د افغانستان د سخت ماموريت په خاطر پرنوې ستراتيژي بحثونه
۱۳۸۸ بهمن ۱۶, جمعهورسره سم يې د دغې پوځي ټلوالې د مالي چارو په برخه کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه . گيټس په دې ډول د ناټو په سږنۍ بودجه کې لږ تر لږه 700 مليونو يورو کموالي ته اشاره کوي . سربېره پر دې د افغانستان د اردو دپاره تقريبا يو مليارډ يورو کمې دي .
دجرمني ددفاع وزير کارل تېودور څو گوتنبېرگ هم مالي ستونزي مني . خو آلمان خپلو کړو ژمنو ته د ده په وينا غاړه ږدي :
«جرمني داسي يو وړانديز کړی چې بايد اوس له بوندستاگ يا ولسي جرگې څخه تېر شي . هغه دا چې د روزونکو شمېر بايد څلور چنده شي . زه فکر کوم دا داسې يو وړانديز دی چې د منلو وړ دی . موږ له اوس 280 تنو روزونکو څخه د هغه شمېر 1400 تنو ته لوړوو چې دا زموږ لخوا يوه مهمه ونډه ده.«
په افغانستان کې پوځي ماموريت ډېر لگښتونه غواړي چې له امله يې بايد د ناټو غړي هېوادونه سږ کال لا ډيري پيسې برابري کي . خو د اضافي پيسو مقدار به د مارچ دمياشتي په پای کې اعلانيږي . د ناټو وياند جيمس اپاتورای د استانبول د غونډي په خوا دغه څرگندوني وکړې. خو د ادارو او بودجې د طرز العمل په برخه کې هم سمښتونه پکار دي .
د ناتو عمومي مشي راسموسن به د اپاتورای په وينا پر دې يوه څېړنه کوي چې آيا د ناتو د اډو شمېر هم کمېدای شي که نه . سږ کال تقريباً دوه نيم مليارډو يورو ته اړتيا ده چې د تېر کال په پرتله 40 فيصده زياتوالی پکښې راغلی دی .
د آلمان د بهرنيو چارو پر وزير گيدو وېستروېله باندي په تېره بيا په آلماني رسنيو کې نيوکي شوې وې، ځکه چې د پخلايني او افغاني ټولني ته د ادغام په هدف يې طالب جنگياليو ته د پيسو د ورکړي خبره کړې وه . د لندن د کنفرانس په ترڅ کې ددغه وړانديز څخه يوه مشخصه پروژه جوړه شوه. د نورو هېوادونو تر څنگ به جرمني په راتلونکو پنځو کالونو کې 10 مليونه يورو برابروي . د استانبول تر غونډي مخکې د ناټو عمومي منشي دغه وړانديز د سولې دپاره يومهم گام او يوه ضروري پانگونه وبلله:
«په افغانستان کې ډېر خلک نه د مذهبي او نه د ايديالوژيکي عواملو له مخې جنگيږي . هغوی هرومرو په ايديالوژيک لحاظ له افغان حکومت او يا نړيوالو ځوکونو سره مخالفت نه لري . هغوی د پيسو په بدل کې د طالبانو په خوا جنگيږي، تر څو د ژوند کولو دپاره پيسې وگټي او هغوی له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي. موږ هغوی ته د ژوند د يوې نوي لاري د غوره کولو پېشنهاد کوو.«
د افغانستان په هکله د لندن د کنفرانس له پرېکړې سره سم به د افغان عسکرو او پوليسو شمېر د 2011 کال تر پايه پوري تقريبا درې لکو کسانو ته لوړ شي . په بدل کې به ناټو په ټول هېواد کې د امنيت چاري ورو ورو افغانانو ته وروسپاري . خو د ناټو د اټکل له مخي يوازي د پوليسو د روزني په برخه کې 2400 روزونکي کم دي .
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په جنوب کې د ناټو او افغان امنيتي ځواکونو د گډو عملياتو د پيلېدو مخکې يو گواښ رامنځته شوی دی. تقريبا زر تنه طالب جنگيالي د هلمند ولايت په مارجه ولسوالۍ کې راټول شوي دي، چې په مقابل کي به يې ډېر ژر عمليات شروع کيږي .
اندرې سورين/ نسيم صابر
کتونکی : محمد قاسم نوري