1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د سولي له پاره ملاعمر يو مهم کس دی

۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

د څيړونکو په آند د امريکا متحده آيالات د طالبانو سره په خبرو بوخت دي، خو تر ټولو ستره ننګونه دا ده چي د طالبانو مشر ملا محمد عمر سره به په افغانستان کي د سولي د پروسي پر سرکومي معاملي تر ورسيږي.

https://p.dw.com/p/11fOg
د افغانستان او پاکستان دپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانگړی استازی مارک گروسمن
د افغانستان او پاکستان دپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانگړی استازی مارک گروسمنانځور: picture alliance/dpa/dpaweb

افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ ويلي ول چي افغان دولت او بهرني هيوادونه د طالبانو سره په خبرو بوخت دي، په تيرو لسو کلونو کي دا لومړی ځل دی چي په رسمي ډول د طالبانو سره د خبرو اترو تاييد کيږي.

خو ډ يپلوماتان وايي چي، دا خبري لا په لومړنۍ مرحله کي دي، په پاکستان کي د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته افغان ولسمشر خپله توجه د طالبانو سره سياسي حل لاري ته اړولې ده.

خو د طالبانو د مشر ملاتړ تر لاسه کول د سولي په پروسه او د قدرت په ويش کي تر ټولو مهم دي. تر دې وړاندي د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د ملا عمر پر سر لس ميليونه ډالره ايښودل سوي ول. خو د هغه د اوسيدو ځای لا تر اوسه يو معما ده، داسي اټکل کيږي چي کيدای سي هغه په پاکستان کي پټ اوسي.

د پاکستان يوه څيړونکي او ليکوال امتيازګل فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي چي د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي مارک ګروسمن تيره مياشت د ملا عمر د ځای د معلومولو په اړه د مرستي غوښتنې کړې وه.

هغه وايي:« ګروسمن ماته ويلي ول چي د امريکا متحده ايالات د داسي کسانو په لټه کي دي چي هغوی ملا عمر ته لاس رسی ولري.»

هغه زياته کړه:« زه فکر کوم چي د امريکا متحده ايالات پر دې غور کوي چي د افغانستان د سولي له پاره ملا عمر يو مهم کس دی، يو امريکايي چارواکي ماته ويلي، موږ نه غواړو چي هغه له مخه ليري کړو، موږ دي ته ډير ليواله يو چي د هغه سره خبري وکړو.»

د ډير وخت راهيسي د ملا عمر په اړه دا خبري کيږي چي هغه د پاکستان په کويټه ښار کي ژوند کوي، خو پاکستان پر دې خبره ټينګار کوي چي د هغه د اوسيدو په اړه کوم معلومات نه لري.

ډير څيړونکي په دې آند دي چي په پاکستان کي د امريکايي پوځونو په لاس د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته ښايي ملا عمر خپل ځای ته تغير ورکړی وي.

د بن لادن تر وژل کيدو وروسته د افغانستان څارګري ادارې هم ويلي ول چي په کوټه کي ملا عمر « د خپل پټنځای » څخه لا درکه سوی دی، خو دا يې نه وه روښانه کړې چي پر کوم لور خوځيدلی.

لويديځوال او افغان چارواکي وايي چي د طالب مشرانو سره د خبرو اترو د چينل د پيداکولو کولو تر کوښښونو وروسته ښايي پاکستان هم دې په دې نازکو شيبو کي مرسته ته چمتو وي.

يو افغان چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط فرانس پريس ته ويلي:« په تيرو څو مياشتو کي د اړيکو په څه رنګوالي کي ډير بدلون راغلی، هغوی يعني پاکستانيان اوس په ښکاره توګه وايي چي دوی په افغانستان کي يو مهم رول لوبولای سي.»

په ښکاره ډول طالبان پر دې خبره ټينګار کوي چي دوی به د سولي کومو خبرو اترو ته غاړه کښېنږدي تر څو چي بهرني ځواکونه د افغانستان څخه ونه وزي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي: « موږ دا خبره مخکي هم کړې او په کراتو مو ويلي چي موږ د امريکا د متحده ايالاتو سره په کومو خبرو اترو بوخت نه يو.» خو دالمان د دير شپيګل مشر مجلې څه موده وړاندي ليکلي ول چي د ملا عمر يو نږدې کس طيب آغا سره امريکايي چارواکو خبري اتري کړي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل