1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ستراتيژۍ په هکله سخت اختلاف موجود دی

۱۳۸۹ شهریور ۳۱, چهارشنبه

هغه کتاب کي چي د دوشنبې په ورځ خپريږي د افغانستان د ستراتيژۍ په هکله د جمهور ريس بارک اوباما او د هغه د نژدې مشاورينو او همکارانو ترمنځ نظر سخت اختلاف بربنډونه کوي.

https://p.dw.com/p/PJTn
په هلمند کي امريکايي عسکر د عملياتو پر مهال
په هلمند کي امريکايي عسکر د عملياتو پر مهالانځور: AP

د کتاب نوم دی: د «اوباما جګړې». د هغه ليکونکي د متحده ايالاتو يو ډير پخواني او سابقه لرونکي ژورنالست Bob Woodward دی.

په دې اثر کي هغه د اوباما او دهغه د نژدې مشاورينو د خولي څخه مستقيم نقل قول کړی دی.

ددغو نقل قولوڅخه معلوميږي چي په سپينه ماڼۍ کي د افغانستان د ستراتيژۍ په هکله چي جمهوررييس د تيرکال په ډسمبر کي اعلام کړه تر اوسه پوري اختلافات څونه ژور سوي.

د دغه کتاب متن تر خپرېدو د مخه د متحده ايالاتو د خبري رسنيو په اختيار کي ورکړل سوي.

د کتاب په يوه برخه کي راغلي دي چي، جمهورريس اوباما په افغانستان کي د « ملت جوړوني» چي په انګريږي ژبه ورته Nation-Buildung د متحده ايالانود هڅو د دوام په تلاښ کي نه دی.

د واشنګتن پست ورځپاني د رپوټ له مخه چي د کتاب ليکوال Woodward ورته څو لسيزي کار کړي، په خپل کتاب کي د اوباما د خولې ويل سوي دي: « زموږ ټولي هڅي بايد په دې لاره کي وي چي څنګه کولای سو هلته خپل شتون کرار کرار پای ته ورسوو».

د هغه له خولې په بل ځاي کي نقل قول سوی چي:« دا زموږ د ملي امنيت په ګټه ده. په دې برخه کي د خو او مو دپاره ځاي نه شته!».

په کتاب کي د متحده ايالاتو د جمهورريس د خولې ويل سوي دي چي وايي: «موږ بايد يو پلان ولرو چي څنګه د افغانستان د ماموريت څخه لاس واخلو او د هغه ځای څخه ووزو.»

اوباما د تيرکال په ډسمبرکي پرېکړه وکړه چي 30 زره نور سرتيري افغانستان ته واستوي ترڅو هلته د بغاوت لړۍ ته د پاي ټکی کيږيدي او له دې سره يې اعلان وکړی چي د 2011 کال په جولای کي به امريکايي سرتيري د افغانستان څخه بيرته په وتلو پيل کوي.

د کتاب ليکونکی Woodward د تير کال په ډسمبر کي د ستراتيژۍ د اعلان تر مخکه د دفاع وزير رابرت ګېټس او د بهرنيو چارو وزيري هليري کلينټن سره د جمهورريس اوباما ليدنو کتنو ته ګوته نيسي او وايي چي جمهورريس د پنتاګون غوښتنه چي 40 زره سرتيري افغانستان ته واستول سي، رده کړه.

د واشنګتن پست ورځپاڼه ليکي چي په کتاب کي راغلي دي چي اوباما د 2009 کال په اکتوبر کي ګېټس ته په خطاب کي وويل: « زه نه غواړم چي هلته لس کاله پاته سم. زه نه غواړم چي هلته په اوږده موده کي د ملت جوړوني په فکر کي اوسم. زه نه غواړم هلته يو تريليون ډالره مصرف کړم.»

د نيويارک تايمز ورځپاڼي، چي هغي ته د دوشنبي په ورځ د Woodwardد کتاب متن يې تر لاسه کړی رپوټ ورکړی چي په هغه وخت کي پر اوباما باندي په داسي حال کي چي هغه د خپل زغم او پراخي حوصلي په خاطر ډير مشهوردی، زيات فشار راوستل سو چي بالاخره بايد تصميم ونيسي.

د نيويارک تايمز ورځپاڼي د رپوټ له مخه، يو وخت خبره دې سرحد ته ورسېده چي هغه يعني اوباما ولاړسو او په غوصه يي وويل: « زه به دا کار وکړم.»

داسي ښکاري چي له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د ايستلو لپاره د 2011 کال د جولاي ضرب الاجل ټاکل په متحده ايالاتنو کي د کورني سياست دپاره د ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه سوي وي.

کله چي د دغي نيټي په هکله پوښتنه وسوه، اوباما د جمهوريت غوښتونکو سناتور Lindsaey ته وویل: « زه باید ووایم چي نه غواړم دا داسي جګړه وي چي پای ونه لری. زه نه سم کولای چی ټول ډیموکراټ کوند د هغې قرباني کړم.»

خو د اوباما د دا ډول ضرب الاجل د ټاکلو سره سره نه ډیموکراټان خوښ دی او نه هم جمهوريت غوښتونکي. ډیموکراتان هغه تت او مبهم بولی او جمهوريت غوښتونکي هغه ډیر زیات مشخص.

سپیني ماڼۍ د Bob Woodward د کتاب په هکله چی دغه بربنډوني يې کړي دي، تر اوسه پوري تبصره نه ده کړې.

آژارنسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل