1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان ټاکنو په نړيواله کچه ستايل سوي دي

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله، آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۱۷, یکشنبه

په افغانستان کي د وسله والو طالبانو له گواښونو سره سره بيا هم په ميليونو افغانانو د نوی جمهور رئيس د ټاکلو له پاره د رايي اچوني مرکزونو ته ولاړل او خپلي رايي يې وکارولې. د نړۍ يو شمېر مشرانو دغه ټاکني ستايلي دي.

https://p.dw.com/p/1BcjZ
انځور: DW/H.Sirat

په افغانستان کي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په خبره د شنبې ورځي (۲۰۱۴ کال د اپريل ۵) د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو په تاريخي ټاکنو کي له هغو ۱۲ ميليونو رايو ورکوونکو څخه چي د رايو ورکولو شرايط يې پوره کړي دي، نزدې ۷ ميليونو وگړو خپلي رايي کارولي دي.

دا د افغانستان په تاريخ کي لومړی وار دی چي واک په ديموکراتيکه توگه له يوه واکمن څخه بل ته سپارل کيږي.

د امريکا متحده ايالتو جمهور رئيس بارک اوباما په افغانستان کي ټاکني په راتلونکي کې د دغه هيواد د ديموکراتيکي پروسې او ټول مسئوليت د پرغاړه اخيستلو د لاري د «نښانې» په توگه وستايلې. اوباما رايو ورکوونکو ته مبارکي ورکړه چي په ډېر «شوق» سره يې په دغو تاريخي ټاکنو کي خپله رايه کارولې ده.

بارک اوباما وويل: «دغه ټاکني د افغانستان د ديموکراتيکي راتلونکي او نړيوالو د ملاتړ د يقيني کولو له پاره برخليک ټاکنونکي دي.»
د شنبې په ورځ په واشنگتن کي په خپرې سوي بيانيه کي اوباما ويلي دي چي د امریکا متحده ايالات به د افغانستان له راتلونکي نوي حکومت سره د «متقابل احترام او د مسئوليت منلو پر اصولو باندي ولاړ» د گډ کار ژمنه کوي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوع راسموسن هم په افغانستان کي رايو ورکوونکو ته «د اغېزمن» گډون مبارکي ويلې ده. هغه د شنبې ورځي په ماښام وويل چي «هره رايي شمېرل کيږي او هره رايه د ديموکراسۍ له پاره يوه رايه ده.»

هغه زياته کړې ده: «دا واقعاً د افغانانو د راتلونکي له پاره د افغانانو په رهبرۍ او د افغانانو له خوا په امنيت کي ساتل سوي ټاکني وې.»

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليام هيگ، افغانستان د جمهوري رياست ټاکني يوه «ستره بريا» بللې ده او له ټولو اړخونو څخه يې غوښتي دي چي د رايو په شمېرنه کي هر يو له خپله اړخه «صبر» وښيي. هغه په يوه اعلاميه کي ويلي دي: «دا د افغانستان او وگړو له پاره يې يوه تاريخي شېبه وه.»

هيگ زياته کړې ده: «دا د افغانستان د خلکو له پاره يوه ستره بريا ده، چي د طالبانو له گواښونو سره سره يې بيا هم ښځي، نارينه، زاړه او ځوانان د رايي اچوني صندوقونو ته ولاړل او خپله رايه يې د خپل هيواد د راتلونکي له پاره وکاروله.»

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا غړو په ټاکنو کي د افغانانو پراخ گډون ستايلی دی. په کابل کي د ملگرو ملتونو ځانگړي دفتر (يوناما) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي د امنيت شورا غړو د ټاکنو په برخه کي د افغانانو رهبري د قدر وړ بللې ده.