1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د خپلواکی 92 مه کالیزه

۱۳۹۰ مرداد ۲۸, جمعه

تاریخ پوه او لیکوال حبیب الله رفیع:امان الله خان د خپلواکۍ د تر لاسه کولو وروسته لس کاله په خپلواکه نظام باندي واکمني وکړه. دلته یې تمدن راوست، دلته یې د علم مرکزونه جوړل کړل، مطبوعات یې پراخ کړل، اساسي قانون یې جوړ کړ

https://p.dw.com/p/12K4l
افغانستان: د خپلواکی د ساتلو لپاره پیاوړی پوځ ته اړتیا ده
افغانستان: د خپلواکی د ساتلو لپاره پیاوړی پوځ ته اړتیا دهانځور: DW

له نن څخه پوره نهه لسیزي او دوه کاله دمخه د افغانستان د آزادي غوښتونکو خوځښت چې مشري یې امیرامان الله خان کوله له انګریزانو څخه خپله خپلواکۍ تر لاسه کړه او افغانستان یې په ۱۲۹۸ هجري لمریز کال کې د یوه خپلواک هیواد په توګه اعلام کړ.
د دغې ورځي د تاریخي ارزښت او همدا راز د سیمي پر ملکونو د افغانستان دخپلواکۍ د اغیزو په باب په کابل کې زمونږ همکارمیرویس جلالزي له افغان مورخ او لیکوال استاد حبیب الله رفیع سره مرکه کړي:
دویچې ویله: استاد رفیع، که مهرباني وکړي وویاست چې په هغو کلونو کې چې افغانستان خپلواکي واخیسته ایا په سیمه کې نور آزادي غوښتونکي خوځښتونه هم موجود ول که یوازي افغانانو د آزادي غوښتونکو د سر لښکري هیواد په توګه خپل نوم ثبت کړ؟
حبیب الله رفیع: کله چې افغانستان په ۱۹۱۹ کال کې د خپلي آزادۍ اعلام وکړ، دا داسي وخت ووچې نه یوازي په منطقه کې آزاد هیوادونو شتون نه درلود بلکي د انګریزانو امپراطوري دومره پراخه وه چې لمرنه پکې ډوبیده، نو د افغانستان د خپلواکۍ اعلام د سیمې دهیوادونو او موجودو خوځښتونو لپاره د آزادې طلبي په برخه کې یو زیری شو، یو لار ښود شو او همغه وو چې له دې وروسته په منطقه کې د آزادي غوښتونکي غورځنګونه پیاوړي شول، په هندوستان کې د انګریزانو پر ضد جګړه تنده شوه .
دویچې ویله: کوم اصلي قوتونو د افغانستان د خپلواکۍ په تر لاسه کولو کې برخه لرله او د آزادي طلبي انګیزه څه وه؟
حبیب الله رفیع: انګیزه خو دا وه چې انګریزانو دوه ځله هڅه کړي وه چې افغانستان د خپلي مستعمري په توګه ولري، یو ځل په ۱۸۳۹ کال کې د شاه شجاع په ملتیا چې بیا افغانانو مقاومت وکړ، او د دوي اولس زره لښکر تباه شول او بیا په ۱۸۷۸ کې بیا هڅه وکړه چې افغانستان استعمار کړي چې بیا په ۱۸۸۰ کې یې په زرګونو سرتیري مړه شول په میوند او نورو سیمو کې تباه شول.
دویچې ویله: استاد، ایا د انګریزانو ظلم او تشدد د دې جنبش د پورته کیدولامل وو که ځيني نور عوامل یې هم تر شا پراته ول؟
حبیب الله رفیع: افغانانو اصلا په ټول تاریخ کې هیڅ ښکیلاک ته سر ندی ټیټ کړی، او انګریزان راغلل چې ښکیلاک مو کړي او بیا افغانانو ورسره جهاد وکړ اومات یې کړل په داسي حال کې چې هیڅ یوه هیواد انګریزانو ته ماتي نه وه ورکړي.
دویچې ویله: ایا افغانانو بیا له دې خپلواکۍ نه مناسبه استفاده وکړه که څنګه؟
حبیب الله رفیع: بلي، اعلیحضرت امان الله خان د خپلواکۍ د تر لاسه کولو وروسته پوره لس کاله په خپلواکه نظام باندي واکمني وکړه او کافی ګټه یې ترینه پورته کړه، دلته یې تمدن راوست، دلته یې د علم مرکزونه جوړل کړل، مطبوعات یې پراخ کړل، د افغانستان د خلکو لپاره یې قانوني ژوند راوست، اساسي قانون یې جوړ کړ او نور پرمختګونه هم وشول.
دویچې ویله: ایا د افغانستان خپلواکي په سیمه کې نورو خپلواکۍ غوښتونکو خوځښتونو ته کومه انګیزه ورکړه که څنګه؟
حبیب الله رفیع: بلکل، د نورو هیوادونو لپاره د خپلواکۍ درس شو، کله چې هندوستان آزاد شو نو د هغې خپلواکۍ بنسټونه د افغانستان تر خپلواکۍ وروسته کیښودل سول.
دویچې ویله: ښاغلی رفیع د خپلواکۍ جشن نن په افغانستان کې یوځای په شاندارو مراسمو او ځیني ځایونه دمعمولي غونډو په جوړلو سره لمانځل کیږي ایا دغه جشن دوه نوې کاله وروسته نن د لمانځلو ارزښت لري؟
حبیب الله رفیع: بلکل دغه جشن د لمانځلو وړ دی، او ارزښت یې لري چې باید ولمانځل شي، دا د افغانانو او نړۍ لپاره ویاړ دی، افغان ملت باید دا جشن په ویاړ ولمانځي او د دې بري او فتحي یاد باید د ځوانانو په نسلونو کې ژوندی وي او همدا خاطرات دي چې زمونږ نسلونه د آزادۍ ارزښت ته متوجه کوي چې په ژوند کې به د چا غلامي و نه مني.

کابل/ میرویس جلالزی
کتونکی: عبدالباری حکیم