1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان ملي پوځ به څه وخت پر خپلو پښو و دريږي؟

۱۳۹۰ مهر ۴, دوشنبه

لس کاله کيږي چي د طالبانو رژيم نسکورسوی، خو د جګړې ټغر لا نه دی ټول سوی. د امريکا په مشري نړيوال ايتلاف خپل جنګي ماموريت په 2014 کال کي پای ته رسوي او د افغان امنيتي ځواکونه بايد د خپل هيواد امنيت په خپله غاړه واخلي.

https://p.dw.com/p/12gfd
ملي اردو
ملي اردوانځور: DW

نوموړي هدف ته د رسيدو لپاره د ملي امنيتي ځواکونو د روزني پروسه ګړندۍ سوې ده. د متحده ايالاتو پوځ، چي د روزني زياته برخه يې په غاړه ده هڅه کوي، چي افغان امينتي ځواکونه پر خپلو پښو ودريږي. هغوی ته نه يوازي په قشلو، بلکه د جګړې په دګر کي هم ورته لار ښوونه کوي.

 

د فرانس پرس خبري آژنس يو خبريال د هغوی د روزني يوه صحنه د کونړ په ولايت کي له نژدي څارلې ده.

 

دا چي د افغان ځواکونو د روزني لپاره دغه غرنۍ او کړکيچنه سيمه ټاکل سوې ده، هدف دا دی، چي هغه له ګاونډي هيواد پاکستان سره پوله لري، هغه پوله چي په منظمه توګه ياغيان  تري تيريږي او د افغانستان په نورو برخو کي د لويديځو ځواکونو پرهدفونو باندي حملې کوي.

 

د شمير له لحاظه د افغان امنيتي ځواکونو پروسه ديره ګړندۍ ده. په 2009 کال کي د هغوی (ملي پوځ او ملي پوليس) شمير 190 زرو ته رسيده. اوس د هغوی شمير 305 زرو ته رسيدلی دی. د روزني د پلان له مخي د 2012 کال څخه به د هغوی شمير 352 زرو ته ورسيږي.

 

د متحده ايالاتو تر مشرۍ لاندي د افغان ځواکونو د روزني پروګرام سږنۍ بودجه 11,6 مليارده امريکايي ډالر ده.

 

خو د يوې لسيزي جګړې څخه وروسته د عمل د ډګرامريکايي سرتيري دا وايي، چي افغان ځواکونه لا تراوسه هغوی،ته اړدي او نه سي کولای، چي خپله په ابتکار لاس پوري کړي.

 

لومړی بريدمن تايلر بيل چي په کونړ کي د يوې امريکايي پوځي ټولګي غړی دی وايي:« لس کاله کيږي چي موږ دلته يو، هغوی ډير زيات په موږ پوري تړلي پاتي دي، حتي تر دي سرحده چي نه غواړي خپله دنده خپله تر سره کړي.»

 

نوموړی پوځي زياتوي: « دوی هيله لري چي ټول کار موږ ورته وکړو.»

 

د  فرانس خبري آژانس خبريال په خپله ارزونه کي وايي:« د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونه له ځينو نورو ستونزو سره هم لاس او ګرويان دي، لکه له پوځ څخه تيښته، اختلاس او بې سوادي.»

 

د ناتو تر مشرۍ لاندي د نړيوال امنيتي ځواک، ايساف، د روزني ماموريت هڅه کوي، چي له دغو ستونزو سره مقابله وکړي.

 

خو افغان ځواکونه د رزوني او د پوځي تجهيزاتو له نيمګړتياوو څخه شکايت لري.هغوی وايي، چي په لازمو وسلو سمبال نه دي، ترڅو هغه دندي تر سره کړي چي نړيوال ځواکونه يي له دوی څخه هيله لري.

 

د کونړ د رزوين په قرار ګاه کي د افغان سرتيرو قوماندان محي الدين وويل: «  زه او زما سرتيري په يوه شرط کولای سو چي په يوازيتوب عمل وکړو، چي نړيوال ځواکونه موږ ته  ښې وسلې، تجهيزات او د اړتيا وړ پوځي وسايل راکړي.»

 

بل افغان افسر، لومړي بريدمن نصاراحمد د خپل ملګري خبره تائيد کړه او وويل: « رښتيا دا کفايت نه کوي. موږ يو پوځ يو. موږ جت او څرخي الوتکو او درنو وسلو ته اړتيا لرو.» هغه وويل:« کله چي اشرار پر موږ ډزي وکړي، موږ څنګه له ځان څخه ساتنه وکړو.»

 

د ناتو د روزني د ماموريت مرستيال قوماندان، تورن جنرال مايکل، وايي، چي افغان ځواکونه په هغو وسلو سمبال دي، چي په يوه چريکي جګړه کي د ياغيانو سره مقابله وکړي، نه په يوه جبهي يي جګړه کي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل