1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د مسلې بری په نړۍ کي د ناټو د حيثيت لپاره ډير اړين دی

۱۳۸۷ آبان ۲۲, چهارشنبه

د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل په ناټو کي د آلمان د ونډي په اساسي وينا کي ټينګار وکړی چي د جرمني د 4500 عسکرو پاته کيدل به په افغانستان کي تر هغه پوري دوام ولري څو دغه هيواد ټينګ او مطمين سي

https://p.dw.com/p/Ft2c
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل د ناټو په غوڼده کي د وينا پر مهال
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل د ناټو په غوڼده کي د وينا پر مهالانځور: AP

. په دې توګه ميرکل د قيدسوي مودې له يادولو څخه ډډه وکړه.خو په راتلونکي کي دا د افغانستان له حکومت څخه د زياتو اړيکو او روښانه کړنلاري غوښتونکې ده د ساري په ډول د مخدرو توکو د توليد پر ضدمبارزه کي.

ميرکل وايي:«موږ بايد په دې بريالي سو، چي افغانستان هم خپلو هيلو ته ورسيږي او لکه څنګه چي يې په سياسي لحاظ غوښتنه کيږي، دغه پرګنې بايد پر خپلو پښو ودريږي.»

انګيلا ميرکيل به د امريکا د راتلونکي ولسمشر سره د جرمني د حکومت د علاقې وړ موضوع یعني د امنيت د شبکې په هکله خبري وکړی. یعني په افغانستان کي د پوځ او ملکي مرستو د يوځای کولو په هکله. ميرکل، پر دې هيڅ ونه غږيده چي کيدای سي اوباما، د افغانستان لپاره د نورو عسکرو د ليږلو غوښتنه وکړي او يا هم د افغانستان لانجمن سهيل ته د آلماني سرتيرو د ليږلو غوښتنه وکړي.ميرکل، بله موضوع د روسيې په نسبت ويني، او په دې کي شک نه لري چي د جرمني حکومت چيري لومړيتوب لري.

هغه وايي:«دلته ددې امکان نسته چي د اطلس د چاپيريال په امنيتي ملګرتوب يرغل وسي. زه دا خبره تل په خپلو خبرو کي له خپلو روسي ملګرو سره هم کوم. دا ډول هڅي لا کلونه وړاندي نه دي بريالۍ سوي. او په راتلونکي کي به هم بريالۍ نه سي.»

ميرکل، ټينګار وکړی چي روسيه د آلمان لپاره يو اړين ملګری دی. د آلمان د دفاع وزير فرانس يوزيف يونګ، د روسيې پر ولسمشر نيوکه وکړه چي د اوباما، د ټولټاکنو په ورځ يې په کالينينګراد کي د لنډ واټن راکټونو د ځای پر ځای کولو اعلان وکړی. دا په غلط وخت کي يو غلط زيګنال و. دی بيا ددې طرفداره دی چي د ناټو او روسيې شورا ترمنځ هغه خبري چي د ګرجستان له جګړې سره سړې سوي وې، له سره ونيول سي.دلته کيدای سي د امريکا د پلان سوي هوايي چتر په اړه توپيرونه هم له منځه وايستل سي.

په راتلونکي زيږديز کال کي ناټو خپله شپيتمه کليزه لمانځي اوميرکيل وايي چي دا بايد د لس کاله مخکي زړې عقيدې پر بنسټ نه وي.« زه دا له دې امله مهمه ګڼم چي په راتلونکي سرمشريزه کي يوه نوې ستراتيژيکه مفکوره وړاندي سي څو په يوويشتمه پيړۍ کي موږ ته روڼوالی راکړی، چي د ناټو راتلونکي دندي چيري دي.»