1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه تور او سپین انځور چې د ترمپ پر پریکړې یې اغیزه لرله

مسعود جهش
۱۳۹۶ شهریور ۲, پنجشنبه

ولسمشر ترمپ تر څو میاشتو ارزونو وروسته د افغانستان له پاره خپله ستراتیژي اعلان کړه خو ښايي د دغې ستراتیژي په جوړولو کې د افغانستان د ۷۰مې لسیزې یو تور او سپین انځور هم نقش لوبولی وي.

https://p.dw.com/p/2ikL4
Bildergalerie Afghanistan vor Taliban
د ولسمشر ترمپ مشاورینو هغه ته دې ورته یو انځور ښوولی وو.انځور: picture-alliance/dpa

آن پخپله ولسمشر دونالد ترمپ ته نزدې کسان نه پوهیدل چې هغه به د افغانستان په اړه څه پریکړه وکړي: ځواکونه به وباسي، جګړه به خصوصي امنیتي شرکتونو ته وسپاري او که یو څو زره اضافي سرتیري به واستوي چې د امریکا په تر ټولو اوږدې جګړې کې یو څه بدلون رامنځ ته شي.

که څه هم د ولسمشر په توګه د دونالد ترمپ د کار له پیلیدو وروسته د افغانستان په اړه د هغه سیاست روښانه نه وو، خو ترمپ په ۲۰۱۳ کال کې خپل دریځ د افغانستان د جګړې په اړه روښانه کړی وو. هغه پر خپل تویتر پاڼه لیکلي وو چې امریکایي ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي.

خو کله چې ترمپ ولسمشر شو، نو شرایطو یې بدلون وکړ او باید د افغانستان په اړه یې داسې یو سیاست غوره کړی وای چې د کابل او واشنګټن لاس ته راوړنې په کې خوندي پاتې شوې وای. د ترمپ مشاورین هم په څو ډلو ویشل شوي ول: لومړی ډله د هغه د پخواني پیاوړي مشاور ستیف بنن، وه چې له افغانستان څخه یې د امریکایي ځواکونو ایستل او خصوصي امنیتي شرکتونو ته د جګړې د مسئولیت سپارل غوښتل. دویمه ډله بیا د دفاع وزیر جیمز متیس او د ملي امنیت مشاور جنرال مکماستر، وه چې په افغانستان کې د پاتې کیدو او دې هیواد ته د نورو ځواکونو د استولو په حق کې ول. دغو دواړو پوځیانو په افغانستان کې ماموریتونه ترسره کړي دي او د دې هیواد له حالاتو ښه خبر دي.

دواړو اړخونو هڅه کولو چې د ترمپ نظر د خپل ځان پلو راواړوي او په دې ترتیب سره خپل پلان پلې کړي. د واشنګټن پوست رسنۍ په یوه رپوټ کې هغو لارو چارو ته اشاره کړې ده چې د ترمپ مشاورینو پر هغه باندې د نفوذ اچولو په موخه کارولي دي.

دې ورځپاڼې لیکلي دي چې په یوه وخت کې د ملي امنیت سلاکار مکماستر، دونالد ترمپ ته د افغانستان د ۷۰مې لسیزې یو انځور چې په کې نجونې له لنډو جامو سره ښوول شوي دي، ښکاره کړ او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې اوس هم د حالاتو د بدلون هیلې شته. د واشنګټن پوست په حواله مکماستر له دې سره غوښتل ترمپ ته وښيي چې یو وخت په افغانستان کې لویدیځ ارزښتونه موجود ول او کیدای شي یو ځل بیا دغه هیواد د ثبات او سوکالي په لور روان شي.

بنن بیا د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو هڅې کولې. خو په پای کې ترمپ د خپلو جنرالانو او د ملي امنیت مشاور خبرې ومنلي او په افغانستان کې یې د پاتې کیدو پریکړه وکړه.

دا چې د افغانستان د ۷۰مې لسیزې دغه تور او سپین انځور د ترمپ پر پریکړې څومره پیاوړې اغیزه لرله ښايي یوازې پخپله ولسمشر ته روښانه وي، خو دا خبره واضح ده چې د ترمپ امنیتی مشاورین د انځور او د هغه د پیغام په ارزښت پوهیدل او له همدې کبله یې هغه د ترمپ تر میزه رسولی وو.