1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د کابينې ۴ وزيران استيضاح سول

اسماعيل شاکر/ کابل۱۳۹۲ فروردین ۱۲, دوشنبه

د افغانستان د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځي (۲۰۱۳کال د اپریل لومړۍ) عمومي غونډه د ۱۱ وزیرانو د استیضاح د څرنګوالي پر سر د وکیلانو ترمنځ د نظر د اختلاف له امله په ناندریو واوښته.

https://p.dw.com/p/187iC
Afghanistan parliament members vote for confidence or non confidence to the Cabinet nominations. Kabul, Afghanistan, 12.09.2012.Photo : DW/ Hussain Sirat
Afghanistan Mitglieder des Parlamentsانځور: DW

ځینو وکیلانو ویل چې د پخوانيو پریکړو له مخي ټول ۱۱ سره وزیران باید په یوه وار د استیضاح غونډي ته راوبلل شي، خو یو شمېر نور بیا په درو ورځو کې د دغو وزیرانو د استیضاح پلویان ول.

تراوږدو بحثونو وروسته په درو ورځو کي د ۱۱ وزیرانو د ورغوښتلو پریکړه وشوه چې د دوشنبې ورځي عمومي غونډي ته د اطلاعاتو و فرهنګ، کانونو، اقتصاد او سوداګرۍ وزیرانو د وکیلانو پوښتني ځواب کړې.

دغه وزیران ولسي جرګه ځکه استیضاح کوي چې خپله پراختیایي بودجه یې تر۵۰ سلنه هم لږ مصرف کړې ده.

د دوشنبې ورځي غونډي ته ورغلي وزیران د وکیلانو له سختو پوښتنو سره مخامخ شول. د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزی:

"زما اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، معدن وزیر او له دغو نورو وزیرانو څخه چې د استیضاح له پاره راغلي دي مشخص سوال دا دی، چي علت څه وو چې تر ۵۰ فیصده لږ انکشافي بودجه مصرف شوه؟"

خو دغو وزیرانو وویل زیاتره هغه پيسې چې د مرستندویه بنسټونو څخه ورسره ژمنه شوې وې په ۱۳۹۰ لمریز کال ورنه کړل شوې.

د سوداګرۍ وزیر ډاکټرانورالحق احدي وايي چي د پراختیايي پروژو په موخه له ورکړل شویو هغو پیسو څخه چې د مصرف پر وړاندي یې قانوني خنډونه نه ول ۶۸ سلنه مصرف کړي دي.

"له کومو پیسو څخه چې زموږ انکشافي پروژو ته په ۱۳۹۰ کال کې راکړل شوي وې او د مصرف په لاره کې یې قانوني موانع نه وه په ۱۳۹۰ کال کې د تجارت وزارت ۶۸ فیصده مصرف کړي دي."

ښاغلی احدي زیاتوي چې د خپل دریځ د اثبات له پاره له مالیې وزارت، نړېوال بانک، لويي څارنوالۍ او ښارجوړولو وزارت څخه اسناد هم لري.

دغه راز د کانونو وزیر وحیدالله شهراني هم وویل چې وزارت ته یې نزدې ۶۱ میلیونه ډالر بودجه ځانګړې شوې وه خو په دغو پیسو کې د ځينو نړېوالو مرستندویه بنسټونو څخه په ۱۳۹۰ لمریز کال کې ورنه کړل شوې.

په همدې توګه د اقتصاد او اطلاعاتو او فرهنګ وزیرانو هم پر خپل وخت د مرستندویه بنسټونو څخه د پيسو نه ورسیدل د دې لامل وباله چې پراختیايي بودجه له ۵۰ سلنه کمه مصرف شوې ده.

خو د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون مرستیال محمد عظیم محسني د وزیرانو ځوابونه د قناعت وړ نه بولي.
"د هغوی مصرف هماغه دی چې مخکې اعلان شوی او دلایل یې هم بې ځایه دي."

ټاکل شوې ده چې راتلونکو چهارشنبې او شنبې ورځو عمومي غونډو ته پاتي ۷ تنه وزیران هم د استیضاح په موخه ورشي او د ځوابونو تر اوریدو وروسته ټولو ته په یو وار د باور رایو صندوقونه ایښوول کیږي.