1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د کرکیټ لوبډله پاکستان کی لوبی ترسره کوی

۱۳۹۰ خرداد ۴, چهارشنبه

د افغانستان د کرکيټ لوبډله په پاکستان کي ده، ترڅو په دغه هيواد کي دري يو ورځيني لوبي تر سره کړي. دغه لوبي به په پاکستان کي د 2009 کال د مارچ څخه را په دي خوا لومړني نړيوالي لوبي وي

https://p.dw.com/p/11Ney
د افغانستان د کرکیټ لوبډله
د افغانستان د کرکیټ لوبډلهانځور: AP

د افغانستان د کرکيټ د لوبډلي کپيتان، نوروز منګل، د سه شنبه په ورځ ؤويل چي هيله لري پاکستان کي د افغانستان د لوبډلي يو ورځيني لوبي په دغه هيواد کي د کرکيټ د نړيوالو لوبو د يو ځل بيا پيليدو لامل شي.

د 2009 کال د مارچ د مياشتي را په دي خوا، افغانستان لومړني نړيوال د کرکيټ تيم دي چي په پاکستان کي لوبي تر سره کوي. په 2009 کال کي وسوالو کسانو په پاکستان کي د سريلنکا لوبډله تر بريد لاندي ؤ نيوله چي په ترڅ کي اته کسان ووژل شول او اوه نور په تپي حالت روغتونونه ته ؤ استول شول.

د دغي پيښي د رامنځ ته کيدو څخه را په دي خوا بهرنيو نړيوالو لوبډلو پاکستان کي د لوبو کولو څخه ډده کړي. پاکستان خو حتي مجبور شو ترڅو خپلي کورني لوبي هم د بيطرفه هيوادونو په ميدانونو کي تر سره کړي.

د سه شنبه په روځ د سريلانکا تيم هم پاکستان کي خپله پلان شوي لوبه فسخ کړه چي دغي موضوع د پاکستان هغه هيلي چي په دغه هيواد کي د نړيوالي لوبي يو ځل بيا تر سره شي له خاورو له منځه ويوړي.

د دي سره بيا د افغانستان د لوبډلي کپتان، نوروز منګل وويل چي غواړي په پاکستان کي د لوبو د ترسره کولو سره دغه هيواد سره مرسته وکړي. ده وويل: «زه هيله لرم چي يو ځل بيا په پاکستان کي نړيوال کرکيټ پيل شي.»

د افغانستان لوبډله به په پاکستان کي دري يو ورځيني لوبي تر سره کړي. د افغانستان د لوبډلي لوبي نن «چهارشنبه» په اسلام آباد کي پيليږي. د دغي لوبډلي راتلونکي دوه نوري لوبي به په فيصل آباد او راولپندي کي تر سره شي.

نوروز منګل په پاکستان کي د ځپلو لوبو په اړه وويل: «زه فکر کوم چي کرکيټ بايد د امنيت سره و نه تړل شي. امنيت اوس په ټولي نړي کي يو ستونزه ده. زه فکر کوم چي نړيوالي لوبډلي بايد پاکستان ته راشي او لوبي تر سره کړي.»

د افغانستان لوبډلي په ډير کم وخت کي د کرکيت په ډګر کي ډير لويي لاس ته راړني لري. د دغي لوبډلي کپتان، نوروز منګل، وايي چي د پاکستان د لوبدلي سره يو ورځيني لوبي ده ته ډيري مهمي دي.

ده وويل: «دا ډيره ښه خبره ده چي مونږ په پاکستان کي لوبي تر سره کوو. که څه هم مونږ د پاکستان د تر تولو لوي تيم سره لوبي نه کوو خو د کوم تيم سره چي مونږ لوبي ترسره کو هم شپږ يا اوه نړيوال لوبغاړي لري. مونږ پاکستان ته راغلي يو چي يو څه زده کړو او زه هيله لري چي دغه کار به تر سره کړو.»

منګل همدا راز په ICC غږ وکړ چي د افغانستان لوبډلي ته د لا ډيرو نړيوالو لوبو چانسونه ورکړي. ده وويل: «پاکستان کي زمونږ دغه لوبي مونږ ته دا چانس راکوي چي خپل توان ښکاره کړو، زه د ICC څخه غواړم چي مونږ ته د لوبو لا ډير چانسونه راکړي.»

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي/ بريښنا صابر