1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د اسخباراتو د رياست مرستيال وژل شوی دی

۱۳۸۸ شهریور ۱۱, چهارشنبه

په لغمان کي د يوه ځانمرګی ګوزار په پيښه کی د افغانستان استخباراتو د رياست د مرستيال او د دغه ولايت د ولایتي شورا د مشر په شمول 23 کسه وژل شوی.

https://p.dw.com/p/JNjo
په مهترلام کې ۲۳ کسه وژل شوي ديانځور: AP

د دغي پيښۍ مسولیت طالبانو په غاړه اخيستي دی.

دغه پيښه نن دلغمان دولايت په مرکزکي ، يو ه جومات ته نژدی شوي او څنګه چي درويتر دخبررسولو دآزانس په يوه رپوټ دسیمۍ ديوه چارواکی دخولي څخه نقل قول کیږی ، په وژل شو کسانو کي د افغانستان استخبارتو څانګي مرستيال عبدالله لغماني د لغمان ولایت ولایتي شورا مشر، د والی دد فتر منشی او زیات شمير نور ولایتی مامورین شامل دی. د ټولو وژل شو کسانو شمير تر اوسه 23 کسه ښودل شوي او لږ تر لږه 40 کسه نور په دغه پيښه کی ټپيان شوی چی ددغه ولایت په بيلا بيلو کلینیکونو کی تر درملني لاندی دی.

داسي ګومان کيداي شی چی د دغه ځانمرګي ګوزار هدف هم دافغانستان داستخباراتو د څانګی مرستيال عبدالله لغمانی وژل و. دی خپل ښار میترلام ته راغلي و چي يو ځانمرګی ده ته نژدی ځان په هوا الوزولي دي.
د دغي پيښی مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی او څنګه چی دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد څرګنده کړيده ، ځان قربانونکی عبد الجبار نوميده.

په افغانستان کی دملګرو ملتونو دټولنی دخا ض استاذی مرستیال Peter Galbraith ددغي پيښی په هکله خپله سخته خواشيني ښودلی او وايی چی دغه راز يو عمل هغه هم دروژی په میاشت کی دجمات وموخي ته هيڅکله د زغملو وړ يو عمل نشی بلل کیدلاي ، او دا به يو څرګنده خبره چي د افغانستان د ولس پرګني د دغه راز اعمالو څخه کرکه لري، ځکه دوی پخپل هیواد کی سوله او ثبات غواړي.

ضيا فضلی
کتونکی: يحيی وردک