د افغانستان د وروستيو پېښو غورچاڼ
۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبهاعلان
د ننگرهار ولايت په مرکز کې د ملکي وگړو د وژنې په خاطر د اټکل له مخې دوه زرو محصلينو يو سرک بند کړی دی چې له پلازمېنې کابل څخه پاکستان ته ځي. هغوی د امريکې پر ضد شعارونه ورکول. په هرات کې هم دغه ډول لاريونونه وشول، هلته په تېرو څو ورځو کې دېرش تنه ملکي وگړي وژل شوي دي. د کندهار په معروف ولسوالۍ کې پوليسو او ايتلافي ځواکونو په درې موټرو هغه مهال ډزې پيل کړې چې له پوستې څخه په سرغړونې يې سرعت لا پسې زيات کړی و. دا په داسې حال کې چې د آلمان پوځ د افغانستان په شمال کې ځای په ځای شوی دی چې له هغه ځايه د څارنې په موخه الوتنې بيا پيلوي.