1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان راتلونکې په انتخاباتو پوري تړلې

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۷, سه‌شنبه

ملګري ملونه وایي چي د افغانستان را رواني ولسمشریزي ټاکني به د افغانانو په مشرۍ تر سره کیږي او دوی به هيڅکله پر حکومت خپلي غوښتني و نه تپې. په تیرو ټاکنو کي افغان حکومت دغه سازمان په انتخاباتو کي په لاس وهنو تورن کړی وو.

https://p.dw.com/p/18TKX
انځور: DW/Hosain Sirat

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر( یوناما) مشر یانکوبیچ نن د سه شنبه (۲۰۱۳ کال د می۷) خبریالانو ته وویل چی د افغانستان راتلونکی حالت د ټاکنو له څرنګوالي سره تړاو لري او دغه بهیر باید په خپله افغانان پخپلو هڅو بریاليتوب ته ورسیوي:

«دا ټاکني د افغانستان راتلونکې ته ډیري اړیني دي، زه د افغانستان خلکو ته د یوناما په استازيتوب وایم، چي دوی باید له دغه چانس څخه د خپلي راتلونکي د جوړلو له پاره کار واخلي او که هغوی دا فرصت له لاسه ورکړه نو لویه تیروتنه به یې کړې وي.»

د افغانستان را روانو ټاکنو ته که څه هم لا څو میاشتې په مخ کې دي خو سره له اوسه یې د روڼ والۍ او لوژستیکي امکاناتو په اړه اندیښنې راپورته شوي دي.

د حکومت سیاسي مخالفي ټلوالي وایې چي ښایي حاکم حکومت په ټاکنو کې د خپل نوماند په ګته لاس وهنه وکړي، خو د ملګرو ملتونو سازمان وايي د دوی او نړیوالي ټولني څارونکي به حکومتي مامورینو ته د ټاکنو په پروسه کې د مداخلي، ګوند او تنظیم پالني اجازه ورنه کړي.

د یوناما مسئول کوبیچ وويل: «هغه څه چې موږ ورباندي ټینګار کوو هغه دا دی چې د ټاکنو د پروسي اعتبار زیات کړي، د درغلیو د مخنیوي له پاره لازمي لاري چاري ولټول شي او تر څنګ يې د ټاکنو کورنۍ څارنه وشي او د بهرنیو څارونکو له خوا هم د ټاکنو پر بهیر څار موجود وي.»

د ښاغلي کوبیچ په وینا افغانان باید په خپله د ټاکنو بهیر څرنګوالی وټاکي او یوناما به د تیرو کلونو په څير مشورتي رول ولري، چي هغه لاري حکومت ته وښيي چې له مخې یې بي پرې ټاکني تر سره کیدای شي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې آیا د بهرنیو ځواکونو د شمیر له کمیدو سره سم به د ټاکنو امنیت خوندي وي که څرنګه؟
په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان وړاندوینه کوي چې دا ځل به سیاسي حالات ډیر بدل وي، دا به د بهرنیو ځواکونو د وتلو کال وي او دا ټاکني به د افغانستان راتلونکې ټاکي.

د ټاکنو کمېسیون د انتخاباتو د ورځي له پاره د رای ورکولو نږدې۷۰۰۰مرکزونه په پام کې نیولي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب