1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان جګړه تر المانه راورسېده

۱۳۸۷ شهریور ۱۵, جمعه

په المان کي د يوه داسي ځوان وروستي مراسم پر ځای کيږي چي په افغانستان کي د سوله ساته الماني فوځ سرتېری و او د وسله والو طالبانو لخوا په بمي بريد کي وژل سوی و.

https://p.dw.com/p/FBrt
په افغانستان کې د يوه آلماني عسکر مړې آلمان ته راوړل کېږی
په افغانستان کې د يوه آلماني عسکر مړې آلمان ته راوړل کېږیانځور: AP

دهر نوي الماني سرتيري د وژلو سره دغه خبره لا څرګنديږي چي د سولې ساتنې د فوځي دندې کنټرول د المان د حکومت لپاره ورځ په ورځ په مشکلېدو دی. پدې هکله د المان د دفاعي چارو وزير فرانڅ يوزېف يونګ وايي:

په کومه سيمه کي چي موږ خپله دنده تر سره کو، هلته هم د امنيت وضع خرابه سوې ده. همدا وجه ده چي نور زموږ سرتيري بايدد کومک کولو،دفاع او منځګړيتوب کولو تر څنګ دوی مجبوره دي چي جګړه هم وکړي.

دوه ورځې مخکې د آلمان دفاع وزير يونگ افغانستان ته د خپلو عسکرو د ليدلو لپاره تللی و
دوه ورځې مخکې د آلمان دفاع وزير يونگ افغانستان ته د خپلو عسکرو د ليدلو لپاره تللی وانځور: AP

جګړه هغه لغت و چي د المان حکومت پخوا په قصده په خوله کي نه اخيستی. د المان د دفاع وزير په ناڅاپه توګه افغانستان ته ولاړی او هلته يې د خپلو سرتيرو څخه کتنه وکړه. دالمان حکومت لخوا ويل کيږي چي د المان سرتيري سوله ساتنه کوي او نه جګړه. خو هغه څه چي الماني سرتيري يې خپل ددفاع وزير ته په خپلو خبرو کي وايي، د هغه څخه څرګنديږي چي دغه دنده اوس په جګړه اوښتې ده. په افغانستان کي موضف يو المانی سرتېری وايي:

چا چي ځان تر مخه دې ته نه وي چمتو کړی او پدې نه وي خبر نودغه دچا لپاره يوه ستره ستونزه وي. زه وايم چي دا جګړه ده. پداسي حال کي چي چي موټر الوزول کيږي او بيا وړې وسلې په کار اچول کيږي نو دغه په رشتيا يوه جګړه ده.

پدې هکله بيا د المان د مسيحي ډيموکراټ ګوند څې ډي ُاو د بهرنيو چارو وياند اېکارټ فون کلېډن بل نظر لري. دی وايي:

د جګړې لغت کارول غلط دی. خو هو داخبره رشتيا ده چي دغه دنده دبعضو فوځي دندو سره مل ده.

يو متقاعد جنرال هاغالډ کوياټ پدې هکله وايي: حکومت نه غواړي چي اولس سرګردانه او يا وارخطا سي. همدا وجه ده چي حکومت حالت داسي نه ښيي لکه چي په حقيقت کي دی. حقيقي حالت داسي دی چي اوس د اوبو د څهانو د کښلو او مرسته کولو تر څنګ د الماني سرتيرو د ژوند او امنيت خبره هم ده.

په المان کي د کيڼ لاس ګوند ډي لينکه په افغانستان کي د الماني سرتيرو د دندې پر ضد دی.
په المان کي د کيڼ لاس ګوند ډي لينکه په افغانستان کي د الماني سرتيرو د دندې پر ضد دی.انځور: AP

خو د المان اولس ته تر اوسه داسي ويل کېدل چي دغه دنده بې خطره ده. همدا وجه ده چي حتی د امن په نړۍ واله ورځ لا هم د جګړې پر ضد د مظاهرينو شمېر کم و. خو هر المانی سرتېری د وژل کېدو سره په اولس کي دغه احساس زياتيږي چي د سولي ساتنې په دغه دنده کي ستونزي سته. د جګړې پر ضد په يوه مظاهره کي د خلکو نظرونه ته غوږ سی.

کله چي د قربانيانو د شمېر په هکله خلک خبرونه واوري نو طبعي خبره ده چي د المان اولس خواښينه کيږي ولي چي پدغه ستونزه کي دالمان فوځ هم ښکېل دی.

زه پدې نظر يم چي الماني سرتيري بايد راوايستل سي. زما په فکر هغوی کولای سي چي خپله سياسي ستونزه پخپله هواره کړي.

په المان کي د کيڼ لاس ګوند ډي لينکه په افغانستان کي د الماني سرتيرو د دندې پر ضد ده. د نوموړي ګوند يو مشر ډيټمار بارچ وايي: دغه بل شی نه بلکه جګړه ده چي په ترڅ کي يې اولسي خلک او الماني سرتيري وژل کيږي. د قرباني سوي الماني سرتيرو شمېر اوس تر دېرشو رسيږي. موږ نه سو کولای چي دغه دنده نوره پر مخ بوزو. ولي چي حالات کړکېچن سوي دي.

د هر وژل سوي الماني سرتيري سره دالمان پر حکومت فشار زياتيږي. په اصل کي الماني سرتيري زيانمن دي. پداسي حال کي چي د تېر بريد يوه اونۍ لا نده پوره سوې، پرالماني سرتيرو يو بل بريد تر سره سوی دی.