1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان پارلماني ټاکنی د درغليو ترسيوري لاندي پاتی دي

۱۳۸۹ آبان ۲۳, یکشنبه

د سنبلي په 27 د افغانستان د ولسي جرګي لپاره ټاکني وشي. وروستي نتايج لا تراوسه معلوم نه دي چي د دغي 449 لرونکي جرګي څوکي به څوک اشغال کړي. کارپوهان پراخي درغلي او حکومتی لاس وهنی د ورستيو نتايجو د نه اعلان اصلي لامل ګڼي

https://p.dw.com/p/Q8Fv
د افغانستان د ولسی جرګی څوکی د نوو استازو لپاره انتظار لری
د افغانستان د ولسی جرګی څوکی د نوو استازو لپاره انتظار لریانځور: AP

په داسي حال كي چي په افغانستان كي لا دپارلماني تاكنووروستي پايلي نه دي اعلان شوي په ټاكنوكي د سرغړونو اودرغلي وپه اړه شكايتونه او آن چي مظاهري رواني دي په تيره بياهغه كانديدان چي ناكام راوتلي دي د پارلماني ټاكنو پروسه باطله اوفاسده بولي.

دولسي جرګه استازي ډاكتركبيررنجبروايي چي د دوهم پړاو په ټاكنوكي يي راي غلا شوي دي. دي زياتوي چي په ټولنيزه توګه په پارلماني ټاكنوكي پراخه درغلي اوسرغروني شوي دي اواوس هيچاته ددي شك نه دي پاتي چي په «دي ملي بهيركي د خلكو د ارادي درناوي نه دي شوي.»

رنجبر وويل چي يوشميركانديدان د لست نه ويستل شوي اويوشميرپه لستونوكي شامل شوي دي. رنجبر د آلمان غږ راډيو ته وويل: «زمونږچارواكي هم مني چي په ټاكنو كي پراخه درغلي شوي دي د كميسيون لخوا 413متقلب كانديدان لوي څارنوالي ته معرفي شوي دي له همدي امله ترسره شوي ټاكني باطلي اوفاسدي دي اوبايد بياترسره شي» .

جنرال عبدالواحدطاقت هم چي په پارلماني تاكنوكي پاتي راغلي دي دعوه لري چي رايي خوړل شوي اوخپله د کميسيون چارواكوپه ټاكنوكي لاس وهنه كړي اود خپلي خوښي كانديدان يي كامياب كړي دي.

دي وايي هغوي چي ديررايي ترلاسه كړي وي هغه وركي شوي دي اوپه مقابل كي «چټلي رايي دپيسوپه مقابل كي كارول شوي دي».

جنرال طاقت وايي چي كه چيري بيا ټاكني وشي همدابه يي حال وي اوهمدا دغلي او سرغړوني به بيارامنځ ته شي. هغه په دي نظر دي چي «دپ ارلمان څخه صرف نظروشي» .

دآلمان غږخبريال هڅه وكړه په دي اړه د ټاكنودخپلواك كميسيون دريځ معلوم كړي خو په دي لړكي هيڅ چرواكي خبروته حاضرنشو.

كله چي دټاكنيزو شكايتونو د رييس سيدمراد شريفي نه د بيا ټاكنو په اړه پوښتنه وشوه هغه په ځواب کي وويل: « په دي كي شك نشته چي په ټاكنوكي يوشمير درغلي او ان چي تزويرهم شوي دي. مونږ چي كله حوزو ته مراجعه وكړه يو لړ درغلي مو وميندلب په فورموكي هم لاس وهنه شوي ده چي د ټاكنود خپلواك كميسيون يوشميرمامورين هم تورن دي اويو شميرتزويركونكي پيژندل شوي دي چي لوي څارنوالي ته به معرفي شي.»

شريفي زياته کړه وويل د سره د بياټاكنوكولولپاره قانوني وضاحت اوصراحت نلرو خو د شكايتونو د څيړلوكارچتك روان دي .

دا په داسي حال كي ده چي د همدي سرغړونواو درغليوله امله دا مهال د لويي څارنوالي او دټاكنو د خپلواك كميسيون ترمنځ لفٰظي مشاجري پيل شوي دي لويه څارنوالي غواري د كميسيون دمامورينودرغلي وڅيري خود كميسيون چارواكي ورته اجازه نه وركوي اود لوي څارنوالي دغه عمل ته دلاس وهني په سترګه گوري .

جمال کوټوال

کتونکي: عدبالباري حکيم