1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان، پاکستان او ايران سرمشريزه غونډه وځنډوله سوه

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۸, دوشنبه

سبا د سه شنبي په ورځ دمي دمیاشتی په 19 نيټه بايد دايران په پلازمینه تهران کی دافغانستان ، پاکستان او ايران دولتي مشرانو حامد کرزي ، آصف علي زرداري او محمود احمدي نژاد سره کتلي واي...

https://p.dw.com/p/HszH
ولسمشر حامد کرزی د ايران له مشر محمود احمدي نژاد سره
ولسمشر حامد کرزی د ايران له مشر محمود احمدي نژاد سرهانځور: AP

خو هسی چی دايران دخبر رسولو دآژانس ISNAپه يوه خبر کي ويل شوی ، دغه خبري ځنډول شوی او علت يي دا بلل شوی دي چي دپاکستا ن ددولت مشر آصف علي زرداري ددغي سر مشريزی غونډي دځنډولوهيله کړی ځکه چی دسوات او کلاکند په سیمو کی روان ناآرامه حالات او په دغه سیمه کی دطالبانو دګوماني مورچلونوپه ضد دپاکستان دپوځي ځواکونو دعملیاتو ددوام له کبله آصف علي زرداري نشي کولای چی دتهران په غونډه کی ونده واخلی .

که څه هم داسی ويل شوی چی دغه غونډه به په نژدی راتلونکي کی وشی خو دکومي نوي نيټي څخه خبري ندی شوی .داچي ولي دپاکستان ولس مشر په دغه غونډه کی خپل ګډون ځنډولی په دي اړه افغان کارپوه عمرشريفی چي په افغانستان کی دامر يکايانو دخیړونکی موسسی مشر دی وای.

«زه فکر کوم ښايي دولسمشر زرداري دپاره يو دليل چی دتهران دغونډي دځنډولو غوښتنه يی کړی داوي چي تر اوسه زرداري دخپل سیاست دپاره ددغه هیواد دپوځ او په تيره بيا داستخباراتي څانګي ISI ملاتړ ونلری او هسی چي ويل کیږی همدااوس په سوات او ملاکند کي دپاکستان دپوځ سر ه ددغه هيواد استخباراتي څانګه هسی چي ښايی ګډکار نه کوی»

او داچي دافغانستان دلانجی دحل دپاره په رښتیانی تو ګه ايرانیان څو مره علاقمند دی ، افغان کار پوه عمر شريفی وايي.

«ايران نه غواړي په افغانستان کی تند لاري سونيان يا وهابيان راشي خو له بله پلوه دوي په افغانستان کی دوي ديوه رښتیاني ډیمو کرات نظام راتلل هم نه غواړی.»

که څه هم دايران حکومت دامریکی دمتحده ایالتونو سره لانجی لري ، خو دهغي ورځي راهيسی چي دافغانستان دروانو امنيتي او اقتصادی لانجو دحل دپاره ديوه نوي سيمه ايز ستراتیژی خبره رامنځ ته شوی ده ، تهران تر اوسه څو څو واري داخبره جوته کړی چی دغه هیواد به په افغانستان او پاکستان کي دتر هګري په ضد جګړه کي له نوموړی هیوادونو سره نژدی ګډ کار وکړی او دتهران په دري کسيز سر مشریزه غونډه کي هم په همدی موضوع باندی خبری کيدلي چی د تهران ونده به په سیمه کی دترهګري په ضد په مبارزه او دجګړه ځپلۍ افغانستان په بيرته روغونه کي څه وي .

څه نه څه دري میاشتی دمخه هم ددريوهیوادونو مشرانوپه تهران کي په يوه سيمه ايز اقتصادی سر مشريزه غونډه کی دنورو ګاونډيو هیوادونو دمشرانو سره په کتلي و او په دغه غونډه کی ددي غوښتنه شوی وه چی هم دافغانستان دبيرته روغوني په چارو کی مرستي وشی او هم دغزي دسيمي دهغه خرابيو دله منځه وړلو دپاره بايد عمل وشی چي دتير کال ددسمبر په مياشت کی داسرايلو دپوځي عملیاتوپه وخت کی رامنځ ته شوی .

دلته داخبره هم دیادوني وړ ده چي ايران دافغانستان په هکله په هغه نړيوال کنفرانس کي هم ګډون درلود چی دامر یکی دمتحده ایالتونو په ابتکار سره دمارچ دمياشتي په 31 نيټه په دن هاګ کی جوړ شوی و او هلته هم ايران داخبره کړي وه چی دوي به دافغانستان دبیرته روغوني او دنشه يی توکو دقاچاقو په ضد په مبارزه کي له افغانانو سره ګډ کار کوی .

که څه هم دايران او دامريکی دمتحده ايالتونو ترمنځ ډیپلو ماسي اړیکی ددريو لسيزو څخه را پدیخوا شلیدلي او امر یکی دمتحدا ايالتونو دپخوانی ولس مشر جورج ډبليو بوش په زمانه کی ايران په اصطلا دخبيثو هيوادونو په کتار کی شميرل کیده خو ولس مشر بارک او باما تر اوسه څو څواري داخبره کړی چی کيداي شی له ايران سره په مربوطو لانجو باندی مخامخ خبری وشی . په تيره بيا د افغانستان په لانجه کی امریکایان له دي سره شميري چی دايران شيعه مذهبه اسلامی جمهوریت له يوي خوا دتند لارو سوني مذهبو طالبانو فکری مخالفين دی او له بله پلوه دوی هم په افغانستان کی ښايي لږ تر لږه له دی امله دسولی او ثبات دمنځ ته راتلو سره علاقمند وی چی په دی کار سره به په ګاونډی هیواد افغانستان کي دکوکنارو په کښت اوايران ته دنشه يي توکو په قاچاقو کی کموالی راشي