1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان ماموريت آلماني عسکر بدل کړي دي

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۱۹, یکشنبه

د يوه عسکر له پاره له خپل هيواد څخه دباندي پوځي ماموريتونه زياتره وخت په مياشتو مياشتو دوام کوي. د آلمان پوځ د څېړني له مخي دغه ماموريتونه د عسکرو پر ټول ژوند اغېز لري.

https://p.dw.com/p/1Cs6k
انځور: picture alliance/dpa

د آلمان پوځ، له افغانستان څخه د راغلو خپلو ۴۰۰۰ عسکرو د معلوماتو پر اساس د يوې څېړني پايلي خپرې کړي دي. د دغو پايلو له مخي د عسکرو له پاره تر خپل هيواد دباندي د پوځي ماموريت تجربې د دې سبب ګرځي، چي د هغوی پر ټول ژوند او د ژوند پر ټولو اړخونو تاثير وکړي.

د آلمان د پوځ د تاريخ او اجتماعي علومو د مرکز غړې انيا زايفرټ د يادي څېړني مسؤله رئيسه ده. نوموړې وايي چي زيات هغه آلماني عسکر چي د افغانستان تر ماموريت وروسته بېرته خپل هيواد ته راستانه سوي دي، د ژوند ارزښت ته لا زيات قايل سوي او خپل ځان يې په لا ښه توګه پېژندلی دی.

له افغانستان څخه د بېرته راستانه سوو آلماني عسکرو د ۵ او ۸ فيصدو تر منځ داسي دي، چي د څېړني په حواله په کور کي د زيات وخت تېرولو باوجوده « خپل ځان په خپل ژوند کي پردی احساسوي.» د څېړني له مخي دغه عسکر په دوامداره توګه له جسماني او يا هم رواني زخمونو څخه کړيږي.

زايفرت وايي چي په مجموع کي تر هيواد دباندي ماموريتونه پخپله د عسکرو او دغه راز د هغوی د کورنيو له پاره « له زياتو فشارونو» سره مل وي.

د څېړني پايلي ښيي چي په بهرني هيواد کي تر ماموريت وروسته د عسکرو په شخصيتونو کي بدلون غېر عادي خبره نه ده، بلکي برعکس اکثره بدليږي. خو د څېړني د پايلو له مخي زياتره عسکر چي د بدلون احساس کوي، په ځان کي د «مثبت بدلون» خبره کوي.

ياده څېړنه چي «له افغانستان څخه راستنېدونکي: ماموريت، مينه، وظيفه او کورنۍ» تر عنوان لاندي تر سره سوې، يوه اوږد مهاله څېړنه ده. د دغې څېړني مقصد پر آلماني عسکرو د بهرني پوځي ماموريتونو د دوامداره تاثيراتو معلومول وو.

په دغه څېړنه کي ونډه اخيستونکو۲۱ فيصدو آلماني عسکرو ويلي دي چي د خپل ماموريت پر وخت له وسله والو نښتو سره مخامخ سوي دي.

په افغانستان کي د ۴۶ بېلو بېلو هيوادونو نزدې ۵۰ زره عسکر مېشته دي چي ۲۴۰۰ يې آلمانيان دي.