1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د ترمپ په ستراتیژي کې کومې نوې موضوعګانې شاملې دي؟

۱۳۹۶ مرداد ۳۱, سه‌شنبه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، د افغانستان له پاره د خپلې ستراتیژي د اعلانولو پر مهال وویل چې هیواد یې نور په افغانستان کې پر «ملت جوړونه» نه، بلکه د ترهګرو «پر وژنه باندې» تمرکز کوي. هغه پر پاکستان هم نیوکې وکړې.

https://p.dw.com/p/2icCg
USA Fort Myer Trump Rede Afghanistan Strategie
ترمپ په خپلو خبرو کې پاکستان ته هم ګواښ وکړ.انځور: Getty Images/M. Wilson

ترمپ د دوشنبې په ماښام د افغانستان او سویلي اسیا له پاره خپله ستراتیژي اعلان کړه. هغه په خپلو خبرو کې پر طالبانو، اسلامي دولت او په افغانستان کې فعالو نورو یاغي ډلو باندې د امریکايي ځواکونو د بریدونو د ډیریدو ژمنه وکړه. ترمپ په خپله بیانیه کې وویل: «موږ یو ځل بیا ملت جوړونه نه کوو. موږ ترهګر وژنو.»

ترمپ دې ته اشاره وکړه چې لومړی یې غوښتل خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي خو تر ارزونې وروسته، بیا دې پایلې ته ورسید چې دغه اقدام به ښې پایلې و نه لري. ولسمشر ترمپ وویل: «[له افغانستان څخه] د یوې چټکې وتنې پایلې د وړاند وینې وړ دي او داسې دي چې نه شي منل کیدای.»

ترمپ زیاته کړه: «له بیړې سره وتل به یوه خلا رامنځ ته کړي چې د القاعدې او اسلامي دولت په ګډون ترهګر به یې ډکه کړي.»

ولسمشر ترمپ په خپله بیانیه روښانه نه کړه چې افغانستان به څومره اضافي سرتیري استوي او دا چې کله به په عمل کې د ترهګرو پر وړاندې خپل عملیات پراخوي خو ګواښ یې وکړ چې «ترهګر به د امریکایي ځواکونو له برید سره مخامخ شي». اوس نو ښايي د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس، پریکړه وکړي چې افغانستان ته څه وخت، څومره ځواکونه استوي. هغه تر دې مخکې د شاوخوا ۴۰۰۰ نورو ځواکونو غوښتنه کړې وه.

ترمپ په ډاګه کړه چې له افغانستان سره د امریکا مرستې «سپین چک» نه دی او نور هیوادونه هم باید خپله ونډه ادا کړي.

پر پاکستان باندې نیوکې

ترمپ په خپله بیانیه کې وویل چې هیواد یې نور په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه چپ نه شي پاتې کیدای او ګواښ یې وکړه چې له اسلام آباد سره د واشنګټن مرستې به بندې کړي. هغه وویل: «پاکستان کولای شي په افغانستان کې زموږ له هڅې سره له یوځای کیدو سره ډیر څه ترلاسه کړي، خو که ترهګرو ته پناه ورکونې ته دوام ورکړې نو ډیر څه به له لاسه ورکړي.»

واشنګټن او کابل پر پاکستان باندې د حقاني شبکې په ګډون، ترهګرو ته د پټنځایونو برابرولو تور لګوي، خو اسلام آباد بیا تل دغه تورونه ردوي او وایي چې د هیواد په کچه یې د یاغیانو پر ضد پراخ عملیات په لاره اچولي دي.

ولسمشر ترمپ هغه ډلو ته چې په افغانستان کې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد جنګیږي خطاب وویل: «په افغانستان کې باید د امریکا دښمنان پوه شي چې هغوی په هیڅ داسې ځای کې چې د امریکا لاس ور ته و نه رسیږي، نه شي پټیدای.»

Donald Trump
ترمپ پاکستان ته: که په افغانستان کې زموږ له هڅې سره یوځای شئ، ګټه کوئ، که نو تاوان.انځور: Picture-Alliance/AP Photo/E. Vucci

ترمپ زیاته کړه: «زموږ ځواکونه به جګړه وکړي او هغه به وګټي.»

غبرګونونه

طالبانو بیا د ولسمشر ترمپ د بیانیې پر وړاندې په غبرګون کې امریکایي ځواکونو ته ګواښ کړی او ویلي یې دي چې خپلې قواوې دې له افغانستان څخه وباسي. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد،  له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «که امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه و نه باسي نو ژر به په ۲۱مې پیړۍ کې افغانستان د دې لوی ځواک به ګورستان بدل شي.»

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب، بیا د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې افغانان د ترمپ د وینا هرکلی کوي ځکه هغوی هغه څه واوریدل چې غوښتل یې. د محب په خبره د ځواکونو شمیر روښانول په افغانستان کې له اصلي ستونزو څخه تمرکز لیري کوي.

له بلې خوا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن، ویلي دي چې د ترمپ ستراتیژي په افغانستان کې د طالبانو د پوځي بریا مخه نیسي. هغه پر طالبانو باندې غږ کړی دی چې له تاوتریخوالی لاس واخلي.