1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان پارلماني ټاکنو لومړي نتايج اعلان شول

۱۳۸۹ مهر ۲۸, چهارشنبه

خو دا چي وروستي نتايج به څه وخت اعلان شي، د ټاکنو خپلواک کميسيون هم نه پوهيږي. د شکاياتو کميسيون بايد خپلي پلټني بشپړي کړي. تر اوسه پوري ورستي پريکړه نه ده شوي چي د ولسي جرګي 249 څوکي به څوک اشغال کړي.

https://p.dw.com/p/PiUF
د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر فضل احمد معنوي
د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر فضل احمد معنويانځور: AP

رسمي ارقام ښیې چې پینځه ملیونه او شپږ سوه زره کسانو په دغو ټاکنو کې رایې کارولي چې له دغو رایوڅخه 4265347

با اعتباره او پاتې1.3 ملیون باطلې اعلان شوي دي.

د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي نن له غرمې مخکې په کابل کې د یوې خبري غونډي پر مهال وویل چې دغه پایلې چې دی یې نن اعلاموې وروستۍ نه دي او که چیرته دوي ته د کاندیدانو په اړه شکایتونه ورسیږي او تر څيړلو وروسته اغیزناک وبلل شي د ټاکنو په پایلو تاثیر اچولای شي.

معنوي وویل چې په ټولو با اعتباره رایو کې 1668617

رایی په ښځینه نوماندانو پوري اړوندي وي.

د ټول ټاکنو کمیسیون ارقام دا هم ښیې چې په با اعتباره رایو کې 183059 رایې په کوچیانو پوري اړه لري.

همدا راز د ټول ټاکنو د کمیسیون له لوري د شکایتونو د اوریدو د پروسې له پیل راهیسي په 34 ولایتونو کې 3345 مرکزونه څیړل شوي چې له دغې ډلي څخه د 2543 محلاتو رایې بي اعتباره اعلام شوي دي.

د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون ریس همدا راز له خپلو بهرنیو او کورنیو همکارانو څخه مننه وکړه چې د انتخاباتو په پورسه کې یې په ډیره زړورتیا سره د ګواښونو پر وړاندي خپلو دندو ته دوام ورکړی وو.

ویل کیږي چې د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو څانګې ته 224 تنه نوماندان چې د درغلیو له تورونو سره مخامخ شوي ول ور پیژندل شوي دي.

که څه هم د افغانستان د اسد میاشتې دغه انتخابات د نړیوالو او په کور دننه سیاسي ډلګیو او کاندیدانو له خوا تر نیوکو لاندي راغلي ول خو ښاغلی معنوي وایې چې شته فرصتونو او روانو حالاتو ته په کتو سره ټاکني ډیري رڼي تر سره شوي .

فضل احمد معنوي ټول پاتې راغلي کاندیدانو او د هغوي پلویان زغم ته را وبلل او له هغوي څخه یې مننه وکړه چې په ډیره حوصله مندۍ سره یې د ټاکنو د بهیر څارنه وکړه .

فضل احمد معنوي :«له ټولو هغو بهرنیو سازمانونو چې د ټاکنو به بهیر کې یې له مونږ سره تخنیکي او مالي مرسته کړي او د افغانستان له ټولو خلکو مننه کوو چې په هغه غیر مترقبه حالات کې چې مخي ته راغلل په ډیره حوصله یې قضیې وڅیړلې او نن ټول منتظر دي چې وویني چې د انتخاباتو پایلې څرنګه دي» .

که څه هم د ټاکنو په بهیر کې د کمیسیون په دننه کې د دغه کمیسیون د یو شمیر چارواکو تر منځ د اختلافاتو د شتون خبرونه ورکول کیدل خو ښاغلي معنوي دغه ګنګوسي په کلکه رد کړي.

معنوي وویل چې د ټاکنو د بهیر له پیل بیا تر اوسه پوري د کمیسیون په دننه کې هیڅ راز ستونزه نده رامنځ ته شوي.

د ټول ټاکنو د کمیسیون مشر فضل احمد معنوي همدا راز په دغه خبري غونډه کې وویل چې په ولایتونو کې یې همکارانو په ډيره ښه توګه کار کړی او په خاصه توګه د هغو مرکزونو په بیا څیړلو کې چې پکې رایې له سره شمیرل شوي وې.

هغه وویل په تیرو ټاکنو کې چې به کله په یوه محل کې د ستونزو د موجودیت خبر تر لاسه شو بیا به له یاد مرکز څخه نمونې اخیستل کیدې او شمیرل کیدې به خو دا ځل شکمن محلات یو یو د کمیسیون د کارکونکو، د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو د ناظرینو او د کاندیدانو د ناظرینو تر نظر لاندي تیر شوي او شمیرل شوي دي.

معنوي د ټاکنو پر مهال د خپلو تیروتونو په اړه له ټولو خلکو او له هغو کاندیدانو چې د کمیسیون د تیروتونو له امله ورته زیان رسیدلی بښنه وغوښته.

د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون ریس همدا راز له هغو افغان سیاسي شنونکو او له هغو کسانو څخه چې انتخاباتو ته یې لاره نده موندلي غوښتنه وکړه چې د افغانستان د ولس دغه ټاکنې باید په ټوله کې تر نیوکو لاندي را نه ولي او که چیرته هغوي په ټوله پروسه نیوکي وکړي د معنوي پر وینا چې د افغانستان دغې ملي پروسې ته به تاوان ورسوي.

که څه هم د ټول ټاکنو په بهیر کې او د رایو د شمیرلو د پروسې پرمهال د کمیسیون یو شمیر غړي او حتی ساحوي ریسان د درغلیو په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي خو معنوي ډاډ ورکړ چې دی تر اوسه داسي کوم راپور نه لري چې په کمیسیون کې دننه کوم کس د ځانګړي کاندید په ګټه درغلي کړي وي.

هغه وویل: «مونږ د درغلیو له امله په سلګونو تنه خپل مامورین د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته ور پیژندلې، که په دغو کسانو جرم ثابت شي د قانون له مخې به ورسره جدي چلند وشي او اړوندې قانوني ادارې به یې په اړه اجرات وکړي، داسي کسان په ټول کمیسیون کې وو چې غیر مشروع معامله یې کړي او په خپل دې کار سره یې د ټاکنو یوې برخې ته تاون رسولی چې دغه کسان به و نه بښل شي».

ټاکل شوي وه چې د ټول ټاکنو لومړنۍ اپتدایې رسمې پایلې له نن څخه کابو یوه نیمه اونۍ دمخه اعلام شوې وي خو دغه پایلې دوه ځله وځنډول شوي.

د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون ریس د ټاکنو د پایلو د ځنډ اصلي لامل د هغو صندوقوړنو او شکمنومحلاتو په دقت څارل وو چې کمیسیون یې په روڼ والي شک درلود.

د یادولو وړ ده چې د ولسې جرګې په دغو ټاکنو کې د ښځو ګډون هم ډیر پراخ وو.

د کمیسیون له لوري د انتخاباتو لومړنۍ پایلې ښېې چې د نیمروز په ولایت کې هیڅ یو نارینه کاندید نه دی توانیدلی چې کافي رایې تر

لاسه کړي او په ولسي جرګه کې د دغه ولایت سهمیه غبرګي څوکۍ دوو ښځو تر لاسه کړي دي.

جلالزی

کتونکی: عبدالباري حکيم