کسان نيول سوي او څو مليونه افغانۍ هم بيرته ددولت لاس ته ورغلي.

نوموړی زياتوي، چي کشفي ادارو ته يې دنده سپارلې، ترڅو نور هغه کسان هم ونيسي ، چي د افغانستان بانک څخه په غلا سوو پيسو کي لاس لري.

په همدي حال کي د خو ست د استيناف څارنوالۍ مسولين وايي ، چي د افغانستان بانک د خوست څانګي څخه د غلا سوو پيسو په تور٧ کسان نيول سوي، ددغه ادارې سرپرست رئيس څارنوال عبدالحميد قاطع وايي ، چي دوی ته په ورپيژندل سوو کسانو کي د کابل بانک دوه تنه مامورين هم شامل دي.

په همدې حال کي د تيرو شپږو ورځو راهيسي په خوست ولايت کي د افغانستان بانک مراجعين د بانک چيکونه او تعرفي په لاس کي ګرځي، ګڼ شمير مراجعين چي د پاسپورټ،د موټرو اسنادونو د پاره په بانک کي پيسي تحويلوي او يو شمير نور بيا د چيکونو له لاري پيسي ترلاسه کوي، په وړاندي يې بانک تړل سوى او کارونه يې په ټپه ولاړ دي.

څو تنه مراجعين چي د خوست په ولايت کي د افغانستان بانک ولايتي څانګي په دروازه کي په کتار کي ولاړ وو خپلي ستونزي داسي په ګوته کړې.

که څه هم نن ورځ د يوشمير تعرفو د تحويل په موخه د بانک ولايتي څانګي په کار پيل کړى،خو يو تن چارواکی چي د هويت څرګندولو څخه يي ډډه کوله وويل، چي دافغانستان بانک ولايتي څانګي څخه اته پنځوس ميليونه افغانۍ غلا سوي او هم د بانک امر او څو تنه نور مامورين له خپلو دندو تيښتدلي.

دا لومړی ځل دى ، چي په خوست ولايت کي له يوه دولتي بانک څخه په دومره لويه کچه پيسي غلا کيږي.

پداسي حال کي چي يوه مياشت وړاندي ، د خوست ولايت مقام لخوا د دغه ولايت ١١ تنه دولتي مامورين د اداري فساد او رشوت په تور نيول سوي او دامهال په زندان کي د ژوند شپي او ورځي تيروي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل