1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ولسمشري ټاکنو نیټه وټاکل شوه

۱۳۹۱ آبان ۱۰, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16Zr7

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دې هیواد کې د ولسمشري راروانې ټاکنې به د ۲۰۱۴ کال د اپریل د میاشتې په پنځمه نیټه تر سره شي.

ولسمشر کرزي چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې په ټاکنو کې ګډون حق نه لري هغه ګمانونه رد کړي دي چې د امنیتي ستونزو او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له کبله به په دې هیواد کې ولسمشري ټاکنې وځنډول شي.

په پلان کې ده چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي نو له دې کبله د ټاکنو شفافیت د افغانستان د امنیت او ثبات له پاره ډیر مهم بلل کیږي.