1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د سولي شورا له ملا برادر سره د ليدلو له پاره پاکستان ته ځي

نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آبان ۸, چهارشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د بريتانيا د لومړي وزير ديويد کامرون په کوربه توب په لندن کي موافقه کړې ده چي د افغانستان د سولي د عالي شورا چارواکي به په پاکستان کي له ملابرادر سره وګوري.

https://p.dw.com/p/1A8tC
انځور: RICHARD POHLE/AFP/Getty Images

د درو سرو هيوادونو مشرانو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اکتوبر۲۹) په څلورمه درې اړخيزه غونډه کي خبري اتري وکړې. د افغانستان د جمهوري رياست د راپور له مخي په دغه غونډه کي په سيمه کي د سولي ټينګولو، له تروريزم سره مبارزه او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاريو په اړه خبري اتري تر سره سوي دي.

د افغانستان جمهوري رياست دغه خبري اتري «موثري» بللي دي. افغان چارواکو مخکي ويلي ول چي ولسمشر کرزی د پاکستان له لومړي وزير څخه غواړي چي له ملابرادر سره د خبرو زمينه ورته برابره کړي. ملا برادر چي يو وخت د طالبانو د مشر ملا عمر تر ټولو نژدې سړی بلل کېدی په دې وروستيو کي د پاکستان له یوه زندان څخه آزاد سو.

د افغانستان د جمهوري رياست دفتر په ويب پاڼي کي د لندن د غونډي په اړه ويل سوي: «د درو سرو هيوادونو مشرانو د سولي په بهير کي د پاکستان پر رول باندي خبري کړي دي او پر دې باندي سره سلا سوي دي چي د افغانستان د سولي د عالي شورا غړي دي په نژدې راتلونکې کي پاکستان ته سفر وکړي او له ملا برادر سره دي وويني.»

له زندان څخه د ملا برادر آزادېدل د سولي په بهير کي د مرستي له پاره د افغان حکومت يوه غوښتنه وه. خو افغان چارواکو وروسته بيا وويل چي د طالبانو دغه پخوانی مشر تر آزادېدو وروسته بيا هم د پاکستان حکومت تر سختي څارني لاندي دی.

افغان چارواکي په دې باور دي چي ملا برادر کولای سي چي له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو له پاره زمينه برابره کړي، خو تر اوسه پوري معلومه نه ده چي د طالبانو دغه پخوانی باوري کس په دغه ډله کي اوس څومره رول او نفوذ لري.

افغان حکومت په وارو وار له پاکستاني چارواکو څخه غوښتي دي چي د سولي په ټينګولو او د طالبانو له مشرانو سره د خبرو اترو د زمينې په برابرولو کي همکاري وکړي. افغان حکومت دغه راز پر پاکستان باندي نيوکي کوي چي د دغه هيواد په قبايلي سيمه کي د ترهګرو د پناه ځايونو د له منځه وړلو اقدام نه کوي.

د افغانستان د جمهوري رياست دفتر زياته کړې ده چي په دغه درې اړخيزه ليدنه کتنه کي، افغانستان او پاکستان پر دې باندي موافقه کړې ده چي د تروريزم د پناه ځايونو په له منځه وړلو کي به يو له بله سره همکاري کوي.

د جمهوري رياست د راپور له مخي، پاکستان دغه راز په افغانستان کي د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د امنيت د ټينګښت په برخه کي د افغان حکومت د ملاتړ خبره کړې ده.