1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د طبيعي زېرمو د استخراج د پاره 200 کمپنيو زړه ښه کړی دی

۱۳۸۹ تیر ۱۰, پنجشنبه

د افغانستان د کانو او صنايعو وزارت وايي چي دلندن د کنفرانس څخه يې هدف د افغانستان د کانونو د استخراج دپاره يې د بهرنيو کمپني را بلل وه.

https://p.dw.com/p/O7Xq
بهرني جيولوجيستان په افغانستان کي د طبيعي زېرمو د کشفولو پر مهال
بهرني جيولوجيستان په افغانستان کي د طبيعي زېرمو د کشفولو پر مهالانځور: AP

تيره جمعه په لندن کي يو کنفرانس رابلل سو تر څو د افغانستان د طبيعي زېرمو د استخراج د پاره خپله ليوالتيا وښيي.په کنفرانس کي شاوخواد 200 کمپنيو استازو گډون کړی و.

د افغانستان د کانو وزارت په دې لټه کي دی تر څو په لومړی قدم کي داسي کمپنۍ پيدا کړي چي اوس مهال يوازي د وسپني او نفتو د زېرمو څخه استخراج وکړي.

د افغانستان د کانو او صنايعو وزير وحيدالله شهراني تيره ورځ په کابل کي يوې خبري غونډي ته ويلي دي چي د لندن په کنفرانس کي د افغانستان د طبيعي زېرمو پر استخراج باندي بحث سوی.

د شهراني په خبره د لندن په کنفرانس کي د افغانستان د نفتو او گازو د حوزو په اړه چي د آمو دريا، افغان تاجيک، کټواز او هلمند حوزې دي مالومات ورکړل سوه.

د نوموړي په خبره په 2011 کال به د قندز د نفتو او گازو حوزه نړيوالي داوطلبۍ ته وړاندي سي چي، لومړي کارونه يې پيل سوي هم دي.

شهراني وايي چي، د لندن په کنفرانس کي د افغانستان د تر مځکي لاندي زېرمو د حجم ، موقعيت او کيفيت په اړه و استخراج کونکو شرکتونو ته مفصل مالومات ورکړل سول.

د کانواو صنايعو وزارت چارواکي وايي چي د افغانستان د طبيعي زېرمو ارزښت زرهاو مليارده ډالرو ته رسيږي ولي ددې اندېښنه هم سته چي ددې پرځای چي دغه زېرمي د افغانستان د خوشبختۍ سبب سي د افغانستان خلک نور هم د بدبختۍ خواته کش نه کړي.

تيره اونۍ افغان ولسمشر حامد کرزي خبر داری ورکړی و چي، که د افغانستان طبيعي زېرمي په شفاف ډول سره استخراج نه سي ددې هيواد دبختۍ سبب به و گرځي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی. زيارمل