1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان ولسي جرګې ته د نوؤ نومول سوؤ وزيرانو نوملړ وسپارل شو

۱۳۸۸ دی ۱۹, شنبه

د افغانستان د اولس مشر حامد کرزي مرستيال کريم خليلي په ولسي جرګه کي د نوو نومول سوو وزيرانو نوم لړ ولوستی. په نوې نومول سوې کابينه کي زياتي څهرې نوي او تر يوې کچي تر اوسه ناپېژندل سوي څهرې وې.

https://p.dw.com/p/LPPD
انځور: DW

د کابينې د نوي پيشنهاد له مخي د درو وزارتونو لپاره مېرمني نومول سوي دي او هغه پداسي حال کي چی په تېره نومول سوې کابينه کي صرف يوه مېرمنه نومول سوې وه.

د کابل د پوهنتون د استاد نصرت الله ستانکزي څخه مو وپوښتل چي ايا نوې څهرې د نوي تګلاري او نوي سياست مانا ورکوي او که څنګه؟

ستانکزي وويل چي تر يو سرحده به د نوؤ کسانو سره ښايي د ادارې د چلولو طرز هم بدل سي خو د حکومت اصلي او پراخه پاليسي چي ورته زیات کار سوی ښايي پر ځای پاتې سي.

ګرچه د نومول سوي کابينې زياتي څهرې نوي دي خو بيا هم د زياتو په هکله ويل کيږي چي د پخوانيو جنګي ډلو سره تړاو لري. ويل کيږي چي دغه کسان د جوړ جاړي په ترڅ کي د پخواني وسله والو مشرانو لخوا و حامد کرزي ته ورپېژندل سوي دي. د استاد ستانکزي څخه مو وپوښتل چي دغه خبره تر کومه ځايه درسته ده او بل دا چي ايا دغه کسان به حکومت ته زيات وفاداره وي او که د پخوانۍ وسله والو ډلو خپل مشر ته؟

په ځواب کي ستانکزي وويل چي په کابينه کي په رشتيا هم بعضي کسان د پخوانيو سياسي ډلو سره تړاو لري خو بيا هم تر يوې کچې د نومول سوو کسانو قابليت په پام کي نيول سوی دی. ستانکزي وويل چي تر يوې پولې پولي به ښايي بعضي وزيران په رشتيا هم د حکومت تر څنګ خپلو سياسي ډلو ته وفاداره وي.

د استاد ستانکزی وايي چي د کابينې بعضي غړي په څرګنده توګه د پخواني وسله والو ډلو سره تړاو لري.

پداسي حا ل کي چي د افغانستان د اولسي جرګې ځانګړې ناسته روانه وه، دغونډي بهير د افغانستان په بعضو تلويزيونو کي ژوندی خپرول کېدی. او د بعضو وکيلانو دا نيوکه وه چي له همدې وجې زيات وکيلان کوښښ کوي چي خبري وکړي او پدې توګه خپل ځان مطرح کړي.

په پام کي نيول سوې چي د پنج شنبې په ورځ به د نومول سوي وزيرانو د تصويب لپاره ولسي جرګه رايې واچوي. استاد ستانکزی وايي چي ښايي پدې واري زياتره وزيران تصويب کړل سي ولي چي د نوموړي په وينا ددې واري کرزي د ولسي جرګې د بعضو غړو سره ليدني کتني کړي دي او ښايي پدې توګه يې د بعضو ناراضه سياسي ډلو غوښتنو ته په خپله نومول سوې کابينه کي پام هم کړی وي.

د انرژۍ او اوبو د وزارت تر څنګ د مخابراتو د وزارت لپاره وزيران نن ندي معرفي کړل سوي. خو حکومت ژمنه کړې چي ژر تر ژره به ددغو دؤ پاتو وزارتونو لپاره هم وزيران ونوموي.

احمدولی اچکزی

کتونکی: صابر