1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان له شماله دي جرمني عسکر نه وزي»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۴ تیر ۴, پنجشنبه

په بروکسل کې د ناتو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د جرمني وزیري اورزولا فون دیرلاين، د افغانستان له شمال څخه د خپلو عسکرو په ایستلو کې د بیړي پر وړاندي خبرداری ورکړ. دغه عسکر به وروسته په کابل کې مېشت شي.

https://p.dw.com/p/1FnHP
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان په شمال کې خراب امنیتي وضعیت ته په کتو سره د آلمان د دفاع وزیري اورزولا فون دیر لاین خبرداری ورکړ چې له دغي سیمي څخه د آلماني عسکرو په ایستلو کې باید بیړه ونه شي.

فون دیرلاین په بروکسل کې د ناتو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل چې په نظر يې «غوره دا ده چې آلماني عسکر د ۲۰۱۶م کال تر پیل پوري په مزار شریف کې پاته شي.»

د دفاع وزیرې یادونه وکړه: «په دې سره به د افغانستان په شمال کې ۲۱ پارتنر هیوادونو ته ډاډ ورکړل شي.» د آلمان د دفاع وزارت تراوسه پوري دا نه دي ويلي چې پوځي ماموریت به يې تر کومي مودې دوام پیدا ولري.

تر اوسه داسي اټکل کېدی چې د آلمان پوځ مجبوره شوی دی چې په مزار شریف کې خپل۷۰۰ کسیزه پوځي اډه د روان ۲۰۱۵م کال تر پایه پوري ايله کړي. د دې دلیل دا ښوول شوی چې امریکا متحد ایالات په افغانستان کې خپل عسکر ډېر کم کړل او ويې غوښتل چې خپل ډير قوتونه په کابل او شاو خوا کې خوندي کړي.

د آلمان د دفاع وزيره اورزولا فون دير لاين
د آلمان د دفاع وزيره اورزولا فون دير لاينانځور: Getty Images/AFP/T. Charlier

په دې سره د آلمان پوځ هم د مجبوریت احساس کاوه چې له شمال څخه د وتلو په هکله فکر وکړي، ځکه په ټولیزه توگه په ټول افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو پوځ د نړیوال ماموریت د «ملا تیر» دی.

تر جنگي ماموریت وروسته چې د ۲۰۱۴م کال په پای کې پای ته ورسید، د ناتو نوی «پریکړن ملاتړ» په نوم رونیز ماموریت پیل شوو چې د ۲۰۱۶م کال تر پایه پوري به دوام وکړي.

په دې مینځ کې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر، بارک اوباما پریکړه کړې ده چې له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو موده یوڅه نوره هم وغځوي.

د آلمان د دفاع وزیري فون دیر لاین په بروکسل کې د ناتو غوندي په څنډه کې خبریالانو ته وویل: «مهمه دا ده چې افغان امینتي ځواکونه د دې توان پیدا کړي چې امنیت خوندي کړي.» د دې پوښتې په ځواب کې چې آیا په ټولیزه توگه د افغانستان ماموریت ښايي تر ټاکلې مودې نور هم اوږد کړل شي، فون دیر لاین وویل: «دا موضوع اوس اصلاً د بحث وړنه ده.»

هغې یادونه وکړه چې اوس د روان کال تر پایه پوري آلماني عسکر په شمال کې پاتيږي، تر هعه وروسته به «د کابل پر لور د هغوی د لیږد بندو بست وشي.»

د ناتو د دفاع وزیرانو د چهار شنبه په ورځ د افغانستان د ماموریت په هکله خبري وکړې او نن (پنجشنبه) د هغوی په غونډه کې د افغانستان او اوکراین د دفاع وزیران هم گډون کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل