1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د زريزي پرمختيايي موخو ته کتنه

۱۳۸۷ بهمن ۳۰, چهارشنبه

د 2000 م زيږديز کال په سپټمبر کي چي د ملګرو ملتونو په عمومي شورا کي د زريزي غونډه جوړه سوه، په افغانستان کي جګړه روانه وه او له همدې امله يې ونسوای کړای چي د زريزي د پرمختيايي موخو د ټاکلو په بهير کي ونډه واخلي...

https://p.dw.com/p/Gqj6
انځور: AP

د افغانستان د ملي پرمختيايی تګلارې په پراخه چوکاټ کې د زريزې پرمختيايي موخې

دافغانستان دولت د زريزې اعلاميه او د زريزې پرمختيايي موخې د 2004زيږديز کال په مارچ کې تصويب کړه. افغانستان، چې دوه لسيزې يې د جګړې له امله له لاسه ورکړې، اړ وو چې سيمه ايزو شرايطو ته په پام سره په نړيوال مهال ويش او معيارونو کې بدلون راولي. پاتې نړيوالې ټولنې د زريزې موخې داسې تعريف کړې چې د 1990کال د شميرو او معيارونو له مخې به يې تر 2015م کال پورې تر لاسه کوي. د لاسه وتليو لسيزو او د معلوماتو د نشتوالي له امله، افغانستان د زريزې د پرمختيايي موخو د لاسته راوړنې لپاره د 2002- 2005شميرو او معيارونو ته په پام سره 2020م کال ټاکلي دي.

د سختې بې وزلۍ، خراب روغتيايي حالت او لوږې سره سره افغانستان د امنيت نشتوالي، تر ټولو غټه ستونزه ګڼي. په همدې خاطر افغان دولت د سولې او امنيت او د نورو موخو په لاسته راوړلو کې اهميت ته په پام سره د زريزې پر نړيوالو پرمختيايي موخو، د امنيت ښه والي د نهمې موخې په توګه ورزيات کړې دئ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو د پرمختيايي مرستې چوکاټ داسې تنظيم شوي چې د افغانستان د ملي پرمختيايي تګلارې له لارې له ملي لومړيتوبونو سره مرسته وکړي. په افغانستان کې د زريزې پرمختيايي موخې به د افغانستان د زريزې د پرمختيايي تګلارې بنسټ جوړوي.

افغانستان په تاريخي نړيوال مشارکت کې ستر پرمختګ کړي دي: د بُن تړون، په ټوکيو او برلين کې شوې ژمنې، د لندن او بالاخره د پاريس غونډه. افغانستان دغو موخو ته د رسيدو لپاره پراخه د وړاندوينې وړ او دوامداره نړيوالې مرستې ته اړتيا لري.

په افغانستان کې د زريزې د موخو لاسته راوړنه يوازې يو پرمختياي هدف نه بلکې د هيواد، سيمې او نړۍ د امن لپاره يو ضرورت دي.

نن به موږ تاسو ته د افغانستان په مخ کې د اجرأ لپاره د ايښيودل شويو موخوڅخه د يوې بلې موخې په هکله خبرې وکړو او وبه ګورو چې دغه موخې تر کومه ځايه اجرأ شوي دي؟

.د ماشومانو د مړينې کمول

د (څلورمې موخې) په توګه د ماشومانو د مړينې کمول په ګوته شوي دي.

- افغانستان د نړۍ يو له هغو هيوادنو څخه دي چې ډير کوچنيان او تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان په کې مري. يوازې په انګولا، لايبيريا او سيراليون کې له افغانستان نه ډير کوچنيان او ماشومان مري.

- په پام کې ده چې د 2003 زيږديز کال په پرتله به د کوچنيانو او تر پنځه کلونو کم عمره ماشومانو مړينه تر 2015 زيږديز کاله پورې په سلو کې 50 او تر 2020 زيږديز کاله پورې دوه پر درې را ښکته شي.

- که څه هم د معافيتي کمپاينونو او په پلرونو او ميندو کې د ماشومانو د ښې ساتنې په هکله د پوهاوي او د روغتيا ساتنې د ښه کيدو له امله د تر پنځه کلونو کم عمره ماشومانو مړينه کمه شوې خو د نويو زېږېدونکو ماشومانو د مړينې د لوړې کچې له امله په عمومي توګه د ماشومانو د مړينې کچه لوړه پاتې شوې ده.

په دې هکله د افغانستان د روغتيايي چارو د وزارت وياند ښاغلي ډاکټرعبداله فهيم وايي:

- په افغانستان کې تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان اکثراً د انتاني ناروغيو لکه نس ناستي، د تنفسي انتاناتو او داسې ناروغيو له امله چې په واکسين سره يې مخه نيول کيداي شي مري.

-د ماشومانو د روغتيا په ستونزو کې د پاکو اوبو کمي او خرابه روغتيايي ساتنه هم ستر لاس لري ځکه چې زياتره وګړي پاکو اوبو او د روغتيايي ساتنې اسانتياوو ته لاسرسي نه لري.

- ماشومانو ته د واکسينونو ورکړه، ډيره شوې خو په ښاري سيمو، په ځانګړې توګه غټو ښارونو کې د کليوالو سيمو په پرتله ډيره زياته شوې او په دې توګه په حيرانوونکې توګه د ماشومانو مړينه په ښاري سيمو کې د کليوالو سيمو په پرتله په سلو کې 20 ټيټه ده.

په دې اړه دننګرهار ولايت د عامې روغتيا ريس ډاکټر اجمل پرديس په دغه ولايت کې د ماشومانو دمړينې د مخنيوي په لړ کې د ّخو په اړه وايي:

«له نيکه مرغه د ننګرهار په ولايت کې د نويو روغتيايي کلينيکونو په جوړولو سره د ماشومانو په مړينه کې کموالي راغلي دي، ددريو کلونو په موده د داډول کلينيکونو او روغتيايي مرکزونو شمير 104 ته لوړ شوي . دغه راز موږ د زيږونو لپاره هم د نجونو او ميرمنو لپاره روزنيز مرکزونه جوړ کړي چې په هغو کې زيات شمير قابلې روزل شوي او په زيږونو کې له ميندې او ماشوم سره طبي مسلکي مرسته کوي.»

د زريزې افغاني پرمختيايي موخې او شاخصونه په دې ډول په ګوته شويدي:

- له 2003 زيږديز کال نه تر 2015 زيږديز کاله پورې تر ۵ کلنۍ کم عمره ماشومانو مړينه بايد په سلو کې 50 راټيټه شي، او تر 2020 زيږديز کاله پورې يې د 2003 کال کچه دريمې برخې ته راټيټه کړاي شي.

په دې کې بايد

- تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو د مړينې کچه راټيټه شي.

- د تي رودونکو ماشومانو د مړينې کچه راټيټه شي

- د هغو يو کلنو ماشومانو تناسب لوړ شي چې د شري واکسين ورکړاي شوي وي

ددغو موخو د اجرأ لپاره اوس په ټول افغانستان کې کار روان دي خو داچې د روانې جګړې سره سره به دغه هيواد څومره په دې بريالي شي، د وخت خبره ده.