1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د اوبه او برېښنا وزير د آلمان په بن ښار کې

نسيم صابر۱۳۸۴ دی ۲۲, پنجشنبه

د افغانستان د اوبه او برېښنا وزير اسمعيل خان څه موده مخکې د آلمان په بن ښار کې دی تر څو د تلپاتې يا نوې انرژۍ په يو سيمينار کې ونډه واخلي. هغه په يو مطبوعاتي کنفرانس کې د خپل دغه سفر مهم ټکي راپه ډاگه کړل او د آلمان او افغانستان تر منځ دوستي او د آلمان مرستې يې رښتينې وبللې. بيا يې جوته کړه چې آلمان د افغانستان ټولو وزارتونو سره مرسته کوي خو د اوبو او برېښنا په ساحه کې د ماهيپر، سروبي او همداراز د چک وردک له برېښنا ب

https://p.dw.com/p/DMq1
انځور: DW

ټيو سره 72 Mio ډالره مرسته شوې ده.

دا يې هم جوته کړه چې افغانستان هغه هېواد دی چې په نړۍ کې تر ټولو لږه برېښنا لگوي، په دې مانا چې يوازې هر شلم وگړی له برېښنا څخه گټه پورته کوي.

د افغانستان د برېښنا شبکه اويا په سلو کې زيانمنه شوې ده او اوبه او تودوخه يوازې لويو ښارونو ته رسېږي.
په دې سبب افغانستان له گاونډيو هېوادونو څخه برېښنا اخلي، په شمال کې د کندز لپاره له تاجکستانه، د مزار شريف لپاره له ازبکستانه او د شبرغان او اندخوي لپاره له ترکمنستانه، په داسې حال کې چې هرات ته له غربي گاونډي ايران څخه برېښنا انتقالېږي. دغه تگلاره د اسمعيل خان په وينا غوره شوې ده تر څو يو سالم رقابت منځ ته راشي او په دې طريقه نرخونه لا پسې ښکته شي.

خو د افغانستان سهيل او ختيځ د دوی په قول تر اوسه پورې بې برخې پاتې دی. هڅه به دا وي چې لومړی له شمال څخه پلازمينې کابل ته برېښنا ورسوي او له دې لوري بيا لوگر، پکتيا او جلال آباد ته.
دا په داسې حال کې چې په فرياب کې د بېلگې په توگه اويا په سلو کې برېښنا بټۍ بېرته رغول شوي دي.

دغه ستراتژي به په لنډمهال کې د افغانستان اړتيا پوره کړي خو په اوږد مهال بايد نوې لارې چارې وپلټل شي ځکه يې د آلمان دغه نوښت او کنفرانس ارزښتمن وباله ځکه چې د اسمعيل خان په وينا افغانستان يو غرنی هېواد دی چې بادونه په کې لگېږي او لمر په کې کې 300 ورځې په کال کې ځلېږي.
له دې طبعيي امکاناتو څخه د برېښنا د توليد په منظور هم گټه پورته کېدای شي.

تر څو افغانان د لمر او باد د انرژۍ نوی تخنيک له آلمانانو څخه زده کړي د افغانستان د برېښنا وزير وړانديز وکړ چې په کابل کې دې يو د دغې نوې ټکنالوجۍ يو څېړنيز مرکز پرانستل شي او افغاني محصلين دې د آلمان په پوهنتونونو کې زده کړې پيل کړي

د برېښنا په ډگر کې ټاکلو موخو ته د رسېدلو په منظور آلمان د شپږ سوو مليونو ډالرو د ورکړې ژمنې کړې ده په داسې حال کې چې د اسمعيل خان په وينا څلور نيم مليارډو يورو ته اړتيا ده.

د بحث موضوع يو ناڅاپه بدله شوه کله چې يو له حاضرو خبريالانو څخه په پارلمني ټاکنو کې د پخوانيو مجاهدينو د بريايتوب په اړه وپوښتل، اسمعيل خان په غبرگون کې ټول افغان ولس مجاهد وباله او دا يې زياته کړه چې جهاد ضرور جگړې ته نه وايي بلکې زده کړې، بيا رغونې او د قلم جهاد ته هم.