1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان پارلماني کړکېچ دوام لري

۱۳۹۰ شهریور ۴, جمعه

وروسته له کابو يو کال ټاکنو د افغانستان پارلمان لا تراوسه له بن بست سره مخامخ دي او د 62 شخړايزو څوکيو برخه ليک نا معلوم دي. هیڅ اړخ د بل فیصله نه منی. ولسمشر کرزي هڅه کوي چي د بن له کنفرانس څخه مخکي دغه بن بست مات کړي

https://p.dw.com/p/12Nwe
د افغانستان د پارلمان پرانیستی غونډه
د افغانستان د پارلمان پرانیستی غونډهانځور: picture alliance / dpa

دي بن بست د تير کال د ټاکنو شفافيت يو ځل بيا تر پوښتني راوستي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د اوني په سر کي خپله وروستي پريکړه اعلان کړه او وويل د تير کال په ټول ټاکنو کي  د درغليو د موندلو څخه ورسته کميسيون تصميم ونيو د ولسي جرګي 9  استازو څخه غړيتوب بيرته واخلي.

خو له دي مخکي د حکومت له خوا يوي ځانګړي محکمي فيصله وکړه چي د ولسي جرګي  62 اوسني غړي په درغليو پارلمان ته لاره پيدا کړي او هغوي ټول دي له غړيتوب څخه بي برخي کړاي شي. 

په دي موضوع باندي د افغانستان د حکومت، پارلمان او خپل کميسيون تر منح لانجه روانه ده.  د ټول ټاکنو کميسيون د محکمي  پريکړه نه مني او پارلمان د ټاکنو د کميسيون.

په ولسي جرګه کي د سمنګان يو استازي، محمد طاهر ظهير وويل: « د ټاکنو خپلواک کميسيون تر فشار لاندي خپله وروستي پريکړه صادره کړي ده.» نوموړي باندي تور لګيدلي چي په درغليو سره ولسي جرګي ته لاره پيدا کړي او کميسيون پريکړه کړي چي  احمد خان نومي کانديد  دی د هغه  ځاي نيسي.  ظهير وايي: « د ټاکنو د کميسيون دا پريکړه زمونږ لپاره د منلو وړ نه ده.  هيواد له يو کړکيچ سره مخامخ دي، هغه يو کړکيچ چي په آساني سره به حل نه شي.»

د سه شنبه په ورځ  د کابل سړکونو ته څه نا څه 700 کسان وتلي ؤ  او د خپلواک کميسيون له  فيصلي  سره يي خپل مخالفت څرګند کړ او په افغانستان کي د ملګرو ملتو د ماموريت نمايندګي «يوناما» تورنه کړه چي د ټاکنو پر کميسيون يي فشار راوستي دي. يوناما په دي هکله تبصري څخه ډه ډه وکړه.

ولسي جرګي په خپله يوه وروستي غونده کي د ټاکنو د کميسيون پريکړه رده کړه، خو  داسي ښکاري چي  ښايي ونه توانيږي د هغي د تطبيق مخه ونيسي.  د پارلمان يو غړي  د خپل هويت د نه بربڼدولو په شرط د  فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: « مونږ پوهيږو چي ځيني احتجاجونه به په لاره واچول شي، خو هغه به ډير زيات دوام ونه کړي، ښايي بالاخره هر يو مجبوره شي چي دغه وروستي پريکړه ومني.»

دغي لانجي د دي هيواد اداري چاري په ټوليزه توګه له خڼده سره مخامخي کړي او د دي ښکاروندي دي چي  په جګړه ځپلي افغانستان کي د «ضعيفي حکومتوالي»  د ثبات او امن د راووستلو لپاره هڅي له ناکامي سره مخامخ کړي دي.

ولسمشر حامد کرزي او يوناما دواړو د ټول ټاکنو د خپلواک کميسيون وروستي پريکړه تاييد کړه.  ځينو سرچينو د  فرانس پرس خبري آژانس ته وويل چي د صحني تر شا  هڅي  رواني دي چي «له غړيتوب څخه بي برخي کړاي شوي استازي» قانع کړاي شي چي دغه فيصله ومني.

کرزي څو ورځي مخکي  له يو شمير مخورو سياستوالو او ديني علماو سره وليدل  ترڅو د رواني لانجي لپاره د حل لاره پيدا کړي. د ولسمشري  دفتری يوي سرچيني چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يي خبري وکړي وويل چي کرزي د  نوموړو 9 کسانو لپاره يي په حکومت کي د لوړو څوکيو وعده وکړه ترڅو هغوي قانع شي چي له مخالفت څخه لاس واخلي.

هغي سرچيني زياته کړه: « که څه هم د کرزي ځيني متحدين ښايي د  ټاکنو د کميسيون له پريکړي څخه راضي نه وي، خو ولسمشر هڅه کوي چي پارلماني بن بست مات کړي او د افغانستان د راتلونکي په هکله د بن له کنفرانس څخه مخکي د خپلي  کابيني  د 7 سر پرست وزيرانو تاييدي له پارلمان څخه تر لاسه کړي.»

خو ځيني کارپوهان شک لري چي روان پارلماني بن بست داسي په آسانی سره مات کړاي شي.

د افغانستان د شڼوڼوکو د شبکي څخه ، توماس روتيګ، وايي: « زه  ګمان نه کوم چي دا د ستونزي د حل لاره وي.»

روتيګ زياتوي:« دا يوه روغه جوړه ده او  پر قانون  باندی سازش. په دواړو اړخونو کي ډير کسان ناراضه پاتي دي: هغه چي د پارلمان په دننه کي او هغه چي بهر کي دي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکي. احمد ولي اڅکزي