1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان سفير په ايټاليا کې پرمختگونه راپه گوته کوي

۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۸, سه‌شنبه

په مطبوعاتو کې هره ورځ په افغانستان کې د بريدونو، وژنو او جگړو په اړه رپوټونه خپريږي. خو پوهاند موسی معروفي، په ايټاليا کې د افغانستان سفير، په هېواد کې د تېرو کلونو لاسته راوړنو ته له آلمان غږ راډيو سره په مرکه کې او همداراز د يوې مطبوعاتي خبرپاڼې د لارې يو ځغلنده نظر اچوي او په تېره بيا په هېواد کې مثبتو پرمختگونو ته کتنه کوي.

https://p.dw.com/p/DK9v
د اقتصاد په ساحه کې د بهرنيو بسپنو په مرسته بدلون راغلی دی
د اقتصاد په ساحه کې د بهرنيو بسپنو په مرسته بدلون راغلی دیانځور: AP
دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې ولس نن سبا له ترينگلو حالاتو څخه سر ټکوي او په حکومت کې تشو ته گوته نيسي او همداراز د دولت د مخالفينو د بريدونو ښکار گرځي. د دموکراسۍ او دولتي جوړښتونو په برخه کې د پوهاند معروفي په اند تر ټولو زياتې لاسته راوړنې شوي دي په تېره بيا د آزادو ټاکنو د لارې او په هېواد کې د قوو د وېش په برخه کې. د اقتصاد په ساحه کې د بهرنيو بسپنو په مرسته هم بدلون راغلی دی، خو شننونکي وايي چې پوښتنه کېدای شي دا وي چې پرته له بهرنيو مرستو څخه به افغانستان څنگه خپل اقتصادي ضرورتونه پوره کوي. د افغانستان سفارت په ايټاليې کې همداراز د ښوونې او روزنې، بنسټيزو جوړښتونو، عدالت او بشري حقونو وضعې ته په کتو سره يوه مثبته ارزونه کوي او په دې ډگرونو کې د ايټاليې مرستې هم ارزوي لکه د افغانستان د ملي اردو د عسکرو روزنه، د کابل او باميانو تر منځ د لويې لارې رغاونه او په هرات کې د سيمه يزې PRT د ډلې فعاليتونه.