1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د وگړو شمېر ۲۶ ميليونه ته ورسېد

۱۳۹۰ آبان ۳۰, دوشنبه

د افغانستان د احصايي مرکزي اداره وايي، چي د يوې سروې له مخي يې دا معلومه کړې ده، چي د هغه هيواد د وگړو شمير له ۲۴ نيم ميليونه څخه اوس شپږويشت ميليونه ته رسېدلی دئ.

https://p.dw.com/p/13E9l
«په افغانستان کي ډيري داسي سيمي سته چي هلته د نه امنيت په خاطر څوک ورتلای نه سي»
«په افغانستان کي ډيري داسي سيمي سته چي هلته د نه امنيت په خاطر څوک ورتلای نه سي»انځور: AP

د دغي ادارې چارواکو په کابل کي په يوه خبري ناسته کي وويل، چي په ۲۰۰۹کال کي د افغانستان د وګړو شمېر ۲۴ نيم ميليونه وه خو تازه سرشمېرني وښوده، چي دغه شميره ۲۶مليونه ده.

د افغانستان د وګړو د شمېر په اړه تر اوسه پوري ضد او نقيص راپورونه ورکول کېدل. ځينو به ويل چي دغه شمېره دوه دېرش ميليونه ده او ځينو نورو به د پينځه ويشتو ميليونو شاوخوا بلله.

د احصايې د مرکزي ادارې مشرعبدالرحمان غفوري د وينا له مخي، چي د وګړو د متوسطي ودي اندازه دوه اعشاريه درې سلنه ده په داسي حال کي چي د هغو ميندو په شمېر کي شپږ اعشاريه درې سلنه زياتوالی راغلی، چي اميدواره دي.

نوموړي وويل، چي په نوې شميره کي کوچيان هم شامل دي او د هغوئ شمېر د تيرو کلونو په پرتله د پام وړ نه دی زيات سوی او په پخواني ډول دي.

د غفوري په وينا چي افغانستان د ماشومانو د تولداتو له اړخه د جنوبي اسيا د نورو هيوادونو په پرتله په لوړ کتار کي ځای لري.

د احصايي د مرکزي ادارې مشر وويل، چي اوس افغانان کولای شي، چي دغو وګړو ته او شميرې ته يې په کتو سره خپل ژوند تنظيم کړي او د کورنيو اندازه وټاکي.

سر شمېرنه به له حکومت سره هم مرسته وکړي چي خپل عوايد او مصارف يې له مخي سم وټاکي، تر څو له زيات توپير څخه يې مخ نيوی سوی وي.

د غفوري په وينا د هغو ماشومانو شمېره اوه اعشاريه دوه ميليونه ده چي ښونځيو ته ځي او له دې جملې څخه څلورنيم ميليونه يې هلکان دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل