1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د راتلونکي ماموريت طرحه تصويب سوه

نجيب الله زیارمل (dpa, دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۱۵, چهارشنبه

د ناټو د ۲۸ غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د نړيوالو ځواکونو د نوي ماموريت طرحه تصويب کړه. ناټو دغه راز د افغان حکومت له خوا د اصلاحاتو د پيلولو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/18jo5
A general view taken on June 4, 2013 shows the opening of the North Atlantic Treaty Oorganization (NATO) defense ministers meeting at NATO Headquarters in Brussels. NATO is sending a team to Libya to look at the possibility of training its military, Secretary-General Anders Fogh Rasmussen said on June 4, some two years after NATO helped rebels oust Moamer Kadhafi.AFP PHOTO JOHN THYS (Photo credit should read JOHN THYS/AFP/Getty Images)
NATO-Verteidigungsministertreffen in Brüsselانځور: John Thys/AFP/Getty Images

د ناټو غړو هيوادونو په افغانستان کي د نوي ماموريت طرحه ومنله. ناټو وايي چي دغه ماموريت ئې جنگي نه دی.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۵) په بروکسل کي د دفاع وزيرانو تر غونډي وروسته وويل: «زموږ جنگي عمليات پاته رسږي.»

راسموسن وویل چي په افغانستان کي د نړیوالي ټولني د وروستیو لاس ته راوړنو او پرمختګونو د ساتلو له پاره باید په دغه هیواد کي سیاسي او اقتصادي پرمختګونه وسي. هغه ټینگار وکړ چي افغان حکومت باید په دوام داره توگه د ښې حکومتوالۍ د رامنځ ته کولو، له اداري فساد سره مبارزه کولو، د بشري حقونو د تامینولو او دغه راز د شفافو ټاکنو د تر سره کولو له پاره تلاښ وکړي، چي نړیواله ټولنه يې ملاتړ وکړي.

تر اوسه پوري دا هم معلومه نه ده چي په څه شمېر سرتيري بايد افغانستان ته ولېږل سي يا هلته پاته سي. دا هم تر اوسه پوري معلومه نه ده، چي د ناټو د هغو ۲۸ غړو هيواونو او ۲۲ همکارو هيوادونو له ډلي څخه ئې کوم هيواد له ۲۰۱۵ کاله په افغانستان کي نوی ماموريت ته تيار دئ.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن د سه شنبې په ورځ ناوخته په بروکسل کي وويل: «زه له وزيرانو تمه لرمه چي هغه يو پلان طرحه کړي چي موږ ئې په افغانستان کي د عملياتو پلان گڼو، دغه پلان به د راتلونکي ماموريت د تنظيمولو له پاره يو چوکاټ جوړ کړي.»

«دغه ماموريت به جنگي ماموريت نه وي»
«دغه ماموريت به جنگي ماموريت نه وي»انځور: picture-alliance/dpa

تر اوسه پوري آلمان يوازنی هيواد دئ، چي دغه ماموريت ته ئې د تياری اعلان کړی دئ. د دغه هيواد د دفاع وزير توماس ديميزير څو مياشتي مخکي اعلان وکړ، چي که نور همکار هيوادونه په افغانستان کي نوي ماموريت ته لېوالتیا لري، نو آلمان به هم له ۶۰۰ تر ۸۰۰ تنو سرتيري افغانستان ته ولېږي.

د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير دا هم ويلي ول، چي د دغه نوي ماموريت د پيلېدو له پاره د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پريکړي او د افغان حکومت بلني ته اړتيا ده.

څو مياشتي وړاندي کله چي د دغه ماموريت د پيلېدو خبري راپورته سوې په بروکسل کي هم د ناټو له مرکزي دفتر څخه يوې سرچينې چي د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې له انترفکس خبري آژانس سره خبري کړي وې، ويلي ول:

«په افغانستان کي د ناټو د نوي ماموريت له پاره چي په پلان کي دئ تر ۲۰۱۴ کال وروسته پيل سي، دا به ډيره گټوره وي چي د دغه ماموريت د ملاتړ له پاره د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پريکړه له ځانه سره ولري.»

تر اوسه پوري په افغانستان کي د ۵۰ هيوادونو نزدې ۹۸۰۰۰ سرتيرو په جنگي ماموريت کي ونډه اخيستې وه.

په افغانستان کي د ناټو جنگي ماموريت په ۲۰۱۴ کال کي پای ته رسيږي او په پلان کي ده چي تر دغه کال وروسته د دغه هيواد ټول امنيتي چاري پخپله افغان امنيتي ځواک پرغاړه واخلي.

خو د پوځي چارو د کارپوهانو په اند افغان امنیتي ځواک تر اوسه لا د دې جوگه نه دئ، چي دغه ستر مسئوليت ته په يوازي سره اوږه ورکړي. د هغوی په اند افغان امنيتي ځواک څو کاله نور هم روزني او ملاتړ ته اړتيا لري.