1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ماليې وزارت د عوايدو د لږوالي راپور رد کړ

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۱۶, دوشنبه

د افغانستان د مالیې وزارت هغه راپورونه رد کل چي ګويا په ۲۰۱۳ کال کې يې تر پلان شوي عاید۲۰ سلنه لږ پيسې ترلاسه کړي دي. دا په داسي حال کې ده چې دغه هیواد په ۲۰۱۳ کال کې مالیات په ښه ډول راټول کړي ول.

https://p.dw.com/p/1Alh5
انځور: AP

رویترز خبري آژانس د افغانستان د ماليې وزارت د وياند عبدالقادر جېلاني په حواله داسي راپور خپرو کړی دی چي ګويا: «داسي اندېښې موجودي دي چې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان یوار بیا پر شا ولاړ شي او د دې هیواد اقتصادي وده به ودریږي.»

خو جېلاني له دويچه ويله سره په يوه ځانګړې مصاحبه کي د رويترز خبري آژانس دغه راپور رد کړ او زياته يې کړه چي دغه خبري آژانس دغه معلومات له کوم ويب سايت څخه اخيستي دي. هغه وويل: «بايد ووايم چي زموږ ټاکل سوی هدف ۱۱۴ ميليارده افغانی وو او له نيکه مرغه موږ وکولای سوای چي ۱۱۱،۸ ميليارده افغانۍ موږ عوايد ولرو. په دې سره نو موږ ويلای سو چي تقريباً خپل هدف ته رسېدلي يوو.»

پلان شوې ده چې ټول نړیوال جنگي ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد امنیتي مسوولیتونه به په خپله افغانانو ته وسپارل شي. له بلي خوا د هغه تړون پر سر هم د کابل او واشنگټن تر منځ ترينګلتيا رامنځته شوې ده چې له مخې یې له۸۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ تر منځ امریکايي ځواکونه ته په افغانستان کي د حضور زمينه برابريږي.

ډیری افغانان او کارپوهان په دې نظر دي چې که ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي نو دغه هیواد کېدای شي یوار بیا له ډیرو ستونزو سره مخامخ شي او په تیرو لسو کلونو کې شوي پرمختگونو ته به هم ګواښ پيښ وي.

جېلاني په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان د عوایدو لېږېدو ته په اشاره سره وویل: «رسنیو د خلکو په منځ کې [د ۲۰۱۴ کال په اړه] تشویش رامنځته کړ او پانگوالو په افغانستان کې له پانگوني څخه ډډه وکړه چې د یو شمیر ستونزو د رامنځته کیدو لامل شو.‌»

د ۲۰۱۲ کال په پرتله د عوایدو ډېرېدل

که څه هم افغان حکومت په ۲۰۱۳ کال کې تر خپل ټاکل شوي هدف ۲۰ سلنه لږ پیسې ټولي کړي دي، خو بیا هم په دې کال کې د افغان حکومت عواید د ۲۰۱۲ کال په پرتله ۱۵ سلنه ډېر ول.

اوس هم د افغان حکومت د بوديجې ډیره برخه د نړیوالو مرستو له لاري تمویلیږي. يو شمېر کارپوهان او نړیوال مرستندويه هیوادونه په دې نظر دي چې په افغانستان کې د اداري فساد موجودیت د دې سبب کیږي چې د دغه هیواد عواید ډیر راکښته شي.

افغانستان د نړۍ د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې د اداري فساد کچه پکې ډیره لوړه ده. نړیوال بانک ويلي دي چې په افغانستان کې د خراب مدیریت او د مالیاتو په راټولو کې د ادارې فساد موجودیت د دې سبب کیږي چې د دې هیواد عواید هم لږ شي.

له بلې خوا بیا د مالیې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني، ټینگار کړی دی چې افغان حکومت په وروستیو وختونو کې د مالیاتو د راټولولو میکانیزمونه قوي کړي دي او په ۲۰۱۴ کال کې د دغو میکانیزمونو د لا قوي کیدو تمه لري: «په تیرو درو کلونو کې موږ پر خپلو عوایدو باندې تمرکز کړی دی، موږ خپل کارمندان روزلي دي او د ظرفیت پر لوړیدو مو کار کړی دی.»

د مالیې وزارت دغه چارواکي ویلي دي چې هغه د ۲۰۱۴ کال له پاره خوشبینه دی، ځکه په خبره يې په دې کال کې به افغانان د خپل هیواد مسوولیتونه پرغاړه واخلي.

په ۲۰۱۴ کال کې به د حکومت بودجه د تیر کال په پرتله لوړه شي ځکه په دې کال کې افغان حکومت د افغانستان د ټولو برخو امنیتي مسوولیتونه پر غاړه لري.