د افغانستان د سولي د عالي شورا پلاوی پاکستان ته سفر کوي
۱۳۹۱ آبان ۲۲, دوشنبهافغان چارواکو خبر ورکړی دی چې نن به یو جگپوړی افغان پلاوی پاکستان ته سفر وکړي تر څو د سولې او د بیا پخلاینې په اړه خبرې اترې وکړي او پر دې سربیره به له طالب مشرانو سره د لیدلو غوښتنه وکړي. د افغانستان د سولې د عالي شوری یوه تن چارواکي امین مظفري د المان خبري آژانس ته ویلي دي:
«د افغانستان د سولې د عالي شوری یو ۱۲ کسیز پلاوی پاکستان ته سفر کوي تر څو د بیا پخلاینې د بهیر په اړه خبرې اترې وکړي. په دغه پلاوي کې د مختلفو سیاسي اړخونو استازي گډون لري او مشرې یې صلاح الدین رباني کوي.»
دغه چارواکي زیاته کړې ده چې دغه درې ورځنی سفر شپږ میاشتې تر مخه پلان شوی وو او مشرتابه په پلان کې لري چې له پاکستان څخه وغواړي چې د اپوزیسیون هغو مشرانو (طالبانو) ته چې غواړي د سولې له پروسې سره شامل شي، زمینه برابره کړي او د هغوې پر وړاندې سفري خنډونه له منځه یوسي.