1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان لس کلن پېښليک

۱۳۹۰ مهر ۱۵, جمعه

د هغه ورځي راهيسي چي د امريکا متحده ايالاتو او متحدينو يې په افغانستان کي د طالبانو د رژيم د له منځه وړلو په موخه پر افغانستان باندي هوايي بمبارۍ پيل کړي لس کاله تيريږي، چي دې وخت د افغانستان په تاريخ کي يو بل باب پرانست

https://p.dw.com/p/12nWY

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د مياشتي پر ۷ د امريکا متحده آيالتونه پر طالبانو باندې بريدونه پيلوي، ځکه چې هغوی اسامه بن لادن او القاعدې ته پناه ورکوي.

 

د ۲۰۰۱ کال د نومبر پر ۱۳ د طالبانو ضد شمالي ټلواله کابل ته ورننوځي.

 

د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر د مياشتي پر ۵ نېټه مختلفې افغاني ډلې په بن کې د منځمهالې حکومت د جوړولو تړون لاسليکوي، چي مشري يې حامد کرزی کوي.

 

د ۲۰۰۲ کال د جون د مياشتي پر ۱۱ نېټه يوه لويه جرگه جوړيږي، او حامد کرزی د منځمهاله حکومت د مشر په توگه ټاکي.

 

د۲۰۰۲ کال د جون د مياشتي پر ۱۹ حامد کرزی د ولسمشرۍ د يوې ۱۸ مياشتنۍ دورې لوړه کوي.

 

د ۲۰۰۴ کال د اکتوبر پر ۱۹ د ولسمشرۍ ټاکنې. کرزی ګټونکی اعلانيږي او د ډسمبر پر اوومه نېټه لوړه کوي.

 

د ۲۰۰۶ کال د جولای پر ۳۰ د ناټو ځواکونه د افغانستان په جنوب کې امنيتي مسؤليت په غاړه اخلي او د افغانستان له ډاډمن شمال او لويديځ څخه سويل ته مخه کوي.

 

د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر د مياشتي پر ۵ نېټه د ناټو په چوکاټ کي د ايساف ځواکونه په ټول هېواد کې امنيتي چارې په غاړه اخلي.

 

د ۲۰۰۷ کال د جولای پر ۲۳ نېټه پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه ومړ.

 

د ۲۰۰۸ کال د جون پر ۱۲نېټه بسپنه ورکونکي هېوادونه د پاريس په غونډه کې د شل مليارډو ډالرو ژمنه کوي، خو ټينګار يې دا دی، چي کابل بايد د اداري فساد په وړاندې مبارزه وکړي.

 

د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ پر ۲۷ نېټه په زرګونو امريکايي ځواکونه د افغانستان په ختيځ کې دوو کليدي ولايتونو ته مخه کوي، چي د جورج بوش د ادارې د ستراتيژۍ يوه برخه ده.

 

د ۲۰۰۹ کال د فبرورۍ پر ۱۷ نېټه د متحده آيالتونو د نوي ولسمشر بارک اوباما په امر ۱۷۰۰۰ نور سرتېري افغانستان ته استول کيږي.

 

د ۲۰۰۹ کال د مارچ پر ۲۷ نېټه اوباما اعلان کوي چې ۴۰۰۰ نور سرتېري به افغانستان ته استوي تر څو افغان امنيتي ځواکونه وروزي او پوځي اډو ته اکمالات وکړي.

 

د ۲۰۰۹ کال د اگست پر ۲۰ نېټه په افغانستان کي ولسمشريزې ټاکنې.

 

د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر پر ۱۹ نېټه د ټاکنو څارونکي وايي چې د ټاکنو يو بل پړاو ته اړتيا ده ځکه چې د درغليو په تور د ملګرو ملتونو د يوې څېړنې په پايله کي، د کرزي په پلوۍ رايې تر ۵۰ سلنو کښته اټکل شوې دي.

 

د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر پر ۲۰ نېټه د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کوي چي، د عبدالله او کرزي تر منځ د ټاکنو دويم پړاو تر سره کيږي.

 

د ۲۰۰۹ کال د نومبر پر ۱۹ نېټه عبدالله د نومبر د ۷ نېټې د ټاکنو له دويم پړاو څخه په شا کيږي. کرزی په بله ورځ بيا ولسمشر اعلانيږي.

 

د ۲۰۰۹ کال د نومبر د مياشتي پر ۱۹ نېټه حامد کرزی د دوهم وار لپاره د ولسمشرۍ لوړه کوي.

 

د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر پر لومړۍ نېټه ولسمشر اوباما پرېکړه کوي چې ۳۰۰۰۰ نور امريکايي سرتېري افغانستان ته واستوي او ټوليز شمېر يې يو لک ته ورسوي.

 

د ۲۰۱۰ کال د جون پر ۲ نېټه، د قومي مشرانو يوه جرګه د کرزي د هغه پلان څخه ملاتړ کوي چې له مخې يې د منځلارو طالبانو سره د سولې د يو تړون په اړه خبرې کيږي.

 

د ۲۰۱۰ کال د جولای د مياشتي پر ۲۰ نېټه، افغان ځواکونه د يوې نړيوالې غونډې په وينا تر ۲۰۱۴ م کاله پوري د افغانستان امنيتي مسؤليت په غاړه واخلي.

 

د ۲۰۱۰ کال د نومبر د مياشتي پر ۲۰ نېټه اوباما په لومړي ځل وايي، د هغه موخه داده چي په افغانستان کي جنگي ماموريت تر ۲۰۱۴ کاله پورې پای ته ورسوي او تر هغې پورې د امريکايي ځواکونه شمېر راټيټ کړي.

 

د ۲۰۱۱ کال د می د مياشتي پر ۲ نېټه اساما بن لادن په ابټ آباد کې وژل کيږي، چې د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه په ۶۰ کيلومترۍ کې موقعيت لري.

 

د۲۰۱۱ کال د جولای د مياشتي پر ۱۲ نېټه احمد ولي کرزی، چې د افغان ولسمشر ناسکه ورور دی، د يو ساتونکي لخوا وژل کيږي.

 

د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر د مياشتي پر ۲۰ نېټه، يو سړی چې وايي د طالبانو استازی دی د سولې د عالي شورا له مشر برهان الدين رباني سره ګوري او هغه د يوې چاودنې د لارې په خپل کور کې وژني.

 

آژانسونه/ نسیم صابر

 

کتونکی: نجيب الله زیارمل