1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان لانجه په بهرنيو ځواکونو نه بلکي د يو موثر دولت په جوړيدو سره حليدای سي

۱۳۸۸ مهر ۱۶, پنجشنبه

وروسته له هغه چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ميک کريسټال هغه هيواد ته د نورو ځواکونو د ورليږلو غوښتنه کړې کارپوهان وايي چي د لانجې حل د پوځي لاري نه بلکي د يو موثر افغان دولت په جوړيدو کيدای سي..

https://p.dw.com/p/K2AM
«ددوی دغه ټينګار چي په نظامي اړخ باندي يې کوي زما په فکر دوی به یوه ورځ پر دې باندي پښېمانه وي»
«ددوی دغه ټينګار چي په نظامي اړخ باندي يې کوي زما په فکر دوی به یوه ورځ پر دې باندي پښېمانه وي»انځور: AP

د کارپوهانو په اند هرڅومره ځواکونه چي افغانستان ته وروليږل سي د حل په لاره کي به مرسته و نه کړي لکه د بيا رغوني او د یو موثر دولت په جوړيدو سره چي کيدای سي. په افغانستان کي د سياسي چارو کارپوه مياګل وثيق هم په همدې نظر دی. هغه د دويچه ويلي راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کي خپل نظر داسي بيان کړی.

وثيق: د افغانستان لانجه د پوځي لاري نسی حل کيدای. زه فکر کوم چي هرڅومره پوځونه ډيريږي هغومره به ستونزه ډيريزي شايد تر يوځايه پوري خپلي ګټي ولري خو په هيڅ صورت سوله نسي راوستلای. زه فکر کوم چي په افغانستان کي که يو منظم دولت وجود ونه لري، قانون حاکم نه سي، د خلکو لپاره د منلو وړ نه وي او خلک ورڅخه حمايت و نه کړي د افغانستان لانجه نه حليږي.

دويچه ويلي: ولي کال په کال افغانستان ته د اظافي ځواکونو د ليږلو غوښتنه کيږي. آيا هلته اوس د دولت مخالفين دومره قوي سوي چي د شاوخوا يو لک بهرنيو ځواکونو په وړاندي د جګړې توان لري او کومه بله خبره ده.

وثيق: د دولت مخالفين مخکي دومره قوي نه ول خو اوس د مقاومت توانمندي لري او دا ورځ په ورځ ډيريږي. دا دوه عوامل لري. لومړی د افغان دولت کم واکي ښه يي او بل د خلکو ليريوالی دی چي د دولت څخه نيولی دی هغوی د دولت سره هيڅ ډول همکاري نه کوي. او بل په افغانستان مقاومت اوس ځکه ورځ تر بلي ډيريږي چي بهرنيو ځواکونو د خلکو احساسات راپارولي. دوی د خلکو کورونو ته بې اجازې ور ننوځي دوی بمبارۍ کوي چي په هغه کي دومره مخالفين نه دي وژل سوي لکه عام وګړي نو دا کارونه د خلکو احساسات راپاروي.

دويچه ويلي: ستاسو په افغانستان کي بهرني جنرالان لا ولي تر اوسه په دې نظر دي چي هلته بايد نور ځواکونه وليږل سي او دغه لانجه بايد د پوځي لاري څخه حل سي.

وثيق: ددوی دغه ټينګار چي په نظامي اړخ باندي يې کوي زما په فکر دوی به یوه ورځ پر دې باندي پښېمانه وي، ځکه دايې د حل لاره نه ده ددې ترڅنګ که دوي د ډيپلوماسۍ لاره غوره کړي. يعني په افغانستان کي په ريښتيا يو موثر دولت جوړ سي او بل ناټو بايد په دې وتوانيږي چي په رښتيا سره د سيمي هيوادونه دې ته را و پاروي چي د افغانستان د امنيت لپاره مرسته وکړی. دغه راز بايد د افغانستان د بيا رغوني و چارو ته زياته پام لرنه وسي.

دويچه ويلي: په روان وخت کي د افغانستان د لانجې د حل لاره څه ده.

وثيق: د افغانستان د لانجې د حل لاره پوځي لاره نه ده، بلکي د حل لاره يې اقتصادي او سياسي لاره ده. سياسي لاره يې دغه ده چي په افغانستان کي يو موثر دولت جوړ سي او د بيا رغوني کارونه پر مخ ولاړ سي.