1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د دفاع وزیر او لوی درستیز استعفاوي کړي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۴, دوشنبه

په بلخ ولایت کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو تر خونړي برید وروسته، د دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهيم، له خپلو دندو استعفا کړې ده. دغه خبر ولسمشرۍ ماڼۍ د خپل تویتر پاڼي له لاري تائید کړی دی.

https://p.dw.com/p/2bmEa
Afghanistan Abdullah Habibi und Qadam Shah Shahim Bildkombo
انځور: picture-alliance/dpa/M. Sadiq/AP Photo/R. Gul

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د دواړو چارواکو استعفاوي د ولسمشر له خوا منل شوي دي. دغه چارواکي له هغه وروسته خپلي دندې پرېږدي چې په بلخ ولایت کې پر شاهین قول اردو باندې د وسله والو طالبانو د تیرې اوونۍ په برید کې ۱۴۳ سرتیري او افسران ووژل او په لسونو تنه نور ټپیان شول.

د جمعې ورځې پیښه په وروستیو ۱۵ کلونو کې د افغان پوځ پر یوه مرکز باندې تر ټولو خونړی برید ښوول شوی دی. په دې ورځ په دوو پوځي موټرو کې سپاره طالب یاغيان له جعلي اسنادو سره ۲۰۹ شاهین قول اردو ته ننوتل او سخته مرګ ژوبله یې راواړوله.

په کابل کې د دوشنبې په ورځ د پیښې پر ضد مظاهره هم شوې ده. پر دې سربیره پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، چې تر دې مخکې به یې طالبانو ته د ناراضي ورونو خطاب کاوه او هغوی ته به یې د سولې په بهیر کې د شاملیدو بلنه ورکوله، وویل چې تر دې وروسته د دې ډلې غړي «ورونه» نه بولي.

د برید له پیلیدو سره د افغانستان د دفاع وزارت د وژل شویو کسانو شمیر یوازي اته تنه ښوولی وو، خو بیا وروسته روښانه شوه چې په برید کې تر۱۴۰ ډیر کسان وژل شوي دي.

د جمعې ورځي پیښه په وروستیو میاشتو کې پر داسې یوه ځای چې پکښې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي، دویم لوی برید دی. تر دې مخکې په مارچ په میاشت کې د داعش ډلې غړو په کابل کې پر پوځي روغتون باندي برید وکړ او د رسمي شمیرو له مخې یې ۴۹ تنه ووژل او ۷۶ تنه نور یې ټپیان کړل. خو ویل کیږي چې اصلي شمیر تر دې ډیر لوړ دی.