1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د نوی کابينی لست پارلمان ته وړاندی شوی دی

۱۳۸۸ آذر ۲۸, شنبه

هغه لست چي د رويتر د خبري آژانس لاس ته ورغلي دي ښيي چي د نوي کابيني کابو نيمايي وزيران بدل شوي يا په هغي کي تعديل راوستل شوي دی

https://p.dw.com/p/L8nY

د نړيوالو خبري آژانسونو د رپوټونو له مخي، جمهور رييس حامد کرزي د خپل نوي حکومت کابيني لست پارلمان ته نن وسپاره. داسي ويل شوي دي چي کرزي غواړي د پخواني کابيني لوړ پوړي تکنوکرات وزيران وساتي، خو ځيني ديپلوماتان وايي چي کرزي د کابيني زړي څيري يواځي له سره نيوي کړي دي.

. مخکي له دي چي دغه کابينه په رسمی توګه ومنله شي، هر نومول شوی وزير بايد د ولسي جرګي اعتماد لاس ته راوړي.

کرزی د لويديځو مشرانو له خوا تر فشار لاندی دی چي خپل حکومت د فاسدو عناصرو څخه پاک کړي. هغوی نوي کابيني ته د اداري فساد او اختلاس پر ضد د مبارزي لپاره د کرزي د ژمنو د لومړي آزمويني په سترګه ګوري چي آيا رښتيا هم په کابينه کی هغه کسان شته چي پر هغو باندي د غوره حکومتوالي اعتماد کيداي شي که نه.

په کابل کي د امریکا متحده ايالاتو د سفارت وياندي، کيتلين هايدن رويتر ته په خپلو جملو سره دا موضوع داسي ياده کړه: « مونږ يو رسمي اعلان ته انتظار باسو او وبه وينو چي آيا د کابيني لپاره نومول شو کسان د ښه حکومتوالي او بشپړتيا او مسلکي توب څخه نمايندګي کوي.»

هغه لست چي د رويتر د خبري آژانس لاس ته ورغلي دي ښيي چي د نوي کابيني کابو نيمايي وزيران بدل شوي يا په هغي کي تعديل راوستل شوي دی، خو د پخواني کابيني ډير لږ کسان په خپلو پخوانيو پستونو کي پاتي دي. همدا راز په کابينه کي د حکومت د مخالف اړخ څوک وجود نه لري.

د رويتر د خبري آژانس په رپوټ کي راغلي دي چي د حکومت د دري امنيتي ارګانونو ته يعني د دفاع وزرات، کورنيو چارو وزرات او د ملي امنيت د رياست په سر کي پخواني کسان بيرته نومول شوي دي. د دفاع وزير، عبدالرحيم وردک چي د متحده ايالاتو د دفاع وزير، رابرت ګيست څه موده مخکي له هغه ستانيه وکړه، ښايي په خپل مقام کي پاتي شي. همدا راز ويل شوي دي چي د کورنيو چارو او د ماليي اوسنی وزيران هم په خپلو څوکيو کي پاتي کيږي. دا دواړه هغه تکنوکراتان دي چي د واشنګتن له تأييد څخه برخه من دي.

د رويتر د خبري آژانس په رپوټ کي د افغان چارواکو له خولي داهم ويل شوي دي چي د بهرنيو چارو اوسنی وزير، رنګين دادفر سپنتا ښايي په خپل مقام کي د افغانستان تر کنفرانس پوري چي د جنوري په پاي کي په لندن کي دايريږي پاتي شي. هغوي دا نه ويلي چي هغه ولي له هغي وروسته دي له دغه مقام څخه ګوښه کيږي.

ځينو لويديځ ديپلوماتانو وويل، په نوي کابينه کي د پخوانيو لوړ پوړو وزيرانو ساتل د دي ويندويي کوي چي کرزي د باکفايتو او مسلکي کسانو په موندلو کي څومره له ستونزو سره مخامخ دی. نوي کابينه هغه وخت رسميت پيدا کوي چي د افغاسنتان له ولسي جرګي څخه د اعتماد راييه ترلاسه کړي.

رويتر/ عبدالباري حکيم

کتونکی: احمد ولي اڅکزی