1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ستونزي حل د شانگهای سازمان د لاري کيدای سي

۱۳۸۹ آذر ۳, چهارشنبه

د روسيې د امنيت شورا مرستيال ولاديمير نظروف په هندوستان کي ويلي دي چي د شانگهای د همکارۍ سازمان د افغانستان په موضوع کي فعال رول درلودلای سي.

https://p.dw.com/p/QH6z
په تاجکستان کي د شانګهای د همکاريو د سازمان د هيوادونو مشران او ولسمشر کرزی
په تاجکستان کي د شانګهای د همکاريو د سازمان د هيوادونو مشران او ولسمشر کرزیانځور: AP

د نظر په خبره د افغانستان په اړه خبري د هغوی د غونډي مهمه برخه جوړول. نظر هندوستان ته د دواړو هيوادونو د امنيت شورا د نوبتي مصلحتي غونډي دپاره تللی.

د هغه په خبره په غونډه کي د دواړو خواو له خوا دا ويل سوي چي اوس په افغانستان کي يو غير منطقوي دولت دی.

« په ورته وخت کي روسيه او هندوستان بايد په دې اړخ کي د افغانستان سره نژدې اړيکي وساتي، ځکه چي موږ د افغانستان گاونډيان یو او د هغوی سره مو د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته هم سرو کار سته.»

هغه دغه راز زياته کړې چي دواړه هيوادونه غواړي چي په افغانستان کي د جنگي ماموريت تر ختمېدو وروسته هغه هيواد يو باثباته، سوله ايز او خپلواک هيواد پاته سي.

د روسيې د امنيت شورا د مرستيال په خبره د شانگهای د همکاريو سازمان په افغانستان کي د ثبات د ټنگولو د پاره ډير لوی کار کوي.

« خو موږ اوس د څارونکو هيوادونو لکه پاکستان او هندوستان څخه هم هيله کوو چي په دې لاره کي کار وکړي.»

هغه وايي « فکر کوم چي د افغانستان ستونزي به يوازي او يوازي د شانگهای د همکاريو سازمان د لاري حل سي.»

د شانگهای د همکاريو سازمان غړي د روسيې، چين، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او قزاقستان هيوادونه دي.

ددغه سازمان د څارونکو غړيتوب هندوستان، ايران، منگوليا او پاکستان لري.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم