د افغانستان ملي موزيم ته نوې ودانۍ جوړيږي
۱۳۹۱ شهریور ۲۸, سهشنبهد افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزرات او په کابل کي د امريکا سفارت د دوشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د سپتمبر۱۷) په کابل کي د ملي موزيم د نوي ودانۍ د جوړيدو طرح اعلام کړه. په پام کي ده چي دغه ودانۍ به پر نړيوالو معيارونو برابره جوړه سي.
نوی موزيم د اوسني موزيم څنگ ته په ۸ جريبه مځکه کي جوړيږي. دغه مځکه تر دې دمخه د افغانستان په ملي دفاع وزارت پوري اړه درلوده.
د ملي موزيم تاريخي اثار دلته ليدلای سئ
د افغانستان د ملي موزيم د ودانۍ طرح شپږ مياشتي دمخه نړيوال رقابت ته وړاندي سوې وه چي بېلابېلو هيوادونو خپلي طرحي وړاندي کړې. له ۷۲ طرحو څخه درې ئې غوره سوي دي.
د افغانستان د اطلاعاتو فرهنگ وزارت تيره ورځ و دوو هسپانوي او يوې المانۍ طرح ته جايزې ورکړې. په پام کي ده، چي د موزيم نوې ودانۍ به د هسپانيا هيواد د طرح له مخي جوړه سي.
د اطلاعاتو فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين وايي، چي د دې پروژې له پاره دوه ميليونه ډالره د افغانستان حکومت او پنځه ميليونه ډالره د امریکا متحده ايالاتو له خوا ځانگړي سوي دي.
هغه وويل:«د افغانستان ملي موزيم د ټولو افغانانو د وياړونو گډ کور دئ. دا هغه ځای دئ، چي زموږ د نيکه گانو وياړونه پکښې پراته دي.»
د افغانستان د ملي موزيم اوسنۍ ودانۍ په ۱۹۲۲ کال کي د غازي امان الله خان په وخت کي جوړه سوې ده.
رهين وويل، چي د موزيم اوسنۍ ودانۍ د ټولو تاريخي اثارو د ساتلو وړتيا نه لري.
په دغه غونډه کي د امریکا سفارت استازي هوگو لورنس وويل، چي د افغانستان ملي موزيم داسي تاريخي اثار لري، چي افغانان د نړۍ له نورو خلکو سره يوځای کوي.
د امريکا متحده ايالاتو اعلام کړی دئ، چي د شيکاگو موزيم به د افغانستان له ملي موزيم سره همکار وي.
دغه امریکايي استازي وويل، چي هيواد ئې د ۲۰۰۲ کال راهيسي د افغانستان د ملي موزيم د ښه کولو له پاره تر اوسه پوري لس ميليونه ډالره مصرف کړي دي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل