1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د سولي له پاره، د پاکستان او امریکا تلاښ

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ آذر ۱۹, چهارشنبه

په جگړه کې وروستي پرمختگونه ښيي چې امریکا متحد ایالات غواړي له ترهگرۍ سره په مبارزه کې له پاکستان سره گډ کار وکړي، خو پاکستان هم په بدل کې د خبرو اترو میز ته د طالبانو د راوستلو ژمنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1E1pC
انځور: AFP/Getty Images/F. Naeem

د افغانستان، پاکستان او متحدو ایالاتو تر منځ نزدې او له اعتماده ډکې اړیکې په سیمه کې القاعدې او طالبانو ته د ماتي ورکو له پاره تر تولو اړینه موضوع ده. په داسې حال کې چې درې سره هیوادونه اوس هم یو پر بل باندي اعتماد نه لري، په تیره اوونۍ کې د دوی ترمنځ همکاري د یو څه بریا سبب شوه.

امریکایي ځواکونو د پاکستاني طالبانو يو لوی چارواکی چې یو کال دمخه یې په افغانستان کې نیولی وو پاکستان ته وسپاره. ویل کیږي د القاعدې دوه تنه مشران هم په پاکستان کې وژل شوي دي. له بلې خوا پاکستاني طالبانو هم ویلي دي چې امریکایي ځواکونو یې «په افغانستان کې» پر پټنځایونو باندې بریدونه ډیر کړي دي.

افغانستان او پاکستان یو پر بل باندې یاغیانو ته د پټنځایونو د ورکولو تورونه لگوي. پاکستاني او افغان طالبان یو د بل متحدان دي خو دواړي ډلي بېل اهداف لري. دواړي ډلي هڅه کوي چې پخپلو هیوادونو کې دولت ړنگ او واک ته ورسیږي.

یوه پاکستاني چارواکي، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې امریکا متحدو ایالاتو ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال رحیل شریف، د سفر پر مهال هغه له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې ژمنه کړې ده چې که واشنگټن د پاکستاني طالبانو په ځپلو کې مرسته وکړي نو اسلام آباد به د کابل او افغان طالبانو د خبرو اترو له پاره لاره هواره کړي.

دغه چارواکي زیاته کړې ده: «اوس، امریکا متحد ایالات د پاکستان د دغي ژمني پر اساس اقدام کوي چې که د پاکستان د پوځ دښمنان له منځه یووړل شي، نو پاکستان به د افغان طالبانو له راضي کولو سره مرسته وکړي.»

دغه چارواکي چې د رویترز په رپوټ کې یې نوم نه دی اخیستل شوی ویلي دي: «د القاعدې پر ضد په بریدونو کې ډیروالی د امریکا او پاکستان تر منځ د نزدې تکتیکونو په معنی دی. خو دا یوازي تکتیکي اقدامات دی، نه عمیق ستراتیژیک بدلون. په ټولیزه توگه اوس هم اعتماد لږ دی.»

د پاکستان د لا خوشحاله کولو له پاره، په همدې اوونۍ کې د امریکا متحدو ایالاتو کانگرس د پاکستان پوځ ته په ۲۰۱۵م کال کې د یوه میلیارد ډالرو مرستو په اړه رای اچونه کوي. خو د دغو مرستو ۳۰۰ میلیونه برخه به د هغو شواهدو په وړاندي کولو پوري تړلې وي چې وښيي پاکستاني پوځ د حقاني شبکه ځپلې ده.

په وروستیو وختونو کې افغانستان او پاکستان یو له بل سره د اړیکو د ښه کولو هڅې کوي. افغان او پاکستانی دولتي مشرانو په لندن کې سره وليدل. تر دې دمخه افغان ولسمشر محمد اشرف غني، پاکستان ته تللی وو، چې هلته ئې تود هرکلی وشو. کارپوهان او سیمه ییز چارواکو د لندن کنفرانس پر مهال د شریف او غني لیدنه په سیمه ییزو همکاریو کې یو پرمختگ بولي.

ولسمشر غني تر اوسه پوري د طالبانو پر وړاندې خپله رسمي کړنلاره اعلان کړې نه ده. خو داسي ښکاري چې اوس کابل غواړې انتظار وباسي چې ایا د اسلام آباد او واشنگټن تر منځ خبري اتري به کومي پایلې ولري او که نه.

افغان حکومت ویلي دي چې اسلام آباد ته د پاکستاني طالبانو د بندیانو د لیږدولو په اړه ورسره مشوره نه ده شوې، خو د سولې د عالي شورا یوه غړي، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه اقدام کیدای شي د اعتماد ټينگولو سره مرسته وکړي.

له بلې خوا یوه پاکستاني چارواکي ټینگار کړی دی چې هر څه په دې پورې اړه چې ایا پاکستان کولای شي چې افغانې طالبان د خبرو اترو میز ته راولي او که نه. دغه چارواکي زیاته کړې ده: «تر اوسه پوري امریکا په دې باور دی چې د دې کار کومي نخښي نه لیدل کیږي.»