1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان وحشې ژوي د ورکيدو په حال کې دي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۳۰, جمعه

د چاپیریال ساتنی فعالين وایی يوازي طبيعې زيرمي او حکومتي ځمکي نه دي چې په افغانستان کی پسې غاصبينو پښې را لوڅي کړي دي، بلکه وحشې ژوۍ هم له هغوي په کرار نه دي

https://p.dw.com/p/11KDL
وحشی مرغان او نور وحشی ژوی له سخت خطر سره مخامخ دی
وحشی مرغان او نور وحشی ژوی له سخت خطر سره مخامخ دیانځور: Rheinisches Bildarchiv Köln

د چاپيريال ساتنې ادارې چارواکې وايي چي د وحشي ژويو د ښکار د ممنوعيت سره سره لا هم ښکاريان هره ورځ په لسګونو ژوې يا ژوندي نيسې او يا يې هم د غوښې او پوټوکې د خرڅلاو لپاره وژني.

افغانستان د مناسب چاپيريال د درلودو په سبب د سلګونو ډوله بيلا بيلو وحشي ژويو ټاټوبي بلل کيږي او داسي مرغان او وحشي ژوۍ هم پکې سته چې د سيمې او حتي نړۍ په کچه بي ساري دي.

په دغه برخه کې د مارکو پولو غرڅه او سپين خال داره پړانګ چې کنړ يې ټاټوبي دي ډير مشهور دي.

د چاپيريال ساتنې اداره وايې د افغانستان وحشي ژوې د پرديو غلو په لمسون د افغانانو له لوري ښکار کيږي او وروسته بيا ايران، پاکستان او عربي ملکونو ته قاچاق کيږي.

د کابل په زاړه ښار کې د پلي خشتې جومات په خوا کې د وحشې مرغانو يوه پلورنځاي ته ورغلم کومه چې د کاه فروشې د کوڅې په نامه مشهوره ده .

د بازار يو څو تنه کاروباريانو راته وويل:«زمونږ ډيرو مرغانو او نورو څارويو زمونږ له هيواد څخه کډه وکړه ځکه چې په بي رحمانه توګه د ښکاريانو تر بريدونو لاندي راغلل.»

يو بل بيا وويل: «زما په دوکان کې مينا، زرک او طوطيان خرڅيږي، دا مو له سمنګانو، بلخ او فارياب څخه راوړي دي، د سمنګانو زرکان ډير نامي دي او ښه خرڅيږي.»

يوازي په اوسنۍ لسيزه کې نه بلکې څه باندي لس کاله دمخه کله چې طالبان په افغانستان حاکم ؤ، هم ډيري وحشي ژوي چې ښکار يې ممنوع اعلام سوي وو د ښکاريانو له لوري ښکار او وروسته د قاچاقبرو په لاس بهر ته ليږدول کيدل.

په هغه مهال کې ډيري هغه بازان نامې ول چې د عربي متحده اماراتو شيخانو به د ښکار لپاره خوښول او بيه يې هم په زرهاوو امريکايي ډالرو ته رسيده .

خو اوس له بازانو نيولي بيا تر کوچنيو چوغکو پوري يو ژوي هم د خوندي توب احساس نه کوي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې د طبيعي ميراثونو د څانګې ريس سليمان شاه سالاري وايې ولسمشر دستور ورکړي چې د دغو ژويو ښکار او خرڅلاو منعه دي خو بيا هم د دغو ژويو د بقا په اړه پخوانۍ انديښنه پر ځاي پاتي ده.

سليمان شاه سالاري: « که چيرته اړوندې ادارې خلک دې ته اړ باسي اوپه دې يې پوه کړي چې د ښکار کول او نه کول څه ګټه لري، او هغوي دې ته متوجه کړي چې دا کار جرم دي نو هيڅ کله به هم خلک ښکار و نه کړي.»

د سالاري وينا ده چې ډيري خلک بيا يو شمير وحشي ژوې او مرغان په غير معياري توګه په قفسونو کې ساتي چې د يوې مودې به تيريدو له مينځه ځي.

د چاپريال ساتنې ادارې د شميرو له مخې چې دمګړۍ د ملک 137 ډوله الوتونکې به هغه نوم لړ کې شامل دي کوم چې ښکار او پلور او پير يې منع اعلام سوي دي.

په يوه بي ساري اقدام کې تيره اونۍ په لويديځ هرات ولايت کې چارواکو د وحشې او نادرو الوتونکو په پلور او پير باندي بنديز لګولي .

هغوي وايې دا ګام يې د دغو مرغانو د نسل د ورکيدو څخه د مخ نيوي لپاره پورته کړي دي.

کابل / ميرويس جلالزي

کتونکي. عبدالباري حکيم