1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د راتلونكي ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره نوماند ډاكتر محمد نصير انيس سره مركه

۱۳۸۸ تیر ۲۵, پنجشنبه

د افغانستان د ۱۳۸۸ كال د ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره نوماند ډاكتر محمد نصير انيس په كال ۱۳۴۷ كې د لغمان په ولايت كې زيږيدلى پنځه اولادونه لري .

https://p.dw.com/p/Ir1V
د ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره نوماند ډاكتر محمد نصير انيسانځور: DW

انجنير ثريا دقيقي چې په ۱۳۴۰ كال كې د هرات په ولايت كې زيږيدلې د ډاكتر انيس د لمړي مرستيال په توګه نومول شوې او ډاكتر سيد امين اله چې په ۱۳۴۵ كال كې د كابل په ولايت كې زيږيدلى د نوموړي د دويم مرستيال په توګه نومول شوى .

ډاكتر محمد نصير انيس له دويچه ويلې سره د يوې مركې په ترڅ كې د افغانستان د اړوندو مسلو په هكله خپل د راتلونكي احتمالي حكومت دريځ داسي څرګند كړ.

دويچه ويله : ښاغلى ډاكتر محمد نصير انيس څرنګه چې پوهيږۍ په افغانستان كې بې امنيتي ، ځان وژونكي بريدونه ، سړي تښتونې زياتې شوي دي تاسې د برياليتوب په صورت كې به د امنيت په راوستلو كې څه پروګرامونه ولرئ ؟

انيس : په يقين سره چې بې ا منيتي د موجودې ادارې په وړاندې يوه ډيره لويه او مغلقه ستونزه ده خو الحمدالله مونږ د خپل د دوستانو او د نظر د خاوندانو په مرسته او د ټولنې مخالفينو، دودونو څخه د روان پيژندنې په بنسټ مونږ توانيدلي يو چې د امنيت د راوستلو په برخه كې يو ښه طرزالعمل جوړ كړو. مونږ په لمړي سره كې غواړو دا جوته كړو چې زمونږ مخالفين يا د دغې موجوده ادارې مخالفين څه غواړي ، مونږ له دوى سره په مذاكراتو كې كينو. د دوى سره خبرې كوو او د دوى هغه عمده ټكي چې دوى يې غواړي هغه له ولس سره شريكه وو او د اولس د نظرياتو په نظر كې نيولو سره كولاى شو هغه ته د حل لاره پيدا كړو، د دولت او د اولس تر منځ واټن كم شي او همچنان د خلكو اقتصادي ژوند ته وده وركړل شي او د خلكو د پوهې كچې د لوړولو په برخه كې څه كارونه وكړو نو انشااله د وخت په تيريدو سره به وكتل شي چې د جرمونو او برمته نيولو كچه راټيټه شي .

دويچه ويله : له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په اړوند څه امكانات وينئ ؟

انيس : خارجي قطعاتو ته وايم چې د تاسو موجوديت په افغانستان كې دوه دليله لري يو د نشه يي توكو موجوديت او دويم د تروريزم شتون يا القاعده . زه به خارجې قطعاتو ته يا واكمنانو ته دا وايم چې زه تاسې ته تظمين دركوم چې تاسو نور د افغانستان له خاروې څخه نه د تروريز او نه د نشه يې توكو د ګواښ سره مخامخ كيږي او خپل افغاني وروڼو ته هم دا وايم چې ما دوى ته دا ويلي چې تاسو راسره منئ او كه نه په يقين سره چې زما اولس زما سره مني او دا هم خپل اولس ته وايم چې كه چيرې تاسې له ماسره ومنل چې صحيح ده مونږه القاعده نه پريږدو او كوكنار نه كرو زه بيا په جرئت خارجيانو ته دريږم او وايم چې اوس څه زمونږ له خاورې څخه وځئ.

دويچه ويله : له مخالفو ډلو په ځانګړي توګه له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په هكله څه نظر لرئ ؟

انيس : په دې برخه كې زه غواړم دوه و موضوعګانو ته اشاره وكړم يو طالبان او بل القاعده . طالبان زمونږ وروڼه دي زمونږ خپل خلك دي طالبان زما سره كومه ستونزه نلري زه كولاى شم د طالبانو سيمو ته ولاړ شم زما خپل او خپل وان هلته ژوند كوي او د خداى په فضل او د قومي او مذهبي مشرانو په مرسته كولاى شم دوى سره خبرې وكړم .

دويچه ويله : د اقتصادي بحران د مخنيوي په برخه كې مو پروګرامونه څه دي ؟

انيس : اول داچې مونږ الحمدالله په افغانستان كې ښه كانونه ، زيرمې او ترانزيت لارې لرو په خواشينئ سره چې په دې هكله هيڅ كار ندى شوى كه شوې ده د يو محدودې ډلې په ګټه ملي ګټې په كښې په پام كې ندي نيول شوي خو تر دې د مخه چې كانونو ته ورسيږو د كانونو استخراج ډيرې پانګه ونې ته اړتيا ليدل كيږي ، تر دې د مخه چې ترانزيتي لارې په جوړولو پيل وكړو مونږ به ډير په خپل داخلي منابعو فوكس وكړو هغه منابعو باندې چې وكولاى شي تر يو وخته پورې وكولاى شي د خلكو يو څه اقتصادي ستونزې حل كړي . د كرهڼې په برخه كې هم ډير فوكس په بزګرانو باندې كوواو مونږ غواړو چې خپل زراعتي سيستم ميكانيزه كړو ، يعنې هغوى د ښه تخمونو په واسطه او د ښه وسايلو په واسطه خپل بزګران ، كرهڼې او مالدارۍ ته وده وركړو .

دويچه ويله : په ټوليزه توګه ستاسې بهرنى سياست به په كوم بنسټ ولاړ وي په ځانګړي توګه له ګاونډيو هيوادونو سره ؟

انيس : مونږ له ټولې نړۍ سره د ټولو ګاونډيو هيوادونو سره د وروولۍ دوستۍ او خبرې اترې او سوداګريزې معاملې به ولرو خو په دې شرط چې د افغانستان د وګړو ګټې او حيثيت په پام كې ولري. زه په خپل سياست كې هر هغه هيواد چې زه پې يوه شم چې افغانستان د خوار ، مظلوم ماشوم ، كونډې ، معيوب او معلول ګټو ته زيان نه رسوي هغه به ماته ډير نژدې مملكت وي . خپل ګاونډيو سره په معاملو كې د خبل له ګټو څخه امكان لري مونږ هغوى ته به د نورو په پرتله ډير سهولت رامنځ ته كړو.

دويچه ويله : د پاكستان او افغانستان تر منځ د ډيورند كرښه يوه ستونزمنه موضوع ده تاسې به د دغې ستونزې د حل په برخه كې څه دريځ ولرئ ؟

انيس : يقينآ زه هم يو افغان يم او په دې موضوع ښه پوهيږم، د ډيورند په تاريخ او داچې ډيورند بايد د چاوي او د چاسره وي خوبيا هم دا يو ملي موضوع ده او زمونږ حكومت په دې برخه كې دا تصميم لري چې په دې كې به مونږ د افغانستان د خلكو نظر او د افغانستان د خلكو تصميم ته لمړيتوب وركوو.او په ضمن كې مونږ د يو افغان حكومت په حيث خپل حق غواړو خو په داسې بڼه نه چې زمونږ د افغانستان وګړي ژوند له لاسه وركړي .

دويچه ويله : د شخصي رسنيو او د بيان د آزادۍ په اړوند څه فكر كوئ ؟

انيس : زه په خپلوخبرو كې رښتيا وايم او دا بايد ووايم چې د بيان آزادي په افغانستان كې ښه وده كړې او زه د خپلو آزادورسمي او غير رسمي مطبوعاتو څخه مننه كوم . دوى ډير ښه فعاليت كوي او كولاى شي د خلكو غږ ورسوي خو زمونږ په تګ لاره كې به يو څه توپير موجود وي خاصتآ د مطبوعاتو د شكل ، عمل او فعاليت په هكله . مونږ غواړو چې مطبوعات د اولس د هدفونو او مقاصدو په برخه كې كار وكړي مطبوعات بايد دافغانستان د خلكو د ښه روزنې په برخه كې كار وكړي يو مشترك قانون د مطبوعات به منځ ته راوړو . دا قانون به زما له نظره د افغانستان د خلكو عقايد ، عنعنات ، كلتور او فرهنګي مسايلو په وده وركولو كې ډيره ونډه واخلي.

دويچه ويله : د ښځو او نارينه و د برابر او مساوي حقونو په برخه كې څه نظر لرئ ؟

ډاكتر انيس : الحمدالله مونږ مسلمانان يو اوپه اسلام كې ښه حقونه ښځو او نارينه و ته وركړل شوي ، په دې هكله مونږ غواړو چې ښځو ته وده وركړو د هغوى ظرفيتونه او استعدادونو ته وده وركړو . د ښځو ونډه بايد زمونږ په حكومت كې د پاليسي ګانو د طرح كولو د ملي او بين المللي تصاميمو په نيولو كې بايد ډير مشهود او ډير واِضح وي زه ډير تاكيد لرم د افغاني ښځو په شوراګانو او د افغاني ښځو په موسساتو باندي زه به هغه شوراګانې چې په كليو او بانډو كې موجود دي او كه نه وي موجود زمونږ په تګ لاره كې شته چې بايد رامنځ ته شي .

دويچه ويله : څرنګه چې پوهيږئ په افغانستان كې بيلابيل قومونه ژوند كوي د دغو قومونو تر منځ د مساوي حقونو موضوع څرنګه څيړئ ؟

انيس : كه چيرې مونږ يو ملي رهبر ولرو او وكولاى شي خلكو ته قناعت وركړي خلكو ته قناعت وركول آسانه كار نه دى خو دا شخص بايد همدا ظرفيتونه او استعدادونه ولري چې د افغانستان مختلف قومونه پوه شي او خپل ګټې په دې شخص كې وويني نو د قومونو تر منځ به دغه شته مخالفتونه كم شي . بله موضوع چې زمونږ په تګ لاره كې راغلي دا ده چې د ځينې ولايتونو د شوراګانو سره خبرې وشي او د دوى د شوراګانو بڼې ته بدلون وركړو غواړو چې له خلكوسره خبرې وكړو چې مثلآ د قومونو په نوم شورا ګټه لري دې خاورې ته كه ګټه لري څه شى دى كه چيرې ګټه لري او مونږ پوه شو چې د دا شوراګانې د ملي وحدت د راوستلو لپاره كار كوي د اقتصاد د ودې لپاره كاركوي د ملي وحدت د راوستلو په لاره كې كار كوي يقينآ چې مونږ به له دغو شوراګانوسره مرستې وكړو او كه يې ګټه نه درلود خلكو ته به دا ووايو چې دغه شوراګانې د افغانستان د راتلونكي او حال لپاره څه ګټې نلري بايد په دغو شوراګانو كې يو څه بدلون راشي .

دويچه ويله : د چاپيريال ساتنې په اړوند پرمختګونه څرنګه ګڼئ او په دې برخه كې به ستاسې راتلونكي پروګرامونه څه وي ؟

ډاكتر انيس : په خواشينۍ سره بايد ووايم چې په دې برخه كې ډيركار ندى شوي خو انشااله زمونږ په راتلوكي حكومت كې مونږ به په دې برخه كې چې څرنګه نفوسو ته په مختلفو ځايونو كې ځاى وركړو په دې كې مشخص پروګرامونه لرو . په كابل كې بارانونه شته خاورې او دوړې شته دا ټول ښار ته د ننه راځي هم د خلكو روغتيا ته زيان رسوي او هم د ښار د اوسيدونكو روغتيا لپاره همچنان د ټرافيكود ډيرې ستونزې له امله د موټرونو د لوګي له امله د ځينو فابريكاتو په جوړولو كې ستندردونه په پام كې ندي نيول شوي زه غواړم چې دا ووايم چې په تيرو اوو كلونو كې د كابل د ښار د موټرونو د ګڼه ګوڼې په برخه كې يوه طرحه نه ده جوړه شوې چې مخنيوى وشي . انشااله مونږ له همدې ځاى نه شروع تر ډير ځايونو پورې ورته مشخص پروګرامونه لرو.

مرکه کونکی. بری پال

کتونکی. زيارمل