1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان لويه لار د طالب جنګياليو د زور زياتيو سره يرغمل سوې ده

۱۳۸۷ شهریور ۲۴, یکشنبه

تردې عنوان لاندي د فرانس پرس خبري آژانس د کندهارـ کابل د لوي لاري ورځنی وضعيت په يو رپوټ کي انځور کړی دی

https://p.dw.com/p/FI0T
د کابل کندهار پر لويه لار باندي افغان پوليس
د کابل کندهار پر لويه لار باندي افغان پوليسانځور: AP

کيسه د کندهار څخه پيل کيږي. 55 مسافر سهار سرويس موټر ته ورخيژي، 450 کيلومتره اوږد مزل د هغوی په مخ کي دی، دوی ټول د دغه مزله د خطرونو څخه خبر دي، خو چاره نه سته، بايد سفر وکړي.

د کابل ـ کندهار لويه لار د طالب جنګياليو او غلو له خوا يرغمل نيول سوې. مسافرينو چي په هغوکي زه، د فرانس پرس يو خبريال هم شامل يم ، هيڅ يوه هم لويديځه ډوله جامي نه دي اغوستي. مسافرين ويريږي، داسي نه چي پر هغو باندي د نړيوالو ځواکونو د جاسوس ګمان وسي، ځکه که طالبان پوه سي، نو هر مرو يې نيسي او وژني يې . دغه سفر يوازي په وطني جاموکي ممکن دی. رښتيا بله خبره! سړی بايد ږيره هم ولري، هغه څه چي د «رښتيني مسلمانۍ» نښانه بلله کيږي.

د کابل د ټيلفون يو انجنير چي اوس په کندهار کي کار کوي او د خپل نوم له ښودلو څخه يې ډه ډه وکړه وويل:« هرکله چي زه پر سړک سفر کوم، نو د زړو او ناولو جاموپه اغستوسره ، خپله څيره بدلوم. له سفر څخه دوې درې ورځي دمخه د ځان پريولولو څخه ډه ډه کوم.»

مسافر د ځان سره هيڅ ډول داسي نښي نښانې نه ليږدوي چي پر هغو باندي د حکومت او يا د نړيوالو مؤسسو د کارکونکي ګمان وسي. سړی بايد داسي معلوم سي چي يو بې وزلي، عادي غريب کار دي.

د کندهار کابل تر منځ غځيدلی سړک
د کندهار کابل تر منځ غځيدلی سړکانځور: AP

دکندهارـ کابل سفر له څو ولايتونو تيريږي. له کندهار څخه ډير ليري نه د قلات د ښار څخه وتلی سرويس موټر د لومړي خنډ سره مخامخ سو. مسافر وارخطا دي، نه پوهيږي چي څه پيښ سول. د ځان سره ږغيږي، آيا د طالبانو کوم بريد په مخکي دی.

موټر درې ساعت ځای پرځای ولاړ پاته سوو، له دې اوږد انتظار سره، د خلکو ويره او اندېښنه نوره هم زياته سوه. هيڅوک نه پوهيده چي ولي هغه وړاندي نه سي تلای. تر ډير انتظار وروسته روښانه سوه چي افغان او لويديځو سرتيرو چي په درنو وسلو سمبال ول،له سړک څخه يو ويجاړسوی پوځي موټر ليري کاوه.

بل مسافر چي د موټرو د پروزو کاروبار کوي او وخت په وخت بايد د کندهار کابل ـ تر منځ سفر وکړي، وويل :«که چيري توان مي درلودلای، نو هرمرو مي د الوتکي ټکت کوی. ته وينې چي دا لاره څومره له خطره ډکه ده، طالبان هري خواته را پيدا سوی دي.»

د الوتکي ټکت د ډيرو افغانانو او حتي د منځني طبقي سوداګرو لپاره ګران دی، هغوی توان نه لري چي 110 ډالره د يو سفر لپاره ورکړي. د بس موټر کرايه ښه ده، اته ډارله کيږي. خو ترڅنګ يي د ژوند خطر هم شته دی.

سفر دوام کوي، د لاري په اوږدوکي ويجاړ سوي موټر او پلونه په مخ کي راځي چي شمير تر شلو هم وواښوت. داسي ښکاري چي د ياغيانو له خوا ويجاړ سوي وي.

دقلات څخه د مسافرينو د بس موټر تير شوو. بيا غزني ولايت ته ورننوت، د بس چلونکي، جمعه ګل وويل: دا تر ټولو خطرناک ځای دی، دلته يوکال د مخه طالبانو د جنوبي کوريا 23 مسيحي مبلغين يرغمل ونيول. دوه يي په لومړي سر کي ووژل ، نوريي وروسته بيا خوشي کړل.

د کابل کندهار د لويي لاري په اوږدو کي د وردګو سيمه
د کابل کندهار د لويي لاري په اوږدو کي د وردګو سيمهانځور: AP

دمخه تر دې چي دمسافرينو سرويس کابل ولايت ته ورسيږي، هغه بايد له وردکو څخه هم تير سي، چي سل کيلو متره له کابل څخه ليري دی. هلته د جون په مياشت کي د طالبانو په يوه بمي چاودنه او دتوغنديو په بريد کي درې امريکايي سرتيري ووژل شول.

دا يوازي يوڅو د ګوتو په شمير پيښي وې چي پر دې لويه لار باندي د ياغيانو د حملو څخه را پيدا سوي وې ... هغه نوري کيسې خو پريږده چي سړی يې يادونه وکړي. لکه پر پوليسو باندي بريدونه،د سرتيرو پر ضد بمي او ځانمرګي حملي،د تيلو ټانکونو او اکمالاتي لاريو ته اور اچول، يرغمل نيول، سرونه پري کول او ځای پر ځای اعدامول او داسي نور زورزياتی.

د طالبانو د رژيم له نسکوريدو څخه وروسته د کابل کندهار لويه لاره د افغانستان د بيا رغاوني يوه ډيره ستره پروژه وه. د امريکا د حکومت پراختيايي اداره USAID وايي : پر دې لويه لاره باندي 190 مليون ډالره لګول سوي دي. ديوې کنډي کپري لاري څخه لويه لاره جوړه سوې. کله چي هغه په 2003 کال کي پرانيستله سوه، د دوو ورځو سفر پنځو ساعتونو ته را لنډ سو. خو دغه لويه لاره اوس د ياغيانو د حملو سره د ډيرو بهرنيانو لپاره د نه تلو په لاره او په يوه ستراتيژيکي هدف بدله سوې ده.

د فرانس پرس خبري آژانس خبريال د خپل سفري رپوټ په پای کي ليکي:« خو د مخ پر سترې دو پوليسي ځواک لا تراوسه هم دومره پوليس نه لري چي د ټولي لويي لاري امنيت خوندي وساتي.»

د حکومت جواب دا دی:« موږ هڅه کوو چي پر دې لويه لار پرتې امنيتي ستونزي ليري کړو.»