1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې او تاجيکستان ستر پوځي مانورونه

۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

روسیې او د پخواني شوروي اتحاد جمهوریت تاجيکستان د افغانستان سرحد ته څیرمه ستر پوځي مانورونه پیل کړي دي. یوه تاجيک پوځي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته دغه خبره تائید کړې ده.

https://p.dw.com/p/1IDHL
انځور: picture-alliance/Russian Look

د تاجيکستان د دفاع وزارت ویاند فریدون محمد علي زاده، ویلي دي چې په دغو پوځي تمریناتو کې ۵۰۰۰۰ تاجيک او ۲۰۰۰ روسي عسکر برخه لري. زیاته شوې ده چې په دغه ډله کې له روسیې څخه الوتکونکي او پراشوټي ځواکونه هم گډون لري.

نوموړي ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «په دغو پوځي تمیریناتو کې شاو خوا ۱۰۰۰ زره موټر، توپچي، او ۳۲ جنگي او ترانسپورتي الوتکې شاملې دي.» هغه زياته کړې ده چې دغه مانورونه به د اوونۍ تر پايه پوري ادامه ولري.

دا لومړی وار دی چې د روسیې د مرکزي نقطې عسکر په تاجيکستان کې پوځي تمرینونه کوي، چې دا کار د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د گډوډیو په هکله د مسکو ناکراري ښيي.

د تاجيکستان د دفاع وزرات ویاند په خپلو څرگندونو کې دا خبره تائید کړې ده چې په پوځي مانورونو کې گډون کوونکي د روسیې نور عسکر په تاجيکستان کې د روسيې د ۲۰۱ پوځي اډې دي.

تیر کال هم په دغه هیواد کې د ډله ایز امنیت سازمان ۲۵۰۰ عسکرو پوځي تمرینونه وکړل. د روسیې په مشرتوب په دغه پوځي بلاک کې ارمنستان، سپينه روسيه، قزاقستان، قرغزستان او تاجيکستان هیوادونه شامل دي.

د افغانستان شمالي ولایتونه په وروستیو کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو شاهد دي. په دغو ولایتونو کې د تاوتریخوالي زیاتیدل د افغانستان د شمالي گاونډیو له پاره د اندیښنې وړ دي.

د افغانستان او تاجيکستان تر منځ پر پوله چې ۱۳۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري تل نښتي رامنځ ته شوي دي. د رواني میاشتي په سر کې د تاجيکستان سرحدي ځواکونو دا خبره تائید کړه چې یو افسر او يو یاغي هغه وخت ووژل شول چې یوه وسله واله ډله له افغانستان څخه د تاجيکستان خاوري ور واوښتله.